د متحده ایالاتو ولسمشر د دوشنبې په ماښام (د می میاشتې ۳ نیټه) د دونالد ترمپ له خوا د پناه غوښتونکو د منلو له پاره ټاکل شوې حد اکثر اندازه لغوه کړه او ويې ویل چې په ۲۰۲۱م کال کې به ۶۲ زره ۵۰۰ هغه کسان چې د پناه غوښتنه یې کړې ده امریکا ته د راتګ اجازه ترلاسه کړي.
د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ دغه حد اکثر اندازه ۱۵ زره ټاکلې وه چې دا په ۱۹۸۰م کال کې د پناه غوښتنې د طرحې معرفي کیدو له اندازې څخه هم ټيټه وه.
سپينې ماڼۍ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو ولس د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي او د «۱۵ زرو حد اکثر اندازه د هیواد د ارزښتنو او مقرراتو» نماېندګي نه کوي. د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال دا حد ۱۱۰ زره ته رسیده.
د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دغې کچې د زیاتولو غوښتنه کړې وه.
د بایدن حکومت د متحده ایالاتو او مکسیکو د سرحدي سیاست په برخه کې تغیرات هم پيل کړل او په دې هڅه کې دی چې هغه کورنۍ چې د ترمپ د تګلارۍ له مخې یو له بل څخه جلا شوي دي بیرته سره ځای کړي.
د د متحده ایالاتو ولسمشر په سویلي سرحدي پولو کې د مهاجرو شرایطو ته د رسیدګۍ مسئولیت خپلې مرستیالې کاملا هاریس ته سپارلی دی.
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې مکسیکویي پناه غوښتونکي هم په دې سقف یا حد اکثر اندازې کې شاملیږي او که څنګه؟
دری ورځې مخکې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د مکسیکو او امریکا ترمنځ د حائل سرحدي دیوال لګښت به ور نه کړي. دغه دیوال د دونالد ترمپ تر ټولو محبوبه پروژه ګڼل کیدله.
د جو بایدن د پریکړې په اساس د سوریایي، یمني او سومالیایي پناه غوښتونکو په برخه کې موجود محدودیت لیري کیږي او له افریقا، منځني ختیځ او لاتین امریکا څخه د مهاجرو د منل کیدو کچه لوړیږي.
آژانسونه: ش.ن/ س. ر
د کوم هیواد څومره وګړي په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي؟
د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۲۰م کال کې له خپلو هیوادونو څخه د مهاجر شوو کسانو شمیر تر۲۷۲ میلیونه اوښتی دی. د انځورونو په دې ګالرۍ کې لیدلی شئ چې تر ټولو زیات د کوم هیواد خلک مهاجر شوي دي. انځور: AFP د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د روان میلادي کال تر اوایلو پورې شا او خوا ۱۸ میلیونه هندي اتباع د خپل هیواد څخه د باندې په نورو هیوادونو کې اوسیدل. زیاتره هندوستانیان په امریکا متحده ایالات، کاناډا، بریتانیا او په خلیجي هیوادونو کې دي. په ۲۰۰۰م کال کې په بهرنیو هیوادونو کې د هندي اتباعو شمیر اته میلیونه وو او په نړیواله کچه دریم هیواد وو چې ډیر اتباع یې په نورو هیوادونو کې ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Jebreili د لویدیځي امریکا هیواد مکسیکو، شا او خوا ۱۳ میلیونه اتباع په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي چې په دې ترتیب یې په دغه لېست کې دوهم ځای خپل کړی دی. له ۱۹۹۰م کال راهیسې ۴،۴ میلیونه او له ۲۰۰۰م کال راهیسې ۱۲،۴ میلیونه مکسیکویان په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jaramillo Castro له چین څخه هم د خلکو د وتلو لړۍ زیاته شوې ده او د ۲۰۱۹م کال تر دسمبر میاشتې پوري تر ۱۱ میلیونه زیات چینایان په بهرنیو هیوادونو کې اوسیدل او په دې ترتیب د نړیوالې درجه بندۍ له مخې دریم هیواد دی چې اتباع یې نورو هیوادونو ته کډه شوي دي. زیاتره چینایي کډوال په امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، جاپان او آسترالیا کې مېشت دي. په ۱۹۹۰م کال کې له چین څخه د باندې د اوسیدونکو چینایي اتباعو شمیر ۴،۴ میلیونه وو.
