د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله په دې پېښه کې نور څلور کسان ټپيان شوي هم دي. د بلوچستان ايالت د روغتيا وزارت يوه وياند وسيم بېګ وويل چې تر اوسه پورې د دوشنبې شپې د دې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
خو مخکې تر دې هم د «بلوچستان د آزادۍ پوځ» په نوم بیلتون غوښتونکې ډلې تل د دې ډول بريدونو پړه پر غاړې اخیستې ده. دغه ډلې خلکو ته اخطار ورکړی دی چې د اګست پر ۱۴ مه دې د پاکستان د آزادۍ ورځې له لمانځنې ډډه وکړي. په پاکستان کې هر کال دغه ورځ د سترو محفلونو او مراسمو په ترڅ کې لمانځل کيږي.
همدې ډلې په روانه اونۍ کې په کويټه کې د سړک د غاړې په يوه ماين چاودنه کې د دوو پوليسو د وژلو پړه منلې وه.
د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله امنيتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د کويټې ښار په اطرافو کې د عملياتو په ترڅ کې پنځه شکمن بیلتون غوښتونکي وژلي دي. خو په دې اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
په پاکستان کې چاودنې پوځيان وژلي دي
په بلوچستان ایالت کې له اوږدې مودې راهيسې کوچنۍ بیلتون غوښتونکې ډلې فعاليت کوي. دغه ډلې له پاکستان څخه د جلا کيدو غوښتنه کوي. خو د پاکستان حکومت وايي چې په بلوچستان کې یې په اصطلاح دغه بغاوتونه ځپلي دي، خو په دې وروستیو کې تاوتريخوالی ډېر شوی دی.
په سيمه کې د پاکستان تحريک طالبان ډله او همدا راز داعش هم فعاليت کوي.
ب. ص/ ش. ن (AP)
زموږ له آرشیف څخه:
د پاکستان د بلوچستان ایالت په لېرې پرتې چاغې سرحدي سیمه کې له تیرو دیرشو کلونو راهیسې د سرو او سپینو زرو او همداشان د مسو کیندنه کیږي. په دغه سیمه کې د سرو او سپينو زرو او د مسو پراخې زیرمې شته.
انځور: DW/G. Kakarد سیندک په سیمه کې مس په ۱۹۰۱م کال کې وموندل شول، خو د کیندنې چارې په ۱۹۶۴م کال کې پېل شوې. په اتیایمه لسیزه کې د کانونو د منظم تولید په موخه د «سیندک مېټل لمټیډ» له لوري پر دغه پروژه کار پېل شو.
انځور: DW/G. Kakarد پاکستان حکومت پر دغه پروژه باندې د کار لومړی تړون د «چاینا میټالارجیکل کنسټرکشن کمپنۍ» (ام سي سي) سره وکړ. په لومړي سر کې د عاید ۵۰ سلنه چینایي شرکت او ۵۰ سلنه د پاکستان حکومت ته د ورکولو تړون وشو. د پاکستان مرکزي حکومت به د عاید دوه سلنه بلوچستان ایالت ته ورکوله، خو بیا وروسته دغه ونډه ۳۰ سلنې ته لوړه شوه.
انځور: DW/G. Kakarد «سیندک کاپر اینډ ګولډ پروجیکټ» د ټولو کارکوونکو شمیر شا او خوا ۱۸۰۰ کسانو ته رسیږي. په دغه ډله کې ۱۴۰۰ کارکوونکي د پاکستان او نور ۴۰۰ بیا د چین دي.
انځور: DW/G. Kakarد سیندک پر پروژې ام سي سي، د ۱۹۹۱م کال به اکتوبر میاشت کې کار پېل کړ. په ۱۹۹۶م کال کې د ځینو دلایلو له کبله پر دغه پروژه کار ودرید او د پروژې ټول کارکوونکي رخصت کړل شول.
انځور: DW/G. Kakarپه ۲۰۰۰م کال کې د پاکستان مرکزي حکومت د سیدنک پروژې په اجاره باندې ورکولو له پاره داوطلبې راوغوښته. د ام سي سي شرکت دغه داوطلبي وګټله او په ۲۰۰۱م کال کې یې پر لس کلنې پروژې باندې کار پېل کړ.
انځور: DW/G. Kakarد سیندک له سیمې په لسونو زره ټنه سره زر او مس راایستل شوي دي. په دې ترڅ کې تر ټولو زیات مس راایستل شوي دي. د یوه اټکل له مخې په سیندک کې د کان کېندنې په ترڅ کې تر اوسه له لسو لکو ټنو زیاتې زیرمې راایستل شوي دي.
انځور: DW/G. Kakarچینایي ام سي سي شرکت، د دفتري او تولیدې چارو د تر سره کولو له پاره د «ام سي سي ریسورس ډیویلپمنټ کمپني» په نوم په پاکستان کې جواز تر لاسه کړ. د دغه پروژې معیاد په ۲۰۲۱م کال کې پای ته رسیږي خو چینایي شرکت په سیمه کې لا هم د کیندنې د چارو پرمخ بیولو سره لیوالتیا لري.
انځور: DW/G. Kakarد سیدنک په سیمه کې د کان کېندنې وروسته اومه مواد له مختلفو پروسو څخه تیریږي. په پای کې له پاتې شونې موادو څخه هم استفاده کیږي او په بټیو کې ترې بلاکونه جوړیږي.
انځور: DW/G. Kakarد سیندک په لویدیځ کان کې د کېندنې چارې بشپړې شوي دي. خو اوسمهال له ختیځ او شمالي کانونو څخه اومه مواد تر لاسه کیږي. د دغه پروژې په ترڅ کې د کان کیندنې چارې پرته له کومې دمې څخه ۲۴ ساعته ادامه لري.
انځور: DW/G. Kakarپه سیندک کې د سرو زرو، مسو او سپینو زرو درې سترې زیرمې موندل شوي دي. د سیندک په تل کې د مسو ټوله اندازه ۳۱۲ میلیونه ټنه اټکل شوې چې د تر لاسه کولو له پاره یې د ۱۹ کلونو پلان چمتو شوی دی. دغه تړون په ۲۰۲۱م کال کې پای ته رسیږي.
انځور: DW/G. Kakarد سیندک له پروژې څخه پاکستان هر کال په میلیاردونو روپۍ تر لاسه کوي. په دغه پروژه کې د کاګرو معاش له اتیاو څخه تر سلو ډالرو او حد اکثر معاش بیا تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې رسیږي.
انځور: DW/G. Kakar