جرمونهاروپا
سویس کې ډزې؛ یو کس وژل شوی او لږ تر لږه پنځه ټپیان دي
۱۴۰۵ شهریور ۸, یکشنبه
اعلان
د سویس د آرګاو ایالت پولیسو ویلي چې د برید کوونکي د نیولو لپاره اوس د لټون عملیات روان دي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې که د پېښې ویډیو یا انځورونه لري، له پولیسو سره یې شریک کړي.
د «بلیک» په نامه یوې سویسې ورځپاڼې ویلي چې پېښه د آسونو د ځغاستې په میدان کې د موسیقۍ په غونډه کې شوې ده.
د دغې ورځپاڼې په ویبپاڼه کې یوې ویډیو کې د پرلپسې ډزو غږونه اوریدل کیږي. پولیسو ویلي چې د آراو ښار لویې سیمې تړل شوې دي او د احتیاطي تدابیرو په توګه یې له ښار څخه بهر هم خپل حضور زیات کړی دی.
سویس په اروپا کې یو له هغو هیوادونو دی چې خلک یې ډیرې وسلې لري، خو له دې سره سره په دغه هېواد کې تاوتریخجنې ډزې ډېرې کمې پېښېږي. دغه هیواد په ۲۰۱۹ کال کې د وسلو د کنټرول سخت قوانین تصویب کړل.