1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان برخلاف فنلنډ د افغان پناه غوښتونکو اخراج ځڼډولی

۱۴۰۰ تیر ۲۲, سه‌شنبه

افغان حکومت له اروپایي هیوادونو غوښتي دي چې لږ تر لږه د درو میاشتو له پاره دې افغان پناه غوښتونکي نه اخراجوي. په داسې حال کې چې فنلنډ دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی دی، آلمان بیا د رد شویو افغانانو د اخراج لړۍ جاري ساتلې.

Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د فنلنډ د مهاجرت ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جمعې ورځې (۲۰۲۱م کال د جولای له ۹ نیټې) راهیسې یې افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو اخراج بند کړی دی.

د فنلنډ د مهاجرت ادارې یوه غړي د "Iltalehti" ورځپاڼې ته ويلي دي چې د افغان رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج ځنډیدل به په دې معنا نه وي چې دغه کسان به په اتوماتیک ډول په دغه هیواد (فنلنډ) کې د دایمي اقامې اسناد ترلاسه کوي، بلکې يوازي د دغو کسانو د اخراج بهیر ځنډول شوی دی.

د افغانستان حکومت په دغه هیواد کې د امنیتي وضعیت خرابیدو په پام کې نیولو سره له اروپا یي هیوادونو غوښتي دي چې لږ تر لږه د دریو میاشتو له پاره دې افغان پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته نه اخراجوي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم، طالبانو د دغه هیواد په مختلفو برخو کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی او د دغه هیواد یو شمیر سیمې يې تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

آلمان د ډله ایز اخراج بهیر جاري ساتلی

خو له دې ټولو سره سره بيا د آلمان حکومت د افغان رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ جاري ساتلې ده. د آلمان د حکومت ویاند شټیفن زایبرت، د دوشنبې په ورځ په برلین کې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د اخراج بهیر د جاري ساتلو دفاع وکړه. زایبرت ویلي چې د اخراج په هکله پریکړې په «ورځني ډول د وضعیت د دقیقې ارزونې پر بنسټ» صورت نیسي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې همدا روانه میلادي میاشت به د افغانستان د وضعیت په اړه خپل رپوټ وړاندې کوي. زایبرت د بهرنیو چارو وزارت همدې پریکړې ته په اشارې سره ویلي دي چې د هم دغو رپوټونو پر بنسټ تصمیم نیول کیږي چې په «راتلونکي کې به کوم اقدامات» ترسره کیږي.

په لویو ښارونو کې جګړه نه شته

په همدې منځ کې طالبانو اعلان کړی دی چې جګړه لویو ښارونو ته نه غځوي. د طالبانو یوه قوماندان امیر خان متقي په خپل تویتر کې لیکلي دي چې جګړې له غرونو او صحرا ګانو څخه د ښار تر دروازو پورې رسیدلي وې، خو طالبانو نه غوښتل چې په ښارونو کې دننه جګړه وشي.

په همدې منځ کې طالبان د افغانستان د ۸۵ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي. دا موضوع نه هم د کومې خپلواکې ادارې او نه هم د کابل حکومت له خوا تائید شوې ده.

د څارونکو په حواله په دې وروستیو کې د ایران له لارې ترکیې ته د افغان پناه غوښتونکو د راتګ په بهیر کې هم زیاتوالی راغلی دی. په ترکیه کې د IHD په نامه د بشري حقونو ټولنې په حواله، د ترکيې وان ایالت چې له ایران سره په سرحد کې موقعیت لري له افغان مهاجرو څخه ډک شوی دی.

محمد کراتاس، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې نوموړی کولی شي د رسنیو هغه رپوټونه تائید کړي چې له مخکې يې ویل کیږي چې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ پناه غوښتونکي د ایران له سرحد څځه ترکیې ته ور اوړي.

(NS/NZ (AFP