1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د هند او مرکزي آسيا د هېوادونو ګډه غونډه

۱۴۰۰ بهمن ۸, جمعه

هند او د مرکزي آسيا پنځوو هيوادونو په افغانستان کې له بشري بحران سره د مقابلې په موخه د مرستې رسولو او د طالبانو په رسميت پيژندلو موضوع له پاره د يوې ګډې کاري ډلې د رامنځته کولو پريکړې کړې ده.

Indien | Tag der Republik | Premierminister Narendra Modi
انځور: Adnan Abidi/REUTERS

د يوه هندي چارواکو په حواله د هند لومړي وزیر نريندرا مودي د قزاقستان، کرغيزستان، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبکستان د مشرانو د دې مجازي غونډې کوربتوب وکړ.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت سکرتر رینات ساندو په نوي ډيلي کې وويل چې مودي او د دې پنځو هيوادونو مشرانو همدا راز توافق کړی دی چې د چابهار بندر د ودې له پاره يوه جلا کاري ډله رامنځته کړل شي، څو په وچه کې راګير هېوادونه سمندر ته لاره پيدا کړي.

تر غونډې وروسته په جاري کړل شوې شريکه اعلاميه کې راغلي چې له افغانستان سره په تړلو موضوعګانو کې يوه پراخه سيمه ايزه اجماع موجوده چې په هغه کې د يوه «رښتني استازي او ټول شموله حکومت» جوړول، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره مبارزه او همدا راز د ښځو، ماشومانو او اقليتونو د حقونو ساتنه شامله ده.

افغانستان او د مرکزي آسيا هيوادونو له هند سره ګډه ځکمنۍ پوله نه لري او له همدې وجې هند په سيمه کې د تجارت د ودې له پاره د چابهار بندر په پراختيا او مديريت کې پانګونه کړې ده.

هند غواړي چې د هند سمندر سره د ايران تر ټولو نزدې ارتباطي لاره يعني د چابهار بندر د پاکستان د ګوادر بندر سره سيال کړي. پاکستان دغه بندر د چين په مالي مرسته جوړ کړی دی.

په ۲۰۱۴م کال کې واک ته د نريندر مودي له رسېدو سره د ترنګلتياو له ډېرېدو راهيسې پاکستان هند ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان او د منځنۍ آسيا نورو هيوادونو ته د رسېدو له پاره یې له ځمکنيو لارو استفاده وکړي.

هند او پاکستان افغانستان ته د زرونو ټنه غنمو پر لیږد توافق وکړ

هند او چين په سيمه کې د خپل نفوذ د پراخولو له پاره سره رقابت کوي. د چين د رسمي خبري آژانس په حواله د چين جمهور رئيس شي جين پينګ د سه شنبې په ورځ د قزاقستان، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبکستان له مشرانو سره د اړيکو د ژورولو په موخه يوه ورته آنلايني غونډه جوړه کړې وه.

هند په دې وروستيو کې د چابهار بندر د پراختيا، ورسره د تړلو سړکونو او د ريل ليکو د پراختيا له پاره د ۵۰۰ ميليون ډالر ژمنه کړې ده. دغه هيواد همدا راز ازبکستان ته د سړکونو، فاضله اوبو د سيسټم او د معلوماتي تکنالوژۍ د پراخولو په موخه د ۴۵۰ ميليون ډالرو د ورکړې اعتبار خط ورکړی دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت په ۲۰۲۰م کال کې ويلي ول هند د مرکزي آسيا پنځو هيوادونو ته د مهمو پروژو د پر مخ وړولو له پاره چې په هغه کې د سړکونو او ريلونو، انرژۍ، تکنالوژۍ، اطلاعاتو او روغتيايي خدماتو پروژې شاملي دي، يو میليارد يورو پور ورکړی دی.

ب. ص/ ن. ز(AP)