1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان یو پر بل د ترهګرۍ تورونه لګولي دي

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

د هند د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال پاکستان د ترهګرۍ «مرکز» وباله. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا پر مودي د هټلر پر پل د قدم ایښودلو تور لګولی دی.

Deutschalnd München | MSC | Indiens Außenminister Subrahmanyam Jaishankar
انځور: Thomas Kienzle/AFP/Getty Images

هندوستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر پاکستان په غیر مستقیم ډول برید وکړ او دغه هیواد یي د «ترهګرۍ مرکز» وباله.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر موضوع جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د کووید-۱۹ له وبا څخه د دوو کلونو د اغېزمن کیدو سربیره، نړیوالې ټولنې دا خبره نه ده هیره کړې چې د ترهګرۍ د لعنت ريښې چیرته دي.

نوموړي بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل: «هغه چې څه کوي، ټول یي ګوري. ټوله نړۍ په دې حقیقت پوهیږي چې د ترهګرۍ مرکز چیرته دی.» نوموړي زیاته کړه: «دوی مخکې تر دې چې په کومې خوش باورۍ کې پریوزې، باید وګوري چې تر اوسه پورې یي څه کړي دي.»

په ترهګري ضد کنفرانس کې پر پاکستان باندي د مودي غيرمستقيم بريد

د هند د بهرنیو چارو وزیر په اصل کې د دولت په چارو کې د پاکستان د وزیرې حنا رباني کهر، د هغه تور ځواب ورکړ چې ویلي يي ول: «د نړۍ بل هیڅ هیواد تر هند زیات له ترهګرۍ څخه بهتره استفاده نه ده کړې.»

حنا رباني ویلي ول، نوي ډهلي ته خبرداری وکړل شوی دی چې اسلام آباد غواړي د هند له خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ملاتړ موضوع د یوې دوسیې په شکل کې ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.

«مار یوازې ګاونډیان نه چیچي»

ایس جی شنکر یوه لسیزه مخکې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرې هيلري کلنټن د هغو څرګندونو یادونه وکړه چې پاکستان ته يې د خپل سفر پر مهال کړې وې. کلنټن ویلي ول چې که تاسې د خپل کور په شا کې ماران روزئ، نو تاسې دا تمه نه شئ کولی چې هغه به یوازې ستاسې ګاونډیان چیچي.

هيلري کلنټن دغه خبرې په ۲۰۱۱م کال کې د هغه وخت د پاکستان له بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې وې.

هيلري کلنټن په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان د هغه وخت له بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر سره انځور: dapd

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل: «په اصل کې هيلري کلنټن پاکستان ته مشوره وکرې وه، چې کیدای شي مار هغه کس هم وچیچي چا چې پاللی وي. لکه څرنګه چې تاسې پوهیږئ د پاکستان ګټورې مشهورې نه خوښيږي، همدا علت دی هر څه چې هلته کیږي، هغه موږ ټول وینو.«

«پاکستان باید ځان یو ښه ګاونډی کړي»

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پاکستان ته په کار دي چې خپل دا ډول حرکتونه ختم کړي او د یوه ښه ګاونډي جوړیدو کوښښ وکړي. نوموړي زیاته کړه چې نړۍ «احمقه» نه ده. هغه په ډېره بېړه په ترهګرۍ کې ښکیل هیوادونه، سازمانونه او افراد منزوي کوي.

کله چې یوه پاکستاني خبریال له جی شنکر څخه پوښتنه وکړه چې سویلي آسیا به تر کومه پورې د نوي ډهلي له خوا په کابل او پاکستان کې ترسره کیدونکي ترهګري وزغمي؟ نو د هند د بهرنیو چارو وزیر ورته وویل: «تاسې له غلط وزیر څخه دا پوښتنه کوئ، ځکه پاکستاني وزیران تاسې ته بهتره ویلی شي چې پاکستان به تر کله پورې ترهګرۍ ته دوام ورکړي.»

د بلاول بوټو ځوابي تور

د هند له خوا د لګول شوو تورونو په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل: «زه غواړم جی شنکر ته په یاد کړم چې اسامه بن لادن مړ شوی دی، خو د ګجرات قصاب ژوندی دی او هغه د (هند) لومړی وزیر دی.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر: پاکستان په یو بل ډول «IT» کې تخصص لري

بلاول بوټو زیاته کړه: «پر هغه (نریندر مودي)، دې هيواد (امریکا) ته پر ننوتلو بندیز لګول شوی. دا د آر ایس ایس لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر دی چې له هټلر څخه الهام اخلي».

تر اوسه پورې هند د بلاول بوټو د دغو څرګندونو په هکله غبرګون نه دی ښودلی.

یادونه: آر ایس ایس (RSS) یو هندو ښي اړخی ملتپاله سازمان دی چې په پراخه کچه د هند د اوسني واکمن ګوند بارتیه جنتا عملیاتي څانګه بلل کیږي.

جاوید اختر: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل