د ځايي پولیسو یو افسر ذوالفقار علي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «بس د شا له خوا ټانګر سره ټکر شو چې پکې ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.»
د اتر پردیش لومړي وزير یوګي آديته نات دغه پېښه «زړه بوږنونکې» بللې ده.
د هندي تلویزیون ان ډي ټي وي، د رپوټ له مخې، دغه مسافر وړنکی بس له شرقي ایالت بیهار څخه نوي ډيلي ته پر لاره وو.
په هندوستان کې ترافيکي پېښې معمول دي. د حکومتي ارقامو پر اساس، په ۲۰۲۲م کال په دغه هېواد کې کابو ۱۶۸زره کسانو په ترافيکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
په می میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې په یوه ترافيکي پېښه کې ۱۲ کسان مړه او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي ول.
له آرشیف څخه:
زوړ ډيلي لا هم خپل توريستي جذابیت ساتلی
کله چې سړی د نوي ډیلي د زاړه ښار په تنګو کوڅو کې ګرځي نو د هندوستان د پلازمېنې تاریخ يې په فکر کې ورگرځي. د سړک د غاړې خواړه، له شوره ډک بازار او زړې معمارۍ يې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه دغه ښار ته کړي مهاجرتونه انځوروي. انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW د زاړه ډيلي په دغه بازار کې د اړتیا وړ هرڅه پیدا کيږي. له کتابونونو نيولې تر جامو او خوراکي شیانو پورې. خو هټيوال وايي اوس لږ خلک ورځي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW جامع مسجد، په هندوستان کې يو له سترو مسجدونو څخه دی. دغه مسجد د مغولو د امپراتور، شاه جهان له خوا جوړ شوی دی. په هندوستان کې د کرونايي محدوديتونو باوجود، مسلمانان د جمعې د لمانځه ادا کولو له پاره دغه مسجد ته ور راروان وي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW يوه لرغونې کوڅه او دوديز خواړه دا د محمد شاکر د کباب پخولو دوکان دی. په دغې کوڅه کې داسې خواړه خرڅيږي چې د مغلو په وخت کې رايج ول. محمد شاکر وايي چې د دوی دغه دوکان، په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان د خپلواکۍ له وخته فعال دی. هغه دویچه ويله ته وويل: «موږ هر څه ولیدل. د کرونا وبا هم ونشو کړای چې زموږ د دغه میراثي کاروبار مخه ونیسي.»
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW جيلبي د ډيلي د زوړ ښار يو تر ټولو مشهور خواړه دي. جيلبي له ۱۸۸۴م کال راهيسې دلته رايج ول چې نن ورځ يې هم خلک د پخوا په څير رانيسي. د جيلبيو په کاروبار کې توپير نه دی راغلی. د بيلګې په توګه له راغلو توپيرونو څخه یو دا دی چې نن ورځ د جيلبيو هټيوال له دستکشو او ماسک څخه استفاده کوي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW بې وزلو خلکو ته خواړوه ورکول د ډيلي د زاړه ښار اکثره هټيوال بې وزله يا خيرات خورو ته وړيا خواړه ورکوي. د کرونا وبا په راتلو سره د دغو افرادو شمیر ډير شوی، خو هيټوال له هغوی سره مرسته کوي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW چاندي چوک د زاړه ډيلي په زړه کې دی. د دغه ځای يو شمير اوسیدونکي وايي چې د کرونا وبا د ساختماني چارو کاروباريانو ته د دې فرصت په لاس ورکړی چې د چاندي چوک زړې ودانۍ تخريب کړي. دغه کاروباريان په ځانګړې توګه د داسې کسانو په لټه کې دي چې د کرونا له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW له کشمیر څخه له هيلو سره راغلی زوړ ډيلي د هيمالايا سيمې کشميریانو له پاره هم د کاروبار يو ښه ځای دی. د دوی له پاره تر ټولو ښه کاروبار دا دی چې يو دوکان خلاص کړي او کشمیري خواړه پکې وپلوري. حامد هم له دغو کشمیريانو څخه یو دی. هغه دويچه ويله ته وويل: «موږ هلته په يوه ليرې پرتې علاقه کې ډير لږ کار کوو چې هيڅ راتلونکې نه لري. موږ دلته راغلي يوو تر څو مې خلک غږ واوري.»
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW د هندوستان مشهوره ودانۍ «لعل کلا» د زوړ ډيلي مرکز ته نژدې پرته ده. دا د مغلو د پاچا شاه جهان د اوسیدو ځای وو. هغه پلازمېنه له آګرې څخه نوي ډيلي ته انتقال کړه. دغه کلا په تيره جنوري کې د بزګرانو د اعتراضو پر وخت د تاوتریخوالو صحنه وه. له همدې کبله اوس د کلا شاوخوا ته خنډونه ايښودل شوي او سيلانيان دننه د ورتلو اجازه نه لري.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW