1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند: د مسلمان میرمنو د جعلي خرڅلاو په تور دوه کسان نیول شوي

۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبه

په هندوستان کې د لومړي ځل له پاره پر یوه جعلي انترنت پاڼه باندې پیژندل شوې مسلمانې هندۍ میرمنې خرڅلاو ته وړاندې شوي چې په تور یې هندي پولیسو دوه تنه نیولي دي. د خرڅلاو په دې ډله کې د ملالې یوسفزۍ نوم هم شامل وو.

Symbolbild Arbeiten mit Laptop und Smartphone
انځور: Oliver Berg/dpa/picture alliance

د سه شنبې په ورځ د هندوستان د ممبيي ښار پولیسو  یو ۲۱ کلن کس د یوې داسې انترنتي پاڼې د جوړولو په تور نیولی چې غوښتل یې نیږدې ۱۰۰ مسلمانۍ پیژندل شوې میرمنې پکې خرڅلاو ته وړاندې کړي. د هندوستان د انترنتي جرمونو چارواکو ویلي چې په دې تړاو یې یوه میرمن هم نیولې ده.

د ممبيي ښار د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د یادې پیښې په تړاو د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې د پیښې په تړاو دواړه «تورن نیول شوي کسان یو بل پیژني.» د معلوماتو له مخې د بولي بايي په نامه دغه اپلیکشن کې خلکو کولی شول چې پر مسلمانو خبریالانو، فعالینو، فلمي ستورو او هنرمنانو باندې بولي وکړي او د خرڅلاو له پاره ورته بیه وټاکي. د چارواکو په خبره، لیلام ته د وړاندې شویو کسانو په ډله کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزی هم شامله ده. دغه پاڼه د ګڼ شمیر میرمنو تر اعتراضونو وروسته تړل شوې ده.

دا په تیرو شپږو میاشتو کې دوهم ځل دی چې په هندوستان کې مسلمانې میرمنې په دې ډول په نخښه کیږي. د تیر میلادي کال په جولای میاشت کې تر یوه بل نامه لاندې یوې بلې انترنتي پاڼې هم مسلمانۍ میرمنې لیلامۍ ته وړاندې کړې وې. د هندي چارواکو په خبره، دا تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې تازه نیول شوي تورن کسان له پخوانۍ پیښې سره هم ارتباط لري او که نه او دا چې په دې هکله اوس پلټنې ادامه لري.

په ۲۰۱۴م کال کې له هغې وروسته چې په هندوستان کې لومړی وزیر نریندرا موډي واک ته ورسید، د سویلي آسیا په دغه هیواد کې هندي توکم پالي په ډیریدو ده. په هندوستان کې په دې موده کې د مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي پیښې هم مخ پر زیاتیدو دي. همدا تیره میاشت، د هندوستان پولیسو وویل چې دوی د یوې داسې پیښې په هکله پلټنې کوي چې پکې یوه هندي مذهبي مشر ظاهراً په دې هیواد کې د مسلمانانو د عامه وژنې غوښتنه کړې وه. 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب