1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي له واده وروسته بس چپه سوی؛ ۱۴ کسان مړه دي

۱۴۰۳ آبان ۲۳, چهارشنبه

په پاکستان کي یو بس چي ۲۵ کسان پکښي سپاره ول، له یوه واده څخه له ستنیدو وروسته په یوه سیند کي لوېدلی دی. داسي ښکاري چي یوازې ناوې به ژوندۍ پاته سوې وي.

آرشیف: په پاکستان کی په اگست کی د بس د چپه کیدو په پیښه کی د ډیریو کسانو وژل کیدل
په پاکستان کی د بس د چپه کیدو په پیښه کی ۱۴ تنه وژل سوي ديانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

په پاکستان کي د بیړنیو خدماتو استازي وزیر اسد علی، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د نوومبر ۱۳) خبر ورکړ چي تر اوسه پوري ۱۴ جسدونه راایستل سوي دي او لس نور لادرکه دي. له دې امله اټکل کیږي چي یوازي ناوې به له دغې پیښې ژوندۍ پاته سوې وي.

پیښه د سې شنبې په ماښام  د پاکستان په شمالي ولایت گیلگیټ بالتیستان کي رامنځته سوې ده. په دغه غرنۍ سیمه کي د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د پیښې په هکله د عاجلو خدماتو معلومات تائید کړل.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب