1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د هند د پانګونو راتلونکی به څه وي؟

۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعه

هند په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په پرمختيايي پروژو کې ډېره پانګونه کړې. تر اوسه لا معلومه نه ده چې د طالبانو ولکه به پر دغو پروژو څه اغېز ولري.

Indien Amritsar Heart of Asia Konferenz Modi Ghani
انځور: Getty Images/AFP/N. Nanu

نوي ډهلي په افغانستان کې شل کاله پخوا د متحده آيالاتو له خوا د طالبانو رژيم تر پرځولو وروسته په مليارډونو ډالره پانګونه کړې ده. د لويو لارو له جوړولو څخه د خوراکي موادو تر ترانسپوت او د ښوونځيو تر ودانولو پورې هند «وخت، پيسې لګولي  او زيار ګاللی» څو د افغانستان بيا رغونه مخ ته بوځي. دغه خبره يوه هندوستاني سوداګر وکړه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي. د هغه په خبره په افغانستان کې د هند پروژې په پر له پسې توګه ترميم ته اړتيا لري او يوازې په يوه «وړ چاپېريال» کې دوام پيدا کولی شي. 

په افغانستان کې د هند لويې پانګونې

آپارنا پاندې، د هند او سويلي آسيا د راتلونکي په اړه د هاډسن انستيتوت مدير دی او وايي چې په افغانستان کې د هند پانګونې «به نه ورک کيږي ځکه چې طالبانو قدرت نيولی دی.» د نوي ډهلي په تر ټولو مهمو پروژو کې داسې يوه لويه لاره هم راځي چې هند له افغانستان سره وصل کوي. دغه د ۱۵۰ ميليونو ډالرو پروژه د زرنج او دلارام تر منځ لويه لار د افغانستان په سويل لويديځ کې ده چې په ۲۰۰۹ کال کې بشپړه شوه. هغه هند ته د دې امکان ورکوي چې د ايران د چابهار بندر د لارې له افغانستان سره تجارت وکړي. دغه سړک د هند له پاره ډېر مهم دی ځکه چې پاکستان نوي ډهلي ته اجازه نه ورکوي چې د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته اموال ولېږدوي. 

د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهليز د پروژې يوه څنډهانځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

هند همداراز په کابل کې د افغانستان د پارلمان ودانۍ او د اوبو د داسې يوه بند په جوړولو کې مرسته وکړه چې برېښنا توليدوي او د پټيو په خړوبولو کې نقش لري. هند ښوونځي او روغتونونه جوړ کړي، په خپلو پوځي اکاډميو کې افغان افسران روزلي دي او تخنيکي مرستې يې کړې دي. 

په ۲۰۱۷ کال کې نوي ډهلي او کابل د مستقيمو الوتنو يو دهليز رامنځ ته کړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت ته يې وده ورکړه. د دغو پروژو تر څنګ هند ۱۲۰ ميليونه ډالره هم ورکړي څو وړې او د منځنۍ کچې پروژې پلې شي، چې د ۲۰۰۵ کال راهيسې پکې روغتيايي، د اوبو د مديريت او سپورټ امکانات برابر شوي دي. 

هند په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې د يوه طبي مرکز په جوړولو کې هم مرسته وکړه. د ۲۰۲۰ کال په جولای کې هند پنځه نور تړونونه هم لاسليک کړل چې د ښوونځيو او سړکونو ودانول پکې د دوه نيم ميليونه ډالرو په کچه په نظر کې نيول شوي وو. د ۲۰۲۰ کال د ژنيف په کنفرانس کې د هند د بهرنيو چارو وزير، جايشنکار، وويل چې نوی ډهلی به د کابل په ولايت کې د شاهتوت بند جوړ کړي. دغه بند به څه باندې دوو ميليونو افغانانو ته اوبه ورسوي. جايشنګار د دې اعلان هم وکړ چې هند به د ۸۰ ميليونو ډالرو په ارزښت له سلو زياتې نورې پروژې هم په غاړه واخلي. ورسره نوي ډهلي په هند کې د افغان محصلينو د زکړو له پاره د بورسونو وړانديز هم وکړ. 

ولې هند په افغانستان کې پانګونه وکړه؟

هند د طالبانو ضد مقاومت څخه ملاتړ کړی وو کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال تر منځ واکنمي لرله. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت تر پرځېدو وروسته نوي ډهلي داسې امکان پيدا کړ چې په افغانستان کې خپل نفوذ ډېر کړي.

ګاوتم موکهوپادهايا، په افغانستان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ تر منځ د هند سفير، دويچه ويله ته وويل چې په افغانستان کې د پانګونې اصلي هدف د عوامو د باور ګټل او سياسي حسن نيت وو. هغه وويل چې «دا د افغان ولس له پاره تحفې وې» او زياته يې کړه چې هند په هيڅ صورت نه غوښتل چې دغه مالي ملاتړ د سياسي فشار له پاره وکاروي. 

خو ځينې کارپوهان په دې اند دي چې د هند په اهدافو کې د افغانستان سياسي او دموکراتيک بدلون هم راته. آتول ميشرا، د هند په شيف نادر پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو او حکومتولۍ د څېړنو کارپوه، وويل چې هند ځان د دولت جوړونکي په توګه مطرح کړ څو «د دې تضمين وکړي چې يو مطمين دموکرات او ټولشمول رژيم په يوه اکثريت اسلامي هېواد کې د سياسي بدلون اهميت تمثيل کړي.»

هند او افغانستان په ۲۰۱۱ کال کې يوه ستراتيژيکه همکاري هم لاسليک کړه چې هند ورسره له افغان پوځ هم ملاتړ وکړ. نوي ډهلي د ميشرا په خبره د دې تضمين هم غوښت چې د هند ضد اسلامپاله اورپکي له افغانستان څخه پر هند بريدونه پيل نه کړي. نوي ډهلي په تکرار سره پر پاکستان تور لګولی دی چې په سيمه کې له اسلامپالو اورپکو څخه ملاتړ کوي او په نيابتي ډول يې د هند په وړاندې استعمالوي. 

آيا هند له طالبانو سره ګډ کار کولی شي؟

هند تل طالبانو ته په انتقادي سترګه کتل چې خپل سيمه يز سيال پاکستان ته يې نژدې بولي. خو دغې اسلامپالې ډلې اشاره کړې چې غواړي له ټولو سيمه يزو هېوادونو سره دا ځل ښې اړيکې ولري. 

موکهوپادهايا وويل چې له طالبانو سره ګډ کار ښايي ستونزمن وي. هغه وويل چې «د مثال په ډول د طالبانو په واسطه د بشري مرستو ډېرول يوه پېچلې موضوع ده.» پاندې وويل چې ډېره مهمه ده چې هند له افغانستان سره بشري مرستې وکړي، خو د طالبانو د لارې نه. 

نوی ډهلی طالبانو ته د شک په سترګه ګوري. پاندې وويل چې په ۱۹۹۹ کال کې د طالبانو له خوا د هند د هوايي کرښې د يوې الوتکې د يرغمل نيونې څخه ملاتړ د اکثرو هنديانو په حافظو کې پاتې دی. ميشرا په دې اند دی چې هند په افغانستان کې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی وروسته له هغه چې د امريکا متحده آيالات له افغانستان څخه ووتل او طالبانو د اګست په ۱۵مه کابل ونيو. 

دغه کارپوهان وايي چې هند بايد اوس انتظار وباسي او وګوري چې د طالبانو نوی رژيم له سيمه يزو ګاونډيانو سره څه ډول چلن کوي. تر هغې پورې به د هند پانګونې په افغانستان کې په ټپه ولاړې وي. 

روشني ماجومدار/ن ص/ب ص 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل