1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی خبریال مطیع الله جان نیول شوی

شبنم الکوزۍ | رویترز او دویچه ویله
۱۴۰۳ آذر ۸, پنجشنبه

پاکستانی خبریال مطیع الله جان پرون شپه په اسلام آباد کې نیول شوی دی. نوموړی چې د ټلویزیون او د يوټيوب پیژندل شوې څیره ده، د عمران خان د پلویانو احتجاجونو ته یې پوښښ ورکاوه.

پاکستاني خبریال مطیع الله جان
پاکستاني خبریال مطیع الله جان نیول شویانځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د مطیع الله جان، وکیلې ایمان مزاري وایې، هغه په ترهګرۍ، د نشه يي توکو په قاچاق او پر پولیسو د برید په تور نیول شوی دی.

د جان وکیله وایې «دا [تورونه] له يوې ټوکې کم نه دي.» هغه زیاته وې چې «په لګول شويو تورونو کې د يوې ذرې په اندازه حقيقت هم نشته.»

جان او همکار یې «تښتول» شوي

د سه شنبې په ورځ په اسلام ‌آباد کې په زرګونو کسان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو په موخه په احتجاجي مارش کې د ګډون په موخه راټول شوي ول.

مطیع الله جان او د هغه همکار ساقب بشیر د راپورونو له مخې د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (PIMS) څخه د هغو کسانو په اړه کره معلومات راټولول، چې د احتجاج پر مهال زیانمن شوي وو. ویل کېږي چې دوی پر همدې مهال «تښتول شوي.»

د راپورنو له مخې ساقب او جان سترګي د تور یونفورم  لرونکو کسانو له خوا تړل شوي او بیا موټر ته پورته کړل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد د مارګلې پوليسو په مرکز  کې د جان پر ضد اف آي آر يا د لومړي معلوماتي راپور درج شوی و چې دا په ګوته کوي چې هغه په ​​پلازمینه کې په یوه پوسته کې نیول شوی و.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز وایې مطیع الله جان نن ( پنجشنبه د نومبر ۲۸ مه) د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کېږي.

اسلام آباد؛ تر احتجاج وروسته د ښار وضعیت

03:02

This browser does not support the video element.

د مطيع الله جان د خوشي کیدو له پاره غږ شوی

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د جان د «ختطاف»× په اړه »ژوره انديښنه« څرګنده کړې او د هغه د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې په خپل ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «چارواکي باید د جان خوندیتوب یقیني کړي او هغه ژر تر ژره خوشې کړي.» دغه بیان وروسته له هغې خپور شو کله چې د خبریال مطيع الله جان د اختطاف راپورونه خپاره شول.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمیسون په ډاګه کړې چې مطیع الله جان باید پرته له کوم قید او شرط خوښي سي او زياته کړې یې ده چې هغه په اسلام آباد کې تازه احتجاج ته د پوښښ ورکولو پر وخت نيول شوی دی.

همداراز یاد کمیسیون په یوه بیان کې ویلې دي: «دا استبدادي تاکتیک د خبریالانو د چوپ پاته کیدو له پاره کارول کیږي.»

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب