په هند کې په همدې ورځ د جمهوریت ورځې مراسم لمانځل کیدل چې له همدې امله پولیسو د اعتراض کوونکو بزګرانو پر وړاندې اوښکې بهونکی ګاز وکاره څو نوي ډهلي ته د دوی د ننوتلو مخه ونيسي.
پولیسو تر دې وړاندې د نوې ډهلي ښار ته راغلې ډیرې لارې د کانټینرونو او لویو موټرو په مرسته تړلې وې خو د معترضو بزګرانو د ټراکټرونو کاروان دغه امنیتي موانع له منځه یوړې چې له امله یې پولیس اړ شول چې له اوښکې بهونکي ګازه کار واخلي.
یو شمیر اعتراض کوونکي د هغې څلور لارې درې کیلو مټرۍ ته هم ورسیدل چیرته چې لومړي وزیر نريندرا مودي او د هند نورو لوړ پوړو چارواکو د جمهوریت د ورځې د لمانځنې مراسمو کې د پوځي رسم ګذشت او د پوځي الوتکو د الوت ننداره کوله.
مودي مراسمو ته د راغلو خلکو پر وړاندې لاس پورته کړ او مخکې له دې چې د معترضو بزګرانو له کوم چلند سره مخ شي خپل د اوسیدو ځای ته یی ځان ورسوه. له شپږو کلونو را پدیخوا د بزګرانو اعتراضونه د هند اوسني حکومت ته لویه ننګونه ده.
لسګونه زره بزګرانو له نومبر میاشتې را په دیخوا د ډهلي په یوه څنډه کې د هغه قانون پر وړاندې اعتراضي کمپونه وهلي چې د کرهنیزو توکو د تولیداتو مارکیټونه تنظیموي.
د صنعتي ټولنو مشران وایي دا قانون د خصوصي تولیدونکو لپاره زمینه برابروي چې کرهنه د اقتصاد مهمه برخه وګڼي او خصوصي کرهنه د خرڅلاو هغه سیسټم ته برابره کړي چې بېې یې حکومت ټاکي.
چارواکو هوکړه کړې وه چې بزګران اجازه لري وروسته د جمهوریت د ورځې له لمانځنې له خپلو ټراکټورنو سره لاریون وکړي خو اعتراض کوونکو لږ تر لږه د پولیسو څلور امنیتي موانع ماتې کړې او ښار ته دننه شول.
د هند بزگران د کرهنیزو اصلاحاتو پر ضد احتجاج کويانځور: Syamantak Ghosh/DW د بزګرانو د يوې کمیټې مشر ساتنام سینګ پانو وایي بزګران په کافي پیمانه تدارکات لري اود اړتیا په صورت کې کولی شي خپل اعتراضونه یو کال ته وغځوي ځکه د خلکو کلک ملاتړ ورسره دی .
په یوې څلور لارې کې خلکو د بامونو له سره د اعتراض کوونکو پر سرونو ګلان شیندل او یوشمیر نورو بیا د هڅونې لپاره لاسونه ښورول او له کاروان سره ملګري کیدل.
د نريندرا مودی حکومت وایي په کرهنېزه برخه کې د اصلاحاتو قانون سره په کلیو او لرو پرتو سیمو کې د خلکو عاید لوړیږي. هغوی ادعا کوي چې بزګران د اپوزیسیون د گوندونو له خوا لمسول کیږي.
د حکومتي چارواکو او کرهنیزو ټولنو تر منځ لس ناستې هم شوي دي چې هر ځل بې پایلې پای ته رسیدلي دي. بزګرانو له حکومته غوښتي چې نوی قانون لغوه کړي خو حکومت د ۱۸ میاشتو ځنډ وړاندیز کړی.
د ممبي او بنګلور په ښارونو کې هم کوچني لاریونونه وشول. د بزګرانو د اتحادیو مشران وایي چې لوې اعتراضونه او لاریونونه به د فبرورۍ په لومړۍ نیټه کوي. په پام کې ده په دې ورځ حکومت خپله کلنۍ بودیجه اعلان کړي.
زموږ له آرشيف څخه:
د هند د بنگړيوالو ژوند ته يوه کتنه
د هند بنجاره قوم چې د پښتنو په سيمو کې بنگړيوال بلل کیږي، يو څه څنډې ته کړل شوي دي. له تاريخي لحاظه په کوچي سوداگرو مشهور دغه بنگړيوال اوس ورځنۍ مزدوري کوي او د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي له پاره لارې چارې لټوي. انځور: Murali Krishnan/DW بنگړيوال په اصل کې کوچنيان دي چې د تجارت او کار په لټه له يوه ځای څخه بل ځای ته کډه کوي. دوی اوس د هند په بېلا بېلو ايالتونو کې ميشت دي. خو داسې فکر کيږي چې په اصل کې د هند د شمال، د راجستان سيمې دي. د هند په بېلا بېلو سيمو کې بنجارگان يا بنگړيوال په مختلفو نومونو ياديږي: په اندرا پراديش کې لمبادا او يا لمبادي، په کارناتاک کې لمباني او په راجستان کې گوار او يا گواريا بلل کيږي.
انځور: Murali Krishnan/DW په ماضي کې بنگړيوال په هند کې لیرې پرتو او کليوالو سيمو ته د مالکې او نورو اړينو توکو په ويش کې ډېر مهم نقش لاره. دوی د ډېرو ښو سوداگرو په توگه مشهور ول. د «بنجاره» کليمه د «واجن» چې معنا یې سوداگري او د «جارا» څخه چې د سفر معنا ورکوي، را وتلی ده. دوی په گوربولي ژبه خبرې کوي چې يوه هندو آريايي ژبه ده او د هند د نورو ژبو لهجې هم پکې گډې شوي دي.
انځور: Murali Krishnan/DW د راجستان په بنسور کلي کې بنگړيوالې ښځې د هغوی د ځانگړو گاڼو له کبله پيژندل کيږي. دوی د ښځو يو ډېر پخوانی سينگار توکی ميخکي يا چارگل هم په بوزه کوي. جامې يې هم ډېرې رنگه وي. بنگړيوالې ښځې اوس هم خپله ځانگړې قبايلي گاڼه او جامې د ځانونو له پاره جوړوي او کاروي یې.
انځور: Murali Krishnan/DW د هند په عصري ټولنه کې توپيري چلن په هند کې بنجارگان د «بې برخې شوي ذات، قوم او وروسته پاتې ټولنې » په توگه درجه بندي شوي دي. دغه قوم نن سبا د يوې تړلې ټولنې په توگه د هند د عصري ټولنې په څنډه کې ژوند کوي او ډېر نه را څرگنديږي. ځيني کارپوهان د اروپا روما يا جتان د هند د بنجاره قوم اولادونه بولي.
انځور: Murali Krishnan/DW په اقتصادي او کلتوري جوړښت کې تغیر په بنسور کې د ژوند بڼه بدليږي او په دې توگه د بنجاره قوم د ژوند طرز، د هغوی ټولنیز دودونه او اقتصادي سیسټم هم. په دې وروستيو کلونو کې بنگړيوالو نارينه وو په قراردادي او هم لاسي کارونو پيل کړی دی. د دوی يو شمير کورنۍ اوس خپل ماشومان هم په دې تمه ښوونځيو ته ليږدوي چې راتلونکې یې روښانه شي. خو ډېری دغه ماشومان د اقتصادي فشارونو له کبله ښوونځي پريږدي او د څاريو گلې پيايي.
انځور: Murali Krishnan/DW يو څو کاله تر مخه په بنجاره قوم کې د ښځو د مياشتني عادت او اړونده روغتيايي سپارښتنو په اړه خبرې کول يوه منع شوې موضوع وه. خو دمگړۍ د بنگړيوالو ښځو له پاره يو شمیر روغتيايي پروگرامونه موجود دي. يو شمير غير دولتي ټولنې په بنسور کې ښځو ته روزنه ورکوي څو هغوی د نويو رسنيو سره اشنا شي او په کمپيوتر وپوهيږي.
انځور: Murali Krishnan/DW