هند د افغانستان او پاکستان د پولې له بندېدو ګټه اخلي
۱۴۰۴ آذر ۲۷, پنجشنبه
د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي، وروسته له هغې چې د پولې دواړو غاړو کې په خونړیو نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول. د تورخم او چمن په څېر مهمې سوداګریزې لارې تړل شوې دي. دې وضعیت سوداګري زیانمنه کړې، بیې یې لوړې کړې او سیاسي واټن یې لا ژور کړی دی.
د پاکستان له لوري د افغانستان سره د پولو تړل کېدو د سیمې د سوداګرۍ بڼه هم بدله کړې ده چې پکې هند د تر ټولو ستر ګټه اخیستونکي په توګه راڅرګند شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نږدې نیمایي ته راکمه کړې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کالونو کې ۲۵ سلنه زیاته شوې وه او نږدې دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه. د دغو شمېرو په تړاو د دواړو هېوادونو رسنیو راپور ورکړی و.
طالبانو د هندي سوداګرو د را جلبولو له پاره کوم وړاندیزونه کړي؟
خو د پولو له تړل کېدو او پوځي تاوتریخوالي سره د تجارت ياده کچه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ خونې د بورډ غړي خان جان الکوزي امو ټلویزیون ته وویل: «دا د افغانستان لپاره یو ډېر ستر زیان دی.» د نوموړي په وینا، د نړیوال سوداګرۍ سازمان د معلوماتو له مخې، د افغانستان صادرات په ۲۰۲۲ کال کې ۹۹۲ میلیونه ډالر او واردات ۵،۷۶ میلیارد ډالر وو.
افغانستان هند ته مخ اړوي
د دې مهمې سوداګریزې اړیکې له سخت زیانمنېدو وروسته، افغانستان چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې تر ډېره د نړیوالې ټولنې له خوا منزوي شوی، د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دی. هند هڅه کړې چې ځان د حل لارې په توګه وړاندې کړي.
د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، په دې وروستیو کې نوي ډیلي ته سفر وکړ چې د اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړي. په دې خبرو کې د ډیلي، امرتسر او ممبۍ په څېر هندي ښارونو څخه کابل ته د بار وړونکو الوتنو زیاتول شامل وو. دواړو لورو همداراز په خپلو سفارتونو کې سوداګریز سلاکاران وټاکل څو دوه اړخیزه سوداګري اسانه کړي.
دا خبرې پر تعرفو کمولو، مالیاتي معافیتونو او د یو میلیارد ډالرو سوداګریز هدف تمرکز درلود چې د افغانستان نیت ښيي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له پاکستاني بندرونو او پولو څخه بل لوري ته واړوي.
چابهار، د هند ستراتیژیکه دروازه
د هند د تګلارې مهم محور په ایران کې د چابهار بندر دی چې وچې پورې تړلي افغانستان ته د نړیوالو اوبو لاسرسی برابروي، پرته له دې چې د پاکستان له خاورې تېر شي. هند په دې بندر کې پراخه پانګونه کوي. دا هغه بندر دی چې افغانستان ته د مهمو وارداتو آسانتيا برابروي.
د پاکستان او افغانستان د اړیکو له خرابېدو وروسته، افغان سوداګرو د خوراکي توکو، خامو موادو، ساختماني توکو او مصرفي اجناسو د واردولو لپاره چابهار بندر ته مخه کړې ده. دا هغه توکي ديي چې پخوا به د پاکستان له لارې راتلل.
پاکستان ته د هند پخواني سفير اجې بساریا، دويچه وېله ته وویل: «تر هغه چې [د افغانستان او پاکستان پر پولو د تجارت] بندیز دوام لري، هند باید د چابهار بندر پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي.» هغه زیاته کړه: «په دې پرمختګ کې د کانټینرونو سمبالښت، زېرمتونونه، د چابهار زاهدان رېل پټلۍ، وچ بندرونه او چټک ګمرکي چارې شاملې دي.»
په اکتوبر میاشت کې د امریکا له خوا د چابهار بندر پر فعالیتونو د بندیز معافیت ورکړل شو، چې دا د بندر پر سوداګریز ارزښت لوی محدودیت لرې کړ.
بساریا وویل: «هند باید د امریکا د بندیز معافیت وکاروي څو د پاکستان د ارزانو لارو پر وړاندې د چټکتیا او باور د وړتیا له لارې سیالي وکړي.» هغه زیاته کړه چې د سبسایډیو، ډیجیټلي تصفیې او لوژستیکي همغږۍ له لارې هند کولی شي خپله سیالي وساتي، حتی که بندیز پای ته ورسېږي.
له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډول؛ طالبانو هند ته هيئت لېږلی
و افغانستان ته د هند پخواني سفیر ګوتم موکه پادهایه، هم وویل چې اوسنی د افغانستان او پاکستان سرحدي بندیز، سره له دې چې سخت دی، هند ته یو ستراتیژیک فرصت برابروي. هغه دويچه وېله ته وویل: «که د چابهار له لارې بدیلې لارې عادي او سوداګریزې شي، دا کولی شي د پاکستان د نه اټکل کېدونکو ترانزیټي تګلارو پر وړاندې یو دوامدار بدیل جوړ کړي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ شخړې «هند ته دا فرصت برابر کړی چې ځان د افغانستان د اصلي سوداګریزې دروازې په توګه ټینګ کړي.» خو هغه زياته کړه چې «بریا په دې پورې تړلې ده چې ایا د چابهار بدیل کولی شي هم باوري او هم ګټور ثابت شي که نه، څو د دودیزې ځمکنۍ پولې منطق مات کړي.»
ستونزې او ناڅرګندتیا
د افغانستان د چارو کارپوهه شنتي ماریه ډي سوزا، وايي چې چابهار بندر د لوژستیک او تجهیزاتو پراخو پرمختګونو ته اړتیا لري، لکه کرېنونه او زېرمتونونه، څو د دوه میلیارد ډالرو څخه زیات افغان سوداګریز بار سمبال کړي.
د مانترایا د ستراتیژیکو څېړنو د انستیتیوت مشره ډي سوزا، دويچه وېله ته وویل: «تر ټولو مهمه اړتیا د رېل پټلیو فعالول دي، په ځانګړي ډول د چابهار زاهدان مسیر.» هغې زیاته کړه چې «د امریکا بندیزونه پر ایران تر ټولو لوی خنډ دی.» هغې وویل: «د سوداګریز بندیز د مودې په اړه د ناڅرګندتیا له امله، په لنډ او منځني مهال کې د دغو ستونزو حل کول ګران دي.»
ډي سوزا وویل، هند چې خپلې سوداګریزې اړیکې يې لا نورې هم رسمي او پیاوړې کړې دي، باید اوس هڅه وکړي چې دا اړیکې داسې تنظیم کړي چې د افغانستان پر ځان بسیا کېدو تمرکز ولري. هغې وویل: «هند د افغان ولس ترمنځ ښه نوم لري او د طالبانو سره اوسني دوستانه اړیکې دا بهیر اسانه کولی شي، څو د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د راتلونکو بدلونونو پر وړاندې مقاومت ولري.»
عمل پال تعامل
که څه هم نوي ډیلي د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني، خو دواړو لورو په وروستیو میاشتو کې دوه اړخیز تعامل ژور کړی دی. د دې لامل په ځانګړي ډول د هند او پاکستان د اړیکو د خرابېدو په رڼا کې فرصتونه او اړتیاوې دي.
هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه او «تجارتي او ټرانزيټي ترهګري» غندلې
ډي سوزا باور لري که پاکستان خپل اوسنی بندیز پای ته ورسوي او کابل ته د روغې لاس وغځوي، د افغانستان لپاره د هند سوداګریزې لارې به له سختې سیالۍ سره مخ شي. هغې وویل: «خو د تېر وخت تجربو ته په کتو، چې پاکستان د پولو تړل د فشار د وسیلې په توګه کارولي، افغانستان به هڅه وکړي چې یوه باوري او متنوع بدیله لاره غوره کړي.» د دې لپاره، هند، ایران او افغانستان باید د لوېدیځو بندیزونو د اغېزو د کمولو لپاره ګډه حللاره ومومي، ځکه چې ملګرو ملتونو په سپتمبر کې پر تهران بندیزونه بېرته ولګول. امریکا هم له ۱۹۷۹ کال وروسته پر ایران دوامدار بندیزونه لګولي دي.
ډي سوزا وویل: «که د بندیزونو په برخه کې بریا ترلاسه شي، دا بدیلې لارې به د لنډمهاله حل پر ځای یو دوامدار انتخاب شي.» خو د پاکستان لپاره د هند پخواني عالي کمیشنر ټي سي اې راګهاون د چابهار په اړه د هند د فرصتونو په هکله خبرداری ورکړ. هغه وویل: «موږ باید لنډمهاله ګډوډي د تلپاتې بدلون په توګه ونه ګڼو.»
راګهاون دويچه وېله ته وویل: «موږ باید دا فرض نکړو چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډوډي په اوتومات ډول موږ ته د ایران له لارې افغانستان ته د صادراتو فرصت برابروي.» هغه زیاته کړه: «جدي زیربنایي ستونزې شته او همداراز د امریکا بندیزونه چې په تېرو لسو کلونو کې یې ایران ته د هند صادرات ډېر محدود کړي دي. دا وضعیت به د افغانستان پر صادراتو هم اغېز ولري.» هغه وویل: «زه فکر نه کوم چې دا بن بست به کلونه دوام وکړي، خو په عین حال کې د چټک ښه والي تمه هم نه لرم.»