د هندوستان محلي ملتپاله ګوند، مهاراشټر نو نرمان سينا (ام ان اس) ګوند، په ممبئي ښار کې يوازينۍ او تر ټولو پخوانۍ نانوايي بنده کړه. د «کراچي بيکري» په نوم دغه نانوايي د خپل نوم له وجې تړل شوې ده او یاد ګوند دا خپله یوه «لاسته راوړنه» بللې ده. په دا ډول نانوايۍ کې معمولا د وچې ډوډۍ تر څنګ خواږه خواړه هم خرڅيږي.
د راج ټاکوري په مشرۍ د دغه ګوند افرادو تر دې وړاندې د دغې نانوايي د نوم پر ضد اعتراضونه کړي ول او څو مياشتې مخکې يې پر کارکوونکو باندې حمله هم کړې وه.
د ام ان اس ګوند یوه مشر، حاجي سیف شيح، د یادې نانوايي تړل کیدل، د خپل ګوند يوه لاسته راوړنه بللې. هغه وويل: «په ممبيئ ښار کې د کراچۍ نانوايي بالاخره خپل دوکان د ام ان اس د پراخو اعتراضونو وروسته بند کړ.»
سیف شيخ رسنيو ته ويلي چې دوی د دغې نانوايي له کار سره مخالفت نه درولود بلکې دا يې ورڅخه غوښتي ول چې نوم يې بدل کړي. «موږ ورته پنځلس ورځې وخت ورکړ، خو هغوی ويل چې کراچۍ زموږ د پلرني ټاټوبي نوم دی او هغه سره زاړه تعلقات لرو، خو نن زه خوښ یم.»
سیف شيخ ويلي دي چې هره ورځ پر پوله هندي ځوانان وژل کيږي او د پاکستان په تړاو شخړيز خبرونه اوري، ځکه خو د کراچۍ له نوم سره د هندوانو احساسات زیانميږي.
خو ځينو خلکو بيا ويلي دي چې ياده نانوايي د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې ده.
د دغې نانوايي مشر، راميشور واګمهاري وويل: «د دوکان تړلو پريکړه د سوداګرۍ دلايلو پر اساس شوې ده.»
په هندوستان کې د کراچۍ په نوم دغې نانوايي، له ۱۹۵۳ کال راهیسې فعاليت درلود. د هغې ملکيت د يوې سيندي هندو کورنۍ دی. دغه کورنۍ د پاکستان او هندوستان د جلا کيدو پر وخت له کراچۍ څخه هندوستان ته کډه شوې وه.
دویچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.
د هندوانو د فرهنګونو په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!
هند لرغونی فرهنګ او تمدن لري. د هند ډير وګړي د هندو دين پيروان دي. د طالع کتنه، باليوود او کریکټ لوبه په هند کي خاص مقام لري. د دغه ستر هيواد د وګړو ټولنيز دودونه او عقايد په دې انځوريز رپوټ کي:
انځور: Tumpa Mondal/picture-alliance/Photoshotد هند نوم د سند له دریاب څخه اخیستل شوی چې تمدن يې ۵۰۰۰ کاله پخوا پر زمکه رامنځ ته شوی. اوسیدونکو يې درياب ته سيندو وايه. دغه درياب د هند د وچې له دريو سترو دريابونو څخه يو دې. ايرانیانو د دغې سيمې په نيولو سره د هغه ځای نوم ايندوس ته بدل کړ. د هندوستان نوم هم د هندوانو هيواد ته ويل کيږې، چې د هندو او سندو کلمو يو ترکيب دې. په هندي ژبه کي دغه هيواد ته بهارت ويل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassanهند په نړۍ کې د څلورو سترو دينونو ټاټوبی دی، چې له هغې جملې څخه د هندو(هندوئسم) او بوداي (بوديسم) دين دی. د هند کابو ۸۴ سلنه وګړې ځانونه هندوان ګڼي. په عین وخت کې ډېر مسلمانان په هند کې اوسیږې. دغه راز په دې هيواد کې له دوو زرو کلونو راهيسي مسيحان او یهوديان هم ژوند کوي. د هندوانو مليت پالني ته په پام سره ديني او مذهبي لږکۍ ځانونه تر فشار لاندی ګڼي.
انځور: Imago/Indiapictureهندوانو د ښځو مقام تر عرش رسولی او حتي ښځه د خدای په توګه ستايي. که څه هم په ورځني ژوند کي له ښځو او نجونو سره چلند د دغه ډول درناوي نخښه نه ده. هند په نړۍ کې د ښځو او نجونو له پاره يو له خطرناکو هيوادونو څخه ګڼل کيږې. د دولت معلوماتو له مخي په هره دقیقه کي پر يوې ښځي باندي تيری کيږي. هند يو ميلیارد او ۳۵۳ ميليونه نفوس لري او کابو ۴۸ سلنه يې ښځې دي.
انځور: Save The Children Indiaد هندوانو په مذهب کي غوا مقدسه ده، خو خدای نه ګڼل کيږې. غوا د هندوانو په اسطورپيژندنه کې له ځينو خدایانو لکه کرشنا سره خپلوي لري. د هندوانو په باور کرشنا د زمکي پر مخ د خدای تعالې د حاصلخيزۍ يوه بيلګه ده. هندوان د غوا يا غوايي غوښي نه خوري، خو شيدې يې څښي.
انځور: Sumit Saraswat/Pacific Press/picture-allianceدا چې هند د ګياه خوړونکو انسانانو څخه ډک دی يوه افسانه او خيال دی. د نظر پوښتنو له مخې د هند يو پر دريمه وګړي له غوښې خوړلو څخه ډډه کوي او د ځيني کارپوهانو په اند د فرهنګې او سیاسي فشارونو له کبله خلک د غوښې خوړل پټوي. په هند کې د ګياه خوړونکو شمير له دوديزې انګيرنې څخه لږدې.
انځور: NurPhoto/Creative Touch Imaging/picture-allianceروژه نیول د هندوستان د دود مهمه او ثابته برخه ده. د هندوانو په باور روژه نيول له خوړو ډډه کولو په معنا نه دي. د هغوی په اند کله له خاصو څيزونو پرهيز وشي او يا ددغو خوړو پر ځای نور خواړه وخوړل شي. مهاتماګاندي د روژه نيولو سخت پلوی وو.
انځور: Debarchan Chatterjee/NurPhoto/picture-alliance(نماستي) په هند کي يو دوديز لفظ دی چې د سلام او هرکلي له پاره ويل کيږې. دغه کلمه د سانسکريت په ژبه کي تقريبا په دي معنا ده: «هغه لږ ذره خدای چې په ما کي دی هغه لږ ذره خدای ته چي په تا کې دی درناوی کوي» نماستې کلمه هم د سلام او هم خدای په آمانۍ په وخت کې ویل کيږې. د نماستې ويلو له پاره دود دی چې د سينې مخې ته د دواړه لاسونو ورغوي سره يو ځای کوي.
انځور: Nishant Aneja/Pexelsستورو پيژندنه او طالع ليدنه، بالیوود او کريکټ په هند کي ډير اهميت لري. کارپوهان په دي اند دي چې مذهب، هندي فلمونه او کريکټ لوبه هغه دري ګوني ريښتنې مثلث دی چې د هند د خلکو زړونه پر درزا راولي. په انترنت کي تر ټولو ډير مطالب دغه دريو موضوعګانو ته ځانګړي شوي وي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Westبیندي يا خال، غاړه کۍ، لاسبند او د شنګرف پوډر(سولفيد جيوه) هغه نخښې دي چې ډير کله واده شوي هندي ښځې ترينه ګټه اخلي. دوي په دي عقيده دي چې د شنګرف پوډر پر بدن خاص اغيز لري او له هغې څخه يو هم د ويني فشار تنظيموي او جنسي ځواک پياوړي کوې.
انځور: Tumpa Mondal/picture-alliance/Photoshotد واده ورځي ټاکل ډير کله راهبان، ستورې پيژندونکو او طالع کتونکو ته سپارل کيږې تر څو واده په بختوره ورځ ترسره شي. کورنۍ هم دا ارزوي چې په راتلونکي کي د ښځي او نارينه طالع د ستورو پيژندنې له نظره له يو بل سره جوړ راځي او که نه. د هندوانو ودونه ډيري ورځې دوام کوي او زيات دودونه پکي شامل دي.
انځور: Orhan Cicek/Anadolu Agency/picture-alliance