1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د ځمکې مدار ته خپل نوی راکیټ وتوغاوه

احمد حکيمي l اسوشیتید پریس، رویترز او دفرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ تیر ۲۷, شنبه

هند د شنبې په ورځ خپل لومړنی خصوصي راکټ چې د ځمکې مدار کې موقعیت نیسي، په بریالیتوب سره فضا ته واستاوه. د هند صدراعظم نریندرا مودي دا لاسته راوړنه «د نوو افقونو پرانیستل او د نوښت چټکتیا« وبلله.

هند د شنبې په ورځ خپل لومړنی خصوصي راکټ چې د ځمکې مدار کې موقعیت نیسي، په بریالیتوب سره فضا ته واستاوه.
هند د شنبې په ورځ خپل لومړنی خصوصي راکټ چې د ځمکې مدار کې موقعیت نیسي، په بریالیتوب سره فضا ته واستاوه.انځور: Priyanshu Singh/REUTERS

هندوستان له امریکا او چین وروسته درییم هېواد شو چې دغه پړاو ته رسېږي. په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا راهیسې د فضایي سکتور پانګونه ډېره شوې او له ۴۰۰ څخه ډېر نوښتګر شرکتونه یا سټارټ ‌اپونه جوړ شوي دي.

د راکټ جوړونکي شرکت سکای روټ ایروسپیس وویل، د ویکرم-۱ راکټ د هندوستان د اندرا پردېش ایالت په سریهاریکوټا ټاپو کې د ساتیش دهوان فضایي مرکز څخه توغول شوی دی.

دغه ماموریت ته د اګامان نوم ورکړل شوی، چې په هندي ژبه کې د راتګ معنا لري. د هند دغه راکټ د نړیوال وخت په اساس د سهار په ۰۶ بجو او ۳۵ دقیقو او د هند پر وخت په ۱۱ بجو او ۰۵ دقیقو بجو وتوغول شو.

یاد شرکت تر بریا وروسته پر ایکس شبکې ولیکل: «سلام فضا، موږ راورسېدو! د ویکرم-۱ لومړۍ ازمایښتي الوتنې خپل ماموریت بشپړ کړ. د هند د خصوصي سکتور لومړنی فضایي راکټي توغول په بریالیتوب سره ترسره شول.»

دغه هندي شرکت په جلا خپره شوې اعلامیه کې دغه توغونه "ستر بریالیتوب" وباله او ویې ویل چې تر عادي سوداګریزو الوتنو مخکې به نورې ازمایښتي الوتنې هم ترسره شي.

ویکرم ۱ شاوخوا ۲۲ متره لوړوالی لري او کولی شي تر ۳۵۰ کیلوګرامه پورې بار او وزن د ځمکې ټیټ مدار ته ولېږدوي.

د شرکت په وینا، راکټ د هند او بهرنیو مشتریانو څو ازمایښتي بارونه لېږدوي، چې په کې په لابراتوار کې جوړ شوی الماس او داسې روبوټي لاسونه هم شامل دي چې د فضا کثافات لرې کولی شي.

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

04:02

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب