د فرانسې خبري آژانس له جګارتا څخه ليکي چې ۴۴ کسان نن سهار (د اپريل ۴مه) د اندونيزيا په یو ختيځ ټاپو کې مړه شوي دي. پيښه په ایست فلوريس سیمه کې شوې ده. د اندونيزیا د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې وياند، راديتا جاتي ويلي دي : «۴۴ کسان مړه او ۹ نور ټپيان دي.» هغه زیاته کړې ده چې «ګڼ شمیر نور تر خټو لاندې دي.» د ژغورنې چارواکو ويلي دي چې امکان لري د مړو شمیر لوړ شي.
بل خوا هندي چارواکو نن خبر ورکړی چې د دغه هیواد په يو مرکزي ايالت کې کيڼ اړخو ماوستي ياغیانو لږ تر لږه ۲۲ هندي ځواکونه وژلي دي. هندي چارواکو دا په روان کال کې يوه تر ټولو خونړۍ حمله ښودلې ده.
رويټرز لیکي چې وژل شوي ځواکونه د هندي پولیسو د ريزرفې يا احتياطي قطعې، د سیمې ريزرفي ګارد او د خاصو ماموريتونو اړوند ځواکونو دي چې د شنبې په ورځ يې په چهاتيس ګړ نومې سیمې کې د ياغيانو پر ضد عملیات درلودل.
د چهاټيس کړ په مرکز رايپور کې یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي ويلي دي: «موږ د دې تصديق کوو چې د هندي ځواکونو ۲۲ غړي د ماوستي یاغیانو له خوا وژل شوي دي.»
آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوریز البوم وګورئ:
په اندونیزيا کې د زلزلې او توپان ويجاړی
د اندونیزيا د سيلانيانو په سولاويسي ټاپو کې شديدې زلزلې او ورپسې سمندري توپان ډيره زياته ورانکاري کړې ده. په پالو ښار کې د سمندري توپان څپې تر۶ مترو پورې لوړې شوې وې.
انځور: BNPBد سمندري توپان يا څونامي يوې سترې څپې چې د ۷،۵ درجې تر زلزلې وروسته رامنځته شوې وه، د اندونيزيا په پالو ښار کې تر هغه وروسته په سونه انسانان ووژل چې د سولاويسي ټاپو کوچني سيند ته ور داخله شوه. د اوبو له زوره د پالو ښار ستر پل ونړيده او پرې روان موټر په اوبه کې لاهو شول.
انځور: BNPBد څونامي څپه په داسې وخت کې پالو ښار ته ورسيده چې د پالو مسلمانان د ماښام د لمانځه له پاره په جوماتونو کې د راټوليدو په حال کې ول. د چارواکو په حواله نور بيا په ساحل کې د يوې مېلې له پاره په چمتووالي بوخت ول چې د سمندري توپان څپې راگير کړل.
انځور: BNPBپه داسې حال چې ځايي روغتونونه له سونو ټپيانو ډک دي، ډاکتران مجبور دي د ځينو ټپيانو درملنه دباندې وکړي. د پالو د يوه روغتون مشر کومانگ ادي سوجيندرا د مرستې غوښتنه کړې. هغه وويل: «موږ ډيرې مرستې ته اړتيا لرو. موږ موقتي روغتونو، طبي کار کوونکو، درملو او کمپلو ته اړتيا لرو.»
انځور: Getty Images/AFP/M. Rifkiڅونامي له ځانه سره خټې او رېگ راوړي. سړکونه بند دي او له نورو ښارونو سره تماس قطع دی. ژغورونکي وايي ښايي په زرونه کسان وژل شوي وي.
انځور: Reuters/Antara Fotoولسمشر ويدودو د بيارغونې ژمنه وکړه
چارواکي تر زلزلې او سمندري توپان يوه ورځ وروسته د ځاي هوايي ډگر په پرانيستو توانيدلي. پوځ له همدې هوايي ډگره د مرستو په رسولو پيل کړی دی. د هېواد ولسمشر يوکو ويدودو څونامي ځپلي ټاپو ته تللی او د ښار د بيارغولو ژمنه یې کړې ده.
انځور: Biro Pers Setpersچور کوونکو خپل ژوند په خطر کې اچولې وو
د اندونيزيا رسنيو داسې انځورونه خپاره کړي دي چې خلک د چور او چپاول په موخه د ړنگيدو له گواښ سره مخامخو مغازو او دوکانونو ته داخليږي. د پالو ځيني اوسيدونکي اوس په کرار کرار خپلو کورونه ته ستنيږي څو خپل د استفادې وړ توکي خوندي کړي.
انځور: Reuters/DRONE PILOT TEZAR KODONGANد سوند توکو له پاره کتارونه
زلزلې او څونامي سولاويسي ټاپو کې بريښنا پرې کړې ده او د ښار ډيري وگړي پاکو اوبو او درملو ته لاس رسۍ نه لري. ځينو یې اوس د گازو پمپونو ته مخه کړې، څو د جنراتورونو له پاره يو څه تيل په لاس راوړي.
انځور: DW/N. Amir