1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

هند وايي څو هنديانو د روسيې په پوځ کې «نومليکنه» کړې

۱۴۰۲ اسفند ۴, جمعه

هند تائيد کړې ده چې يو شمېر هندي اتباعو د روسيې پوځ کې نومونه ليکلي دي. په وينا يې بعضي هنديان د روسي په پوځ کې «د ملاتړ» کار کوي.

Indien Flaggen
هند او روسِه دواړه په بريکس ټولنه کې غړيتوب لريانځور: Aamir Ansari/DW

د هند د باندنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۳) د دې خبري پخلی وکړ چې يو شمېر هندي اتباع د روسي پوځ سره «د ملاتړ» کارونه کوي. د دغه وزارت په وینا په خوندي توګه د دغو هنديانو د بېرته راستندېدنې لپار له مسکو سره په همکارۍ هلې ځلې کوي.

د هندۍ ورځپاڼې «دي هندو» په يو راپور کې راغلي دي چې د اوکراين او روسيې د جګړې په محاذ کې ۱۸ هندي اتباع په بيلو سرحدي ښارونو کې بند پاته دي. د دغه ورځپاڼې د راپور له مخې لږ تر لږه درې هنديان دې ته مجبوره کړل شوي دي چې د روسي عسکرو سره اوږه په اوږه وجنګيږي.

«په روسي پوځ کې مرستندويه کارونه»

خو د هند د باندنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې د دې پخلی نه دی کړی چې هندي اتباعو د روسيې او اوکراين په جګړه کې رول لوبولی دی. د دغه وزارت په وينا البته ورته معلومه ده چې «بعضي هندي اتباعو د روس په پوځ کې مرستندويه کارونه پر غاړه اخيستي دي.»

په اعلاميه کې زياته شوې ده چې «د هند سفارت د هغوی د ژر تر ژره بيا موندنې د موضوع په تړاو په رسمي توګه د اړونده روسي چارواکو سره تماس نيولی دی.» په اعلاميه کې راغلي: «موږ له ټولو هندي اتباعو څخه هيله کوو چې احتياط وکړي او له دغه لانجې څخه ليرې پاته شي.»

روسيه او هند د وسلو په برخه کې خپلط همکارۍ ډېروي

«دي هندو» په راپور کې تور لګول شوی دی چې په دبۍ کي مستقر جلب کوونکي د روسي پاسپورټونو او ډيرو پيسو په وړانديز کولو سره هنديان جذبوي. د راپور له مخې و مسکو ته د دغو هنديانو تر رسېدو وروسته هغوی ته تربيه ورکړله شوه چې «د روسي پوځ وسله او مرمۍ» څرنګه وساتي او وروسته په جنورۍ مياشت کې جګړې ته ولېږل شول.

يادې ورځپاڼې ليکلي دي چې داسې ويل شوي ول چې په دغه جګړه کې بعضو هندي اتباعو په رضاکارانه توګه د اوکراين له پوځ سره همکاري کړې وه. دا په ياده جګړه کې د هندي اتباعو د برخه اخيستنې لومړۍ پېښه وه. له دغو هنديانو څخه يو کس و ورځپاڼې ته ويلي دي چې و خپل هيواد ته د بېرته ستنېدو لپاره يې «څو څو ځله غوښتنليکونه» په مسکو کې د هند سفارت ته لېږلي دي، خو سفارت ورته «پام» نه دی کړی.

آ./ا.ا./ن.ز.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب