د پوځ په هکله د خان نوي بربنډونې، حقايق که سياسي چل ول؟
۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه
که يو شمېر سياسي شنونکي د پاکستان د پوځ په هکله د عمران خان نوي بربنډونې معقول عمل نه ګڼي، نو يو شمېر نور يې سياسي چل ول بولي. د خان ګوند وايي دا حقايق دي.
اعلان
د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د هيواد د پوځ په هکله تازه څرګندوني کړي دي. هغه ويلي چي پوځ غوښتل چي پاکستان په ملګرو ملتونو کي د اوکراين په لانجه کي د روسيې پر ضد رايه واچوي. د عمران خان په وينا د ده ټينګار پر دې ؤ چي پاکستان نبايد د تائيد او نه هم د رد رايه وکاروي.
«غير هوښيار چلن»
ويل کيږي چي د پاکستان ولسمشر عارف علوي هڅي کوي چي د پاکستاني پوځ د مرکزي مقر جي ايچ کيو او د تحريک انصاف ګوند پي ټي آی تر منځ پخلاينه او سوله رامنځته کړي. د لاهور سره تړاو لرونکی سياسي شنونکی سهيل وړايچ وايي چي کله چي د منځګړيتوب لپاره هڅي رواني وي نو په داسي وخت کي عمران خان نبايد چي دا ډول «غير هوښيارې څرګندونې» وکړي. وړايچ زياتوي: «عمران خان تر مخه هم د جنرال باجوه سره د خپل ملاقات په هکله څرګندونې کړي وې، کومو چي ښه اغېر ونه درلود. اوس چي عارف علوي د منځګړيتوب هڅي کوي نو دغه نوې څرګندونې کيږي، کوم چي يو غير هوښيار چلن دی. عمران خان بايد چي د وينا کولو پر وخت له فکر او فهم څخه کار واخلي.»
بعضي سياسي شنونکي بيا په دې نظر دي چي د مذاکراتو پر وخت بيان بازي کول عادي خبره ده. د پېښور پوهنتون د سيميزو څېړنو د مرکز پخوانی غړی ډاکټر سرفراز خان وايي چي عمران خان او اسټبلشمنت دواړه چلونه کوي. نوموړي کارپوه د آلمان ږغ ته وويل: «دا ممکنه ده چي د پردې تر شا چي کومي خبري اتري رواني دي، په هغه کي پورته او کښته رامنځته کيږي. دغه څرګندونې د هغو پورته او کښتو څرګندويي کوي. دا د سودا بازۍ چل ول دی. دا ډول څرګندونې به د پوځ د نوي مشر تر تقرر پوري ادامه ولري.»
«د حقيقت څرګندويي»
د عمران خان ګوند پي ټي آی وايي چي د خان څرګندونې بالکل د حقيقت څرګندويي کوي. د دغه ګوند له مشرتابه څخه فردوس شميم نقوي د آلمان ږغ ته وويل: «د عمران خان څرګندونې پر حقيقت ولاړي دي او هيڅ تضاد پکښي نه دی موجود. کله چی عمران خان وايي چي د پوځ سره ډېر زيات اختيارات شته نو غلطه خبره خو نه کوي. اړتيا خو د دې خبري ده چي يو داسي تړون رامنځته شي چي په نتيجه کي یې پوځ صرف په هغه دايره کي کار وکړي چي ورته اساسي قانون ټاکلې ده.»
فردوس شميم نقوي زیاته کړه: «موږ يو داسي دموکراتيک نظام غواړو چي پکښي ټول اختيارات د لومړي وزير سره وي ولي چي لومړی وزير او ټاکل شوي استازي و ولس ته بايد جواب ووايي.»
د فردوس شميم نقوي په وينا په ټوله نړۍ کي عادت دا دی چي لوی درستيز د ملکي حکومت ماتحت وي. هغه زیاتوي: «د اساسي قانون له مخي د پوځ مشر بايد د سټاف سيکرتر ته جواب ووايي او هغه بيا د دفاعي چارو وزير ته جواب وايي. موږ به هیڅ داسي کار ونکړو چي د اساسي قانون د نقض لامل کيږي.»
يو شمېر تحليل کوونکي پر سياسيونو تنقيد کوي چی کله چي پر واک وي نو هیڅ نه وايي خو کله چي له واک څخه ليري شي نو بيا يې د شکايتونو قطار نه خلاصيږي. سهيل وړايچ وايي چي دا اوس په پاکستان کي په يو دود بدل شوی دی چي :«کله چي يو سياستوال پر واک وي نو وايي چي ټول واک د هغه سره دی، خو کله چي له واک څخه ليري شي نو بيا وايي ورسره اختيارات نه ول. عمران خان پخوا په دوامداره توګه ويل چي ټول واک د هغه سره دی، خو اوس بيا وايي چي زيات اختيارات د پوځ سره ول او هغه ډېر قوی ؤ.»
سرفراز خان وايي چي دا يوه رشتیا خبره ده چي په پاکستان کي سياسي ګوندونو ته هيڅکله بشپړ واک نه ورکول کيږي. هغه وايي: «د جنرال ضيا له وخت راهيسي بيا تر نن پوري اسټبلشمنټ هميشه د سياسي ګوندونو سره واک ويشلی او په سياست کي يې مداخلت کړی دی. په همدې تناظر کي پوځ بې نظير بوټو، نواز شريف او عمران خان له واک څخه ليري کړل.»
په پاکستان کې هیڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې. دوی د مختلفو دلایلو له امله اړ شوي دي چې له ټاکل شوي وخت څخه مخکې واک پريږدي. عمران خان د دغه هیواد ۲۲ لومړی وزیر وو چې خپله کاري دوره یې مکمله نه کړه.
انځور: STF/AFP/GettyImages
لیاقت علي خان: ۴ کاله او ۲ میاشتې
لیاقت علي خان د پاکستان لومړنی صدراعظم و. نوموړي د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۱۵ نیټه خپله دنده پیل کړې وه. لیاقت علي خان د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه په راولپنډۍ کې د یوه کس له خوا په ډزو ووژل شو. نوموړی له وژل کیدو مخکې ۴ کاله او ۲ میاشتې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی و.
انځور: Wikipedia/US Department of State
خواجه ناظم الدین: ۱ کال او ۶ میاشتې
د لیاقت علي خان تر وژل کیدو یوه ورځ وروسته د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه خواجه ناظم الدین واک ته ورسید. نوموړی د ۱۹۵۳م کال د اپریل په ۱۷ نیټه د ګورنر جنرل له خوا د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه کړای شو. ده هم د ګورنر جنرل په توګه دنده ترسره کړې وه. (له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۵۶ م کاله د پاکستان د اساسي قانون تر بشپړیدو مخکې د ګورنر جنرل مقام له صدراعظم څخه لوړ وه، ځکه د بریتانوي سلطنت استازی به وو)
انځور: Douglas Miller/Keystone/Hulton Archive/Getty Images
د ۱۹۵۵ م کال د اګست په ۱۲ نیټه چودهري محمد علي د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د چودهري محمد علي نوم نن هم د پاکستان په اساسي قانون کې د هغه مهم رول له کبله یادیږي. هغه په ۱۹۵۶م کال د سپټبر په ۱۲ نیټه د خپل ګوند له غړو سره د شخړې له امله استعفا ورکړې وه.
انځور: akg images/picture alliance
حسین شهید سهروردي: ۱ کال او یوه میاشت
حسین شهید سهروردي د ۱۹۵۶م کال د سپټمبر په ۱۲ د پاکستان لومړی وزیر شو، خو له ولسمشر سکندر مرزا سره د اختلافاتو له امله یي د ۱۹۵۶م کال په ۱۶ نیټه استعفا وکړه.