1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان کابل ته ورسېد

۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبه

د پاکستان لومړی وزير عمران له افغان ولسمشر سره د خبرو له پاره کابل ته ورسېد. هغه په داسي حال کي کابل ته سفر کوي چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبري په ټپه ولاړي دي.

Afghanistan Kabul | Ashraf Ghani  und Pakistan Premierminister  Imran Khan
انځور: Afghan Presidential Palace/REUTERS

د پاکستان لومړی وزير عمران د پنجشنبې په ورځ د يوه لوړپوړي هيئت په ملتيا کابل ته ورسيد او ولسمشر اشرف غني يې په ارگ کې هرکلی وکړ.

دا کابل ته د عمران خان لومړی سفر دی. له بله اړخه دا سفر په داسي حال کي کيږي چي امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی چي د راتلونکي کال د جنوري مياشتي تر ۱۵نېټې پوري به په افغانستان کي د خپلو ځواکنو شمېر تر ۲۵۰۰ پوري راکښته کړي.

په تيرو دوو لسيزو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي کله نا کله خړي پړي وې. افغان چارواکو په وار وار پر پاکستان باندي د طالبانو د ملاتړ په برخه کي نيوکي کړي دي. خو پاکستان هر وخت دغه نيوکي رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي دي چي په دې ليدنه کتنه کي به «د دواړو هيوادونو د ورورگلوۍ پر مناسباتو، سولي پروسې، اقتصادي پراختيا او سيمه ايز اتصال باندي تمرکز کيږي».

د افغانستان د جمهوري رياست د وياند مرستيال دواخان مينه پال ويلي دي چي ددې ملاقات اصلي موخه د دواړو هيوادونو پر سوداگريزو او اقتصادي مناسباتو باندي راڅرخي، خو په سيمه کي د ترهگرۍ پرضد مبارزې موضوع هم په اجندا کي شامله ده.

د افغانستان په جمهوري رياست کي يوې سرچينې رويترز خبري آژنس ته ويلي دي: «تمرکز به د سولي پر پروسې وي، خو موږ ډيره اميدواري نه لرو.»

د واشنگتن په خبره، پاکستان د افغانستان د سولي په پروسه کي کليدي رول لري؛ په ځانگړي توگه پر طالبانو باندي نفوذ ته په کتو سره. خو پاکستان وايي چي په دې وروستيو کي يې پر طالبانو باندي نفوذ کم سوی دی. 

د افغانستان د سولي پروسې له پاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره د خبرو پرمهال څو واري پاکستان ته سفر کړي او له پاکستاني چارواکو سره يې د افغانستان د سولي په اړه خبري کړي دي.

رويترز/Ag (ن.ز/ب.ص)