1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان اړوند کنفرانس کې د پاکستان پر نه ګډون خفه یو»

۱۴۰۰ آبان ۱۵, شنبه

هند د نومبر په ۱۰ په نوي ډهلي کې د افغانستان د امنیتي وضعیت اړوند کنفرانس سره د ګاونډیو هیوادونو لیوالتیا هڅوونکې، خو د پاکستان د نه ګډون کولو پریکړه یې خواشينې کوونکې بللې ده. دې کنفرانس ته طالبان نه دي ور بلل شوي.

Indien Lal Chowk Srinagar - Nach Uri Terrorangriff
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت ډوبهالانځور: UNI

هند د نومبر میاشتې په ۱۰ نیټه د افغانستان د امنیت پر موضوع د غور او بحث کولو له پاره د ګاونډیو هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو یوه غونډه رابللې ده. په دې غونډه کې د روسيې او ایران په شمول د منځني آسیا پنځو هیوادونو، ازبکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، قرغزستان او قزاقستان خپل ګډون تائید کړی دی.

د هند د ملي امنیت د سلاکار اجیت ډوبهال په مشرۍ وړاندیز کړای شوي دې غونډې ته چین او پاکستان هم ور بلل شوي وو. خو چین تر اوسه پورې هیڅ نه دي ویلي. پاکستان بیا په دې غونډه کې له ګډون کولو څخه انکار کړی دی.

«د پاکستان پریکړه خواشینې کوونکې ده»

د هند د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي دي چې په نوي ډهلي کې د نومبر د لسمې نیټې د کنفرانس په اړه د ډیر شمیر ګاونډیو هیوادونو هڅوونکو غبرګونونو ته په کتلو سره دا روښانه کیږي چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات په برخه کې د هند رول ته څومره ارزښت ورکول کیږي.

هندي سرچینو ویلي دي: «د پاکستان پریکړه خواشینې کوونکې ده، خو هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده. دا د پاکستان د نظر انځور وړاندې کوي چې افغانستان تر خپل لاس لاندې بولي. پاکستان پخوا هم د دې فارمټ په غونډو کې ګډون نه دی کړی خو په پاکستاني رسنیو کې د هند ضد څرګندونې په افغانستان کې له خپل تخریبوونکي رول څخه د توجه اړونې ناکامه هڅه ده.»

د یادونې وړ ده چې دا په جګړه ځپلي هیواد افغانستان کې د امنیت په ارتباط د دغه فارمټ یا چوکاټ په شکل کې د مذاکراتو دریم دور دی.

مخکې تر دې د خبرو اترو دوه دوره په ایران کې د ۲۰۱۸م کال په سپټمبر او د ۲۰۱۹م کال په دسمبر کې شوې وې. دریمه غونډه یې بیا په ۲۰۲۰ م کال کې په هند کې پلان شوې وه چې د کووید ۱۹ وبا له امله ځنډیلې وه.

په همدې منځ کې د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په جریان کې د طالبانو له خوا پر ټول افغانستان تر کنترول وروسته وضعیت په بشپړ ډول تغیر شو.

د نوي ډهلي په غونډه کې د ګډون په هکله د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي وو: «زه خو نه ورځم، بالاخره یو تخریبوونکی څنګه د امنیت ټینګولو کوښښ کولی شي؟»

د هند د اندېښنې اصلي دلیل

د هندي منابعو په حواله په دې غونډه کې د دغو هیوادونو د ګډون پریکړه: «د افغانستان د وضعیت په اړه په سیمه ایزو هیوادونو کې مخ پر ډیریدونکي اندیښنو او دغو ستونزو ته په کتلو سره د ستونزو د حلولو له پاره یو بل سره د سلا مشورو او همکارۍ خواهش څرګندوي. هند په دې برخه کې یو مهم رول لوبوي.»

د یادونې وړ ده چې هند په افغانستان کې د سړکونو، د بریښنا بندونو او پر نورو بنسټیزو پروژو په میلیاردونو ډالره پانګونه کړې ده، خو وروسته تر دې چې طالبانو په افغانستان کې د واک چارې په لاس کې ونیولې، دغه هیواد ډیر انديښمن شوی دی.

هندي ورځپاڼې «انډین ایکسپریس» د هندوستان د یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي په حواله لیکلي دي چې هند د شدیدو امنیتي خطرونو له کبله انديښنه لري او دغه هیواد په هر حال د ځان ساتلو غوښتونکی دی.

جاوید اختر: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب