1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ د عمران خان د ګوند او حکومت ترمنځ د خبرو اترو پېل

بريښنا صابر | اسوشتېد پريس
۱۴۰۳ دی ۳, دوشنبه

د پاکستان د حکومت او پخواني لومړي وزير عمران خان، د ګوند ترمنځ خبرې اترې پېل شوي دي. د خبرو اترو مهمه موضوع د خان، او د دغه ګوند د نورو فعالانو آزادول دي.

په اسلام آباد کې د پاکستان د پارلمان ودانۍ
د پارلمان د مشر اياز صادق په حواله دا مذاکرات په «مناسب چاپيريال» کې ترسره شول .انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د پاکستاني رسنيو د رپوټونو په حواله دا تازه پرمختګ د پارلمان د مشر اياز صادق، په مشوره شوی دی چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يا پي ټي آی مشر ګوهر علي خان، ورسره اړیکه ټينګه کړې وه.

صادق، په دې موخه د حکومتي کميټې جوړولو هرکلی وکړ او نن، دوشنبه یې په خپل دفتر کې يوه غونډه را وبلله.

د صادق، په حواله دا مذاکرات په «مناسب چاپيريال» کې ترسره شول او دغه کميټه به خپله بله غونډه د جنورۍ مياشتې پر دويمه نېټه وکړي. د عمران خان تحريک انصاف ګوند نه يوازې د خان بلکې د ګوند د نورو فعالانو د آزادولو غوښتنه هم کوي.

عمران خان، چې په ۲۰۲۲م کال د باور د رایې په اخيستو کې تر پاتې راتلو وروسته له دندې ګوښه کړل شو، پر ضد یې تر ۱۸۰ ډېرې دوسیې ثبت دي او له تېر کال راهېسې په زندان کې دی.

د پارلمان مشر اياز صادق وويل چې د لومړي وزير له لوري د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل کولو د ګام هرکلی کوي.

اياز صادق، وويل: «يوازې د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې پرمختګ کيدلی شي.»

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف، له لوري له پي ټي آی سره د خبرو اترو په موخه په جوړه شوې کمېټه کې اسحاق ډار، رانا ثناء الله، راجه پرویز اشرف، نوید قمر، خالد مقبول صديقي او چوهدري سالک حسين شامل دي.

اسلام آباد؛ تر احتجاج وروسته د ښار وضعیت

03:02

This browser does not support the video element.

د تحريک انصاف ګوند لوري بيا په دې مذاکراتو کې عمر ايوب خان، علي امين ګنډاپور، سلمان اکرم راجه، اسد قيصر، حامد رضا، حامد خان او علامه راجه ناصر عباس، ګډون کوي. عمران خان، د خبرو اترو دا کمېټه د روانې میاشتې په سر کې جوړه کړې وه.

د اختلافاتو د له منځه وړلو هڅه

د خبرو اترو له لارې د دې مسئلې د حل کولو دا ګام په داسې حال کې پورته کړل شوی دی چې د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۳م کال د می د ۹ نیټې په پېښو کې ښکيلو کسانو ته يوې پوځي محکمې له دوو تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزاوې ورکړي دي.

اړونده موضوع: رپوټ: په پاکستان کې د احتجاج په ترڅ کې ۱۹ افغانان هم نيول شوي

د تحريک انصاف ګوند دا جزاوې د اساسي قانون سره په ټکر کې بللي دي او هغې د ننګولو اعلان یې هم کړی دی. 

د مذاکراتو له پاره عمران خان خپلې دوې غوښتې وړاندې کړې وې: لومړی دا چې ټول سیاسي [د نوموړي د ګوند] بنديان دې آزاد کړل شي او محکمه دې د می د نهمې نېټې او نوامبر د ۲۶ نېټې په پېښو کې د پي ټي آي د مظاهره کوونکي پر وړاندې د عملياتو څېړنې وکړي.

نوموړي په بل صورت کې د مدني نافرمانۍ ګواښ کړی وو.

حکومت تر دې دمخه ويلي ول چې د مذاکراتو له پاره بايد مخکني شرطونه ونه تړل شي او دا چې خبري اترې د کوم خطر تر سيوري لاندې نه شي ترسره کيدلی.

سیاسي څارونکو د خبرو اترو پېليدل ستايلي دي او د اعتماد فضا پر رامنځته کولو یې ټینګار کړی دی. کارپوهان وايي چې دواړه اړخونه بايد دا بن بست ختم کړي او د ثبات له پاره دې هوډ څرګند کړي.

کارپوهان په دې آند دي چې د خبرو اترو پېل مهم پرمختګ دی او د سياسي صحنې د آرامولو له پاره بايد هر ډول هلې ځلې وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل