په پاکستان کي گرمي مخ پر زیاتیدو ده. د دغه هیواد په څو میلیوني ښار کراچي کي د روانې میاشتي له پېل راهیسي د سختي گرمۍ له امله شاوخوا ۵۰ کسان مړه سوي دي.
اعلان
په پاکستان کي د پولیسو ویاند د آلمان خبري آژانس ته د پنجشنبه په ورځ دا خبر تائید کړ، چي په تیرو څو ورځو کي د دغه هیواد په کراچۍ ښار کي د سختي گرمۍ له امله ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همدارنگه تر ټولو ستر ځايي روغتون هم د په لسونو قربانیانو خبره کړې ده.
د ژغورنې چارواکو په حواله د قربانیانو اصلي شمېره ښايي تر دې هم لوړه وي، دا ځکه چي په زیاترو پیښو کي د هغوی د مړیني اصلي علت نه وي څرگند سوی.
پس له هغه چي پاکستان په می میاشت کي سختي گرمۍ وځاپه، له تیرو دوو اونیو راهیسي یو وار بیا د هوا تودښت په تیره بیا د لوړ رطوبت له امله ډېر سوی دی.
د هواپیژندنې ادارې په حواله، د چهارشنبې په ورځ د لوړ رطوبت له امله د تودوخې درجه حتی ۵۵ ته ورسېده چي تر اوسه پوري دغه ډول رقم ساری نه درلود. دغه ډول حالت د هغو سمندري بادونو د کمښت له امله هم لا پسي خراب سو، چي په عادي حالت کي د دغه بندري ښار د گرمۍ په راکمولو کي مرسته کوي.
هوا پیژندونکي بیره لري چي په راتلونکو اونیو کي به د مونسون په موسم کي په غیر معمولي ډول سخت بارانونه هم د جنوبي آسیا دغه هیواد اغیزمن کړي.
په پاکستان کی د سیلابونو او وچکالیو پیښې مخ پر زیاتیدو دي. کارپوهان د هغه علت اقلیمي بحران بولي.
د ۲۰۲۲ م کال په دوبي کي پهپاکستان کي سخت سیلابونه رامنځته سول چي حتی د دغه هیواد یو پر دریمه برخه تر اوبو لاندي وه او د ۱۷۰۰ انسانانو د ژوند په بیه تمامه سول.
اقليمي بدلون؛ پاکستان کې تودوخه له ۵۰ درجو اوښتې
د پاکستان په يو شمير سيمو کې د حرارت درجه له ۵۰ سانتي ګراد اوښتې او مېندوارو ښځو، ماشومانو او د پاخه عمر کسانو ته د احتیاط سپارښتنه شوې. کارپوهان د تودوخې لوړې درجې، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو یو لامل اقلیمي بدلون ښيي.