انځور: Getty Images/AFP/F. J. Brown په دغه نړیواله درجه بندۍ کې روسیه څلورم هیواد دی چې تر ۱۰،۵ میلیونه زیات اتباع یې په نورو هیوادونو کې اوسیږي. له روسیې څخه کډه شوي کسان په آلمان، امریکا او پر ځينو اروپایي هیوادونو سربیره د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې مېشت دي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې روسیه په ۲۰۰۰م کال کې د دغه لېست په سره کې او کابو یوولس میلیونه وګړي یې له هیواد دباندې په نورو هیوادونو کې اوسیدل.
انځور: Zentrum Gleiche Kinder له کورنۍ جګړې سره مخامخ د سوریې هیواد اته میلیونه وګړي په نورو هیوادونو کې اوسیدو ته مجبوره شوي دي. د ۱۹۹۰م کال په نړیواله درجه بندۍ کې سوریې ۲۶ مقام درلود، خو په ۲۰۱۱م کال کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو وروسته په سونو زره سوریایان مهاجرت ته اړ شول. د سوریې زیاتره اتباع د ترکیې، اردن او لبنان په څیر ګاونډیو هیوادونو کې اوسیږي خو د آلمان په شمول په ځینو نورو اروپایي هیوادونو کې يې هم شمیر کم نه دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis بنګله دیش، د ملګرو ملتونو په ترتیب شوي لېست کې شپږم هیواد دی. د وروستیو ارقامو له مخې شا او خوا اته میلیونه بنګالیان په نورو هیوادونو کې مېشت دي. د بنګال اتباع په هند او پاکستان کې هم شته خو په امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او خلیجي هیوادونو ته د تلونکو بنګله دیشي اتباعو شمیر هم زیات شوی دی.
انځور: dapd د پاکستان تر اووه میلیونه زیات اتباع په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي او په دغه لېست کې اووم ځای لري. زیاتره پاکستانیان په خلیجي هیوادونو، بریتانیا او امریکا کې اوسیږي. په ۱۹۹۰م کال کې ۳،۴ میلیونه او د ۲۰۰۵م کال تر پای پورې څه کم څلور میلیونه پاکستانیان په بهرنیو هیوادونو کې اوسیدل.
انځور: Iftikhar Ali د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته په نویمه لسیزه کې په نړیواله درجه بندۍ کې اوکران پنځم ځای درلود. خو له هغې راهیسې د اوکرایني اتباعو د مهاجرت په بهیر کې په تدریخي ډول کمښت راغی. خو د اوکراین او روسیې ترمنځ په وروستیو کلونو کې د ترینګلتیا له کبله دغه چاره بیا ګړندۍ شوې. د روان میلادي کال تر پېله شپږ میلیونه اوکرایني اتباع په نورو هیوادونو کې اوسیدل.
انځور: Picture alliance/dpa/Matytsin Valeriy د فلیپین ۵،۷ میلیونه اتباع په نورو هیوادونو کې اوسیږي او په دې ډول یې په دغه لېست کې نهم ځای خپل کړی دی. په ۲۰۰۰م کال کې له هیواد د باندې د فلیپین د اوسیدونکو شمیر درې میلیونه وو. په تیرو ۱۷ کلونو کې د فلیپین زیاتره اتباع د امریکا پر لور تللي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/ F. R. Malasig د افغانستان شا او خوا پنځه میلیونه اتباع په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي او په دغه نړیواله درجه بندۍ کې لسم مقام لري. په ۱۹۹۰م کال کې افغانستان په فهرست کې اووم ځای درلود او ۶،۷ میلیونه اتباع یې په پاکستان، ایران او نورو هیوادونو کې مېشت وو. خو له ۱۹۵۵م کال راهیسې ډیر شمیر افغانان بیرته خپل ټاټوبي ته ورګرځیدلي دي.
انځور: Amrullah Safi