د هندوستان هوایي ځواکونو دغه پيښه تائیده کړې ده او د یوه ټویټ له لارې یې ویلي دي «د هند د هوایي ځواکونو یوه مګ ۲۱ ډوله الوتکه نن سهار د روزنیز پرواز پر مهال سورت ګړه ته نږدې د حادثې ښکار شوې ده. پیلوټ په محفوظ ډول وتلی او په سطحي ډول ټپي شوی دی. د پيښې علت معلومولو له پاره یوه څیړنیزه کمیټه ګمارل شوې ده.»
پاکستان او هند وایي چې د یو او بل الوتکي يي راغورځولي
پولیسو د پیښې ځای محاصره کړی دی او د ژغورنې کار پیل شوی دی. دغه پيښه له پاکستان سره د سرحد لرونکي ایالت راجستان د هنومان گړ ولسوالۍ د پيلي بنگا په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې له سورت ګړ ایئر بیس یا هوایې اډې څخه مګ ۲۱ ډوله الوتکې پرواز وکړ.
سیمه ایزو چارواکو وویل چې الوتکه پر یوې کور را غورځیدلې وه چې دری تنه په کې وژل شوي. چارواکو ویلي دي چې پیلوټ توانیدلی د پراشوت په وسیله پر وخت له الوتکې ووځي.
د بیکانیر حوزې د پولیسو مشر اوم پرکاش په حواله: «پيلوټ د انساني زیان اوښتو د کمولو هر ممکن کوښښ کړی دی او توانیدلی دی چې الوتکه د کلي څنډې ته ورسوي.»
د سیمه ایزو چارواکو په حواله په پيښه کې د مړو شوو کسانو کورنیو ته د هر قرباني پر سر د پنځه سوه زره هندي روپيو د ورکول کیدو اعلان شوی دی.
«الوتونکي تابوت»
د هندي پوځ مګ ډوله الوتکې په پرله پسې ډول د حادثو ښکار کیږي له همدې امله روته الوتونکی یا هوایي تابوت هم ویل کیږي.
د اوکراين او روسیې د نظامي قدرت مقايسه په انځورونو کې
د روسیې او اوکراين ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې پراخيږي او روسیې خپل ډېر عسکر او تجهيزات د اوکراين پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي دي. د روسیې او اوکراين د نظامي قدرت مقايسه په دې انځوریز راپور کې.
انځور: picture alliance/dpa/Russian Defence Ministryله اوکراين سره پر پوله د روسي پوځ ځای پر ځای کیدل
روسيې خپل تر ۱۰۰ زرو ډېر عسکر له اوکراين سره پر پوله مستقر کړي دي. امريکا هم په اوکراين کې د خپلو ديپلوماتانو له کورنيو غوښتنه کړې ده چې له دغه هيواده ووځي او اوکراین ته نظامي مرسته روانه کړې ده. د کړکېچ په پراخيدو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د جګړې امکان هم ډېر شوی دی.
انځور: Maxar Technologies/AFPد پوځي پرسونل د شمېر مقايسه
د روسیې او اوکراين د نظامي قدرت ترمنځ د پرتلنې له پاره ټولو سترو او کوچنيو بعدونو ته بايد کتنه وشي. د اوکراين پوځ ۲۰۹ زره پرسونل او ۹۰۰۰ د ذخيرې عسکر لري. د روسیې پوځ بيا يو ميليون او ۱۴ زره نفر پرسونل او ۲ ميليون کسان د ذخېرې عسکر لري.
انځور: Gleb Garanich/REUTERSد روسیې پوځ ۱۲ زره او ۴۲۰ ټانکونه لري په داسې حال کې چې د اوکراين پوځ بيا ۲ زره او ۵۹۶ ټانکونه په اختيار کې لري. (انځور په اوکراين کې د استقلال د ورځې دی)
انځور: Efrem Lukatsky/AP/dpa/picture allianceد روسیې پوځ ۶ زره او ۵۷۴ او د اوکراين پوځ بيا يو زر او ۶۸ توپونه لري.
انځور: picture alliance/dpa/Russian Defence Ministryد روسیې د پوځي موټرو شمیر ۳۰ زرو او ۱۲۲ ته رسېږي. د اوکراين پوځ بيا ۱۲ زره او ۳۰۳ نظامي موټر لري.
انځور: Russian Defense Ministry/AP/picture allianceد روسیې پوځ د ۳ زره او ۳۹۱ توغنديو خودکاره سيسټمونه لري، په داسې حال کې چې اوکراين بيا د ۴۹۰ خودکاره توغنديو سیسټمونه لري. (انځور د روسیې د توغنديو د «بوک ام ۳» سيستم دی)
انځور: Evgenia Novozhenina/REUTERSد روسیې پوځ د ۷۰۰ او ۷۲ جنګي الوتکو په درلودو سره پر اوکراين برلاسی دی. دغه هېواد يوازې ۶۹ جنګي الوتکې لري. (انځور د روسیې د پوځ د هوايي مانورو پر وخت اخیستل شوی).
انځور: picture-allianceد نظامي څرخي الوتکو مقايسه
بله هغه ساحه چې روسیه پکې پر اوکراين برلاسې ده د جنګي څرخي الوتکو برخه ده. روسيه ۵۴۴ هیلي کاپترونه لري. دا په داسې حال کې ده چې اوکراين يوازې ۳۴ جنګي څرخي الوتکې په اختيار کې لري. (انځور د اوکراين د ترابري ميل ۸ څرخي الوتکې دی چې د روسیې جوړې څرخې الوتکې دي).
انځور: Preston Hammon/Us Army/Plane/ZUMA/picture allianceپه سمندر کې هم د روسیې پوځ د اوکراين د پوځ په مقابل کې بشپړ برلاسی دی. د روسیې سمندري ځواکونه ۶۰۵ جنګي بيړۍ لري. د اوکراين پوځ بيا يوازې د ۳۸ جنګي کښتيو خښتن دی. (عکس د روسیې د يوه جنګي بيړۍ دی چې تر غږ چټک توغندي د توغولو پر مهال اخيستل شوی).
انځور: Russian Defence Ministry/picture alliance/dpaد اوبو په ژورو کې هم روسیه د ۶۴ اوبتلونو په درلودو سره پر اوکراين چې يوازې يو اوبتل لري، برلاسې ده. (عکس د روسیې د ديمتري دونسکوي په نوم اوبتل دی).
انځور: picture-alliance/TASS/P. Kovalevپه داسې حال کې چې اوکراين عملاً هیڅ دافع هوا سیسټم نه لري، روسیه د « اس – ۳۰۰ » او «اس – ۴۰۰» ډېر عصري دافع هوا سيسټمونه لري. په دې وروستیو ورځو کې روسیې په سپینه روسیه کې د نظامي مانورو د یوې برخې په توګه د توغنديو اس – ۴۰۰ سيسټم نصب کړ.
انځور: Maksim Blinov/Sputnik/dpa/picture allianceپه ۲۰۲۰م کال کې د روسيې نظامي بودجه ۶۶ مليارده او ۷۰۰ ميليون ډالر وه. د دې په مقابل کې بيا په همدې کال کې د اوکراين پوځي بودجه ۵ ميليارده او ۹۲۴ ميليون ډالر وه.
انځور: Aleksey Nikolskyi/Sputnik/dpa/picture alliance د ۲۰۲۲م کال په جولای کې هم یوه مګ ۲۱ ډوله روزنیزه الوتکه د پيښې ښکار شوې وه چې په کې سپرو دوو تنو پيلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
مګ ۲۱ ډوله الوتکې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د هند هوایي ځواکونو کې شامل کړای شوې وه. په مرحله وار ډول د پخواني شوروي د دور د دغو الوتکو د لیري کولو کار روان دی.
د دولتي رپوټونو په حواله د هوایي ځواکونو یوه استازي په پارلمان کې دفاعي کمیټې ته ویلي وو چې نور نو د مګ الوتکو لیري کول ضروري شوي دي. یوازې په ۲۰۲۱م کال کې د مګ ۲۱ ډوله الوتکو د را نسکوریدو پنځه پيښې رامنځته شوي چې په ترڅ کې یې دری تنه پیلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د هند هوایي ځواکونو کې تر شاملیدو وروسته تر اوسه پورې ۴۰۰ مگ الوتکې د پيښې ښکار شوي دي چې په ترڅ کې یې نږدې ۲۰۰ پيلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.هندي پیلوټ د پاکستان پولې ته نژدې د الوتکې د لویدو له کبله وژل شوی
په ۲۰۱۹م کال د هند د هوایي ځواکونو یو پيلوټ ابهینندن چې په مگ ۲۱ ډوله الوتکه کې سپور و، کله یې چې الوتکه د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د پيښې ښکار او را نسکوره شوه د پاکستاني ځواکونو له خوا ونیول شو. وروسته بیا دغه هندي پيلوټ د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې آزاد او بیرته هند ته وسپارل شو.
اژانسونه: ش.ن/ ب.ص