1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

هند: د کرونا په مريضانو کې يوه بله وژونکې ناروغي خپره شوې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۱, جمعه

په هند کې د کرونا په ناروغانو کې د تور فنګس په نوم يوه ميکروبي نارغي مخ پر خپريدو ده او دوو ايالتونو دا ناروغي د اپيدمي په توګه اعلان کړی ده. د دې ناروغانو د درملنې له پاره په روغتونو کې ځانګړې څانګې رامنځته شوي دي.

Indien Hyderabad | Covid-Genesener, Pilzinfektion
انځور: Mahesh Kumar A./AP Photo/picture alliance

ځيني ډاکتران په دې آند دي چې د کرونا ويروس د له منځه وړولو په موخه د «ستيروید» لرونکو درملو زيات کارول د دې ميکروب باعث شوی. «تور فنګس» (تور مرخېړي) پرې اخته ۵۰ سلنه کسان په څو ورځې کې وژني.

هندي چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مرخيړيو د يوه ځانګړي ډول دا ناروغي په جدي توګه بايد وڅارله شي.

مهاراشتر ايالت کې چې ممبي یې مرکز دی او د کرونا له کبله ډېر ځپل شوی دی، د « mucormycosis» يا تور فنګس ۲۰۰۰ پېښې پکې ثبت شوي دي.

راجستان او تیلانګانا په دې منځ کې «تور فنګس» د اپيدمي يا سيمه ایزې وبا په توګه درجه بندي کړی دی.

د دې میکروبي ناروغۍ د پېښو زياتيدو پر روغتونو چې لا دمخه د کرونا د ناروغانو له ستر شمير سره لاس او ګريوان دي، فشار ډېر زيات کړی دی.

د «تور فنګس» خطر چا ته ډېر متوجه دی؟

د کرونا ويروس مريضانو د بدن مدافع سيسټم ډېر ضعيف وي. له دې کبله په کرونا اخته کسان همدا راز ديابيت يا شکر لرونکي کسان د دې عفوني ناروغۍ څخه ډېر اغیزمنيږي.

حکومت ته په يوه ليک کې د هند د روغتيا وزير لاو اګروال ويلي چې د «تور فنګس» يا تور مړخيړي دا ناروغي د هند د کرونا ناروغانو ته چې په ستیرويد مواد سره تداوي کيږي او هغوی ته چې د شکرې ناروغي لري، يو ستر چيلينج دی.

اګروال له حکومت څخه غوښتنه کړې چې دا ناروغي دې د اپېدمي يا سيمه ایزې وبا په توګه درجه بندي کړي څو چارواکي وکولای شي هره قضيه تعقيب کړي.

«تور فنګس» څه علايم لري؟

دې ناروغۍ ته «تور فنګس» ځکه ويل کیږي چې لومړی پکې د پزې، تندي، مخ او د وريو په توريدو يا د رنګ بدليدو پېل کيږي. دا تور والی بيا وروسته سترګو، سږو او آن مغزو ته هم رسيږي.

دا ناروغي همدا راز د سترګو د ديد اختلال، د سينې درد او د تنفسي مشکلاتو او ټوخي باعث ګرځي.

ډاکتران په دې آند دي چې له کرونا سره د مبارزې له پاره کاريدونکي ځيني درمل د بدن مدافع سیستم صعيفوي چې بدن د فنګس ميکروب څخه ساتي.

دا ناروغي پرې اخته تر۵۰ سلنه ډېر مريضان په څو ورځو کې وژني. په ځينو قضيو کې ډکترانو د جراحي عملياتو په ترڅ کې د سترګو او زامي ځیني برخې لیرې کړي دي څو دا ميکروب د بدن نورو غړيو ته خپور نه شي.

په هند کې د کرونا پېښې مخ پر زياتېدو دي

د پنجشنبې په ورځ چارواکو ويلي دي چې په هند کې تر ۲۷۶ زرو زياتې نوې پېښې ثبت شوي دي او په يوه شپه کې ترې ۳۸۷۴ کسان مړه شوي دي.

هند تر امريکا متحده ایالاتو وروسته دویم هيواد دی چې تر اوسه پکې د کرونا تر ټولو ډېرې يعني ۲۵،۷۷ ميليونه پېښې ثبت شوي دي. ځیني کارپوهان د مکیروبونو څخه خبرداری ورکوي او دا چې ښايي په دغه هيواد کې به کیدای شي د مړېنې کچه پنځه تر لس چنده لوړه وي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل