د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د ټاکنو کميسيون هغه پرېکړه وننګوله چې دی يې پنځه کاله له دندې منع کړی وو. دغه خبره د هغه وياند او حقوقي سلاکار وکړه.
عمران خان له خپلو پلويانو سرهانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance
اعلان
د ټاکنو کميسيون د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۱مه) وويل چې عمران خان په غیرقانوني توګه دولتي تحفې پلورلي او د لومړي وزير په صفت شتمنۍ پټې ساتلې وې. د کميسيون د دغې پرېکړې له مخې خان د پاکستان د قانون له امله د پنځو کلونو له پاره له رسمي دندو څخه منع کړل شو او هغه په پارلمان کې هم خپله چوکۍ له لاسه ورکړه.د انتخاباتو کمېسيون: «عمران خان د پنځوو کلونو له پاره له ټاکنو منع دی»
د کميسيون دغې پرېکړې اوس په پاکستان کې حاکمه سياسي ګډوډي زياته کړه په داسې حال کې چې اقتصاد خراب، خوراکي مواد لږ او په اوړي کې د بې ساري سيلابونو پايلې لا موجودې او ډېرې جدي دي. په دغو سيلابونو کې ۱۷۲۵ تنه ووژل شول، په سلګونو زره بې ځايه شول او د ملاريا په څېر نورې ساري ناروغۍ هم زیاتې شوې. د ټاکنو د کميسيون اعلان په داسې وخت کې راغی چې خان چې په اپريل مياشت کې په پارلمان کې د نه اعتماد د رايې له لارې له دندې ګوښه شو، د نوي لومړي وزير، شهباز شريف د حکومت په وړاندې خپل پلويان په لاريونونو کې راټولول او تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه يې کوله. دغه احتجاج کوونکي د لنډ وخت له پاره له پلازمېنې اسلام آباد څخه دباندې له پوليسو سره ونښتل.پاکستان: د سیاسي او اقتصادي ستونزو تر سیوري لاندې د خپلواکۍ جشن
وروسته خان له خپلو پلويانو څخه وغوښتل چې په سوله يز ډول سره جلا شي او د اسلام آباد په لور د مارش له پاره د هغه غږ ته په انتظار واوسي. شهباز شريف په لاهور کې د خالي يا يکشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې عمران خان د ټاکنو کميسيون پرېکړې ته په اشارې سره »يو تصديق شوی غل« وباله او دا يې هم وويل چې حکومت به د هغه پلويانو ته اجازه ورنه کړي چې پر پلازمېنې اسلام آباد يرغل وروړي.
فواد چودري، چې د خان يو وياند دی، وويل چې د هغه د بې صلاحيته کېدو پر ضد به د اسلام آباد په عالي محکمه يا های کورټ کې يوه عريضه وړاندې شي. عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې قدرت ته ورسېد او په اپريل کې د پارلمان له خوا د نه اعتماد د رايې له امله له دندې ګوښه شو. بې له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، خان ادعا وکړه چې هغه د شهباز شريف له خوا راوپرځول شو چې د متحده آيالاتو له خوا يوه دسيسه يې وبلله. دغه ادعا هم لومړي وزير شهباز شريف او هم واشينګټن رد کړې ده.
آ./ن.ص./ا.ا.
په پاکستان کې هیڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې. دوی د مختلفو دلایلو له امله اړ شوي دي چې له ټاکل شوي وخت څخه مخکې واک پريږدي. عمران خان د دغه هیواد ۲۲ لومړی وزیر وو چې خپله کاري دوره یې مکمله نه کړه.
انځور: STF/AFP/GettyImages
لیاقت علي خان: ۴ کاله او ۲ میاشتې
لیاقت علي خان د پاکستان لومړنی صدراعظم و. نوموړي د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۱۵ نیټه خپله دنده پیل کړې وه. لیاقت علي خان د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه په راولپنډۍ کې د یوه کس له خوا په ډزو ووژل شو. نوموړی له وژل کیدو مخکې ۴ کاله او ۲ میاشتې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی و.
انځور: Wikipedia/US Department of State
خواجه ناظم الدین: ۱ کال او ۶ میاشتې
د لیاقت علي خان تر وژل کیدو یوه ورځ وروسته د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه خواجه ناظم الدین واک ته ورسید. نوموړی د ۱۹۵۳م کال د اپریل په ۱۷ نیټه د ګورنر جنرل له خوا د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه کړای شو. ده هم د ګورنر جنرل په توګه دنده ترسره کړې وه. (له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۵۶ م کاله د پاکستان د اساسي قانون تر بشپړیدو مخکې د ګورنر جنرل مقام له صدراعظم څخه لوړ وه، ځکه د بریتانوي سلطنت استازی به وو)
انځور: Douglas Miller/Keystone/Hulton Archive/Getty Images
د ۱۹۵۵ م کال د اګست په ۱۲ نیټه چودهري محمد علي د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د چودهري محمد علي نوم نن هم د پاکستان په اساسي قانون کې د هغه مهم رول له کبله یادیږي. هغه په ۱۹۵۶م کال د سپټبر په ۱۲ نیټه د خپل ګوند له غړو سره د شخړې له امله استعفا ورکړې وه.
انځور: akg images/picture alliance
حسین شهید سهروردي: ۱ کال او یوه میاشت
حسین شهید سهروردي د ۱۹۵۶م کال د سپټمبر په ۱۲ د پاکستان لومړی وزیر شو، خو له ولسمشر سکندر مرزا سره د اختلافاتو له امله یي د ۱۹۵۶م کال په ۱۶ نیټه استعفا وکړه.