1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان سولې مذاکراتو سره هم مهاله ایران ته د جی شنکر سفر

۱۴۰۰ تیر ۱۹, شنبه

د هند د بهرنیو چارو وزیر، لومړنی بهرنی سیاستوال وو چې د ایران له نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره یې ملاقات وکړ. جی شنکر په داسې یو وخت کې ایران ته تللی و چې دغه هیواد د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو کوربه و.

Kaschmir - S. Jaishankar
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Dharapak

هند د اګست میاشتې په پنځمه نیټه د ایران د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه منلې ده. د اطلاعاتو په حواله ایران ډیر لږ شمیر هیوادونو ته په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د جولای په ۷ نیټه مسکو ته له ورتګ مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د ایران له نوي منتخب ولسمشر سره ولیدل او هغه ته یې د هند د لومړي وزیر نریندر مودي له خوا استول شوی شخصي پيغام چې مودي پخپل لاس لیکلی وو سپارلی دی. مودي په خپل لیک کې رئیسي ته هندوستان ته د سفر بلنه هم ورکړی ده.

تهران ته د جی شنکر د دغې لنډمهالې ناڅاپي دورې په اړه هیڅ چاته اطلاع نه وه ورکړل شوې. هند غواړي د ایران له نوي رهبرۍ سره ښې اړیکې ولري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر، په تهران کې له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف، سره هم لیدلي دي او له هغه سره یې په سیمه کې د بدلیدونکي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي.

د هندي رسنیو د یوې لویې حلقې په حواله په دغو خبرو اترو کې په افغانستان کې په بیړه د بدلیدونکي وضعیت او چابهار بندر د پروژې په اړه هم د نظرونو تبادلې صورت نیولی دی.

د ایران نوی منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسيانځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

د ایراني رسنیو په حواله دواړو سیاستوالو د بین الافغاني خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی، څو دغه خبرې اترې په افغانستان کې د یوه جامع سیاسي مشارکت امکان ته لاره هواره کړای شي. 

د جولای په ۷ نیټه کله چې د هند د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې و، په دغه ورځ ایران د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوو تر منځ د خبرو اترو کوربه وو. د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر محمد یونس قانوني هم په دغو خبرو اترو کې موجود و.

د یو شمیر هندي کارپوهانو په خبره جی شنکر به له دې موقع څخه په استفادې، د طالبانو د مشرتابه له یو شمیر غړو سره د لیدو هڅه هم کړې وي او یا به یې هغوې ته خپل دریځ رسولی وي.

د ایران د دولتي رسنیو په حواله ښاغلي ظریف د طالبانو او افغان حکومت له استازو څخه غوښتي وو چې «د خپل هیواد د راتلونکي له پاره دې کومه سخته پریکړه وکړي.»

هند په افغانستان کې په کافي اندازه پانګونه کړې ده او اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، داسې معلومیږي چې کیدای شي طالبان یو وار بیا واک ته ورسیږي. هند دې وضعیت سخت اندیښمن کړی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب