په المان کې مهاجر زیاتره په کومو مسلکونو کې کار کوي؟
۱۴۰۴ آبان ۱, پنجشنبه
په المان کې د مهاجرت پسمنظر لرونکو کسانو شمیر، په ځانګړي توګه په هغو دندو کې چې د کاري ځواک له کمښت سره مخامخ دي، ډېر لوړ دی. د بیلګې په توګه د المان د احصایې ادارې د رپوټ پر بنسټ، تیر میلادي کال د ویلډنګ کارۍ او ارتباطي ټکنالوژۍ په برخو کې ۶۰ سلنه کارکوونکي د مهاجرت ريښې درلودونکي کسان ول.
د خوراکي موادو د تولید په صنعت او همدرانګه آشپزانو کې تر نیمایي ډیر(۵۴ سلنه) کارکوونکي مهاجر یا د مهاجرت پسمنظر لرونکي کسان ول. د پیکنګ یا بسته بندۍ په برخه کې ۴۸ سلنه، د بسونو او ریلونو په چلونه کې ۴۷ سلنه، د غوښو د تولید په صنعت کې ۴۶ سلنه او د رسټورانټونو د خدماتو په برخه کې په ۴۵ سلنې سره، مهاجرو په دې برخه کې تر متوسط حد ډیره ونډه لرلې ده.
د المان د احصایې دفتر د معلوماتو له مخې د دغه هیواد په مجموعي اقتصاد کې یوازې یو پر څلورمه برخه (۲۶ سلنه) د ټولو کارګرانو د مهاجرت ريښې لرونکو کسانو لرلې ده.
په دې ځای کې د مهاجرت ريښې یا پسمنظر لرونکي افراد هغو کسانو ته ویل کیږي چې پخپله او یا مور پلار یې له ۱۹۵۰ کلونو را پدیخوا المان ته مهاجر شوي دي.
د المان د کارموندنې ادارې د تعریف له مخې «د کاري ځواک کمښت لرونکي دندې» هغو مسلکونو ته ویل کیږي چې اوسمهال د مسلکي کاري قوې له کمښت سره مخامخ دي او یا هم په نږدې راتلونکي کې د کاري ځواک د کمښت له ګواښ سره مخامخ کیدلی شي.
د هانس پوکلر په بنسټ کې د «اقتصادي او ټولنیزو علومو موسیسې» څخه ماګدالنا پولوچک، په دې اړه د «ntv» الماني تلویزونې شبکې ته وویل: «د مهاجرت پسمنظر لرونکو کسانو زموږ اقتصاد او په نتیجه کې زموږ د هیواد اقتصاد په پښوو دریدلې ساتلی دی.»
هغه زیاته کړه: «دوی اکثره په هغو دندو کې فعاله دي چې د عمومي خدماتو له پاره اړین دي او له همدې امله ډیر لوړ ټولنیز ارزښت لري.»
په دولتي ادارو کې لږ حضور
په ټولو هغو مسلکونو کې چې د کاري ځواک له کمښت سره مخامخ دي د مهاجرت ریښې لرونکو کسانو ونډه تر متوسط کچې لوړه ده. د بیلګې په توګه د پلاستیک د تولید په صنعت کې ۴۴ سلنه، د هوټل په خدماتو کې ۴۰ سلنه، د توکو د ترانسپورت په برخه کې ۳۹ سلنه، د فلزکارۍ په برخه ۳۷ سلنه، د زړو د پاملرنې په برخه کې ۳۳ سلنه، د لوجیستیک په برخه کې ۳۲ سلنه، د برقي انجینرۍ او فلزکارۍ په برخه کې له ۳۰ سلنې سره د مهاجرت پسمنظر لروونکو کسانو ونډه له منځنې کچې څخه زیاته ده.
په هغو دندو کې چې د کاري قوې له کمښت سره مخ دي د مهاجرت ریښې لروونکو کارګرو تر ټولو کمه ونډه، د اور وژنې او ژغورنې خدماتو په برخه کې ۸ سلنه، په قضایي نظام پورې اړونده ادارو کې ۹ سلنه او د کرهڼې په برخه کې ۱۵ سلنه ثبت شوې ده.
مهاجر حتی په ځینو مشاغلو کې چې د کاري ځواک له کمښت سره نه دي مخامخ هم کم رنګه حضور لري. دغه ونډه په ځانګړي توګه په ځینو مواردو کې، د هغو له جملې څخه د پولیسو د خدماتو په برخه کې له ۷ سلنې سره، په دولتي ادارو او د بیمې او ټولنیزو چارو په ادارو کې له (هر یوه کې له ۹ سلنې) سره او په ښوونکو کې (په ابتدایه کې ۱۲ سلنه او په متوسطه کې ۱۰ سنله) ده.
مهاجر د المان د اقتصاد پټه ستنه (د ملا تیر) ده
د المان د احصایې ادارې له خوا خپاره شوي نوې ارقام د دغه هیواد په اقتصادي جوړښت کې د مهاجرو د مستقیم او پام وړ مشارکت ښکاریندویې کوي. د دغو شمیرو له مخې د دغو دندو یا مسلکونو د پام وړه برخه چې د یوه هیواد «د ورځني ژوند ستنه» ګڼل کیږي، اوس په المان کې د مهاجر کاري ځواک په مټ چلیږي.
دا واقعیت د هغو افراطي ښي اړخو جریانونو له ادعاو سره په ټکر کې دی چې مهاجر د یوه ګواښ په توګه معرفي کوي. تازه شمیرې او نور رسمي معلومات ښیې چې الماني ټولنه چې مخ پر زړښت روانه ده، د اقتصادي فعالیتونو د دوام له پاره مهاجرو ته ډیر سخت ضرورت لري.
په هر حال په دولتي دندو، پولیس او روزنیزو خدماتو کې د مهاجرو ونډه ډېره کمه ده؛ هغه تشته چې ډېر شنونکي یې د پایداره ټولنیز ادغام په مخ کې خنډ بولي او د لمنځه وړلو له پاره یې د جوړښتي اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کوي.