1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآسیا

هند افغانانو ته زر انلاين تحصيلي بورسونه ورکوي

۱۴۰۵ تیر ۲۲, دوشنبه

د هند حکومت اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۶م کال له پاره افغان زده کوونکو ته زر انلاين تحصيلي بورسونه ورکوي. د افغانستان د جمهوري حکومت په دوره کې دا بورسونه د حضوري زده کړو له پاره ول.

د هند د ډيلي پوهنتون ودانۍ
د هند د فرهنګي اړيکو شورا روښانه کړې ده چې د دې خپرونې په چوکاټ کې يوازې د پوهنتون لګښت ورکول کیږي او له زده کوونکو سره نوره د تحصيلي لګښت مرسته نه کیږي.انځور: Amal KS/Hindustan Times/IMAGO

هند د افغانانو له پاره خپل تحصيلي بورسونه بيرته پیل کړي دي خو دا ځل د تیر برخلاف دا يوازې د انلاين زده کړو بورسونه دي.

د هند د کلتوري اړيکو شورا (آی سي سي آر) اعلان کړی دی چې په روان ميلادي کال د افغان متقاضيانو له پاره ۱۰۰۰ تحصيلي بورسونه برابروي.

د هند د حکومت دې ادارې ويلي دي چې متقاضيان کولی شي سر له چهارشنبې ورځ، يعني د جولای میاشتې له ۱۵مې نیټې څخه د جولای تر ۲۴مې نيټې پورې د ليسانس او ماسترۍ کچې زده کړو له پاره خپلې غوښتنې مشخصو شویو پوهنتونو ته وړاندې کړي.

اړونده موضوع: هند افغانانو ته د ویزې د ورکړې پیلول تائيد کړل

د هند د فرهنګي اړيکو شورا روښانه کړې ده چې د دې خپرونې په چوکاټ کې يوازې د پوهنتون لګښت ورکول کیږي او له زده کوونکو سره نوره د تحصيلي لګښت مرسته نه کیږي.

د افغانانو له پاره د هند د تحصيلي بورسونو ستر پروګرام

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت په دوره کې هند د افغانانو له پاره د تحصيلي بورسونو له سترو پروګرامونو څخه یې يوه پر لاره اچولې وو.

د هند لومړي وزير نريندر مودي، په ۲۰۰۵م کال کې د افغان زده کوونکو له پاره په کال کې د ۵۰۰ تحصيلي بورسونو د برابرولو اعلان کړی وو چې وروسته دا شمير بيا ۱۰۰۰ بورسونو ته لوړ شو.

اړونده موضوع: طالبان: يوه ډله افغانان تر پوځي زده کړو وروسته بيرته هيواد ته راستانه شوي

په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هند کې د افغان زده کوونکو حضوري تحصيلي بورسونه متوقف شول او وروسته د انلاين تحصيلاتو له پاره بورسونه پر لاره واچول شول.

دا تحصيلي بورسونه په داسې حال کې اعلانيږي چې د هند حکومت په دې تیرو پنځو کلونو کې د طالبانو له ادارې سره خپلې اړيکي ښې کړي دي. هند په نوي ډيلي کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزیر کوربتوب کړی وو او په پام کې ده چې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانيزي. 

دا بورسونه په ځانګړي توګه د نجونو له پاره چې د طالبانو له لوري پوهنتونونو ته له تللو منع دي، ښايي يو فرصت واوسي. خو آنلاين زده کړې د افغانستان د زده کوونکو له پاره ستونزې هم له ځان سره لري، په ځانګړي توګه دې ته په پاملرنې سره چې په افغاسنتان کې بريښنا او د ښه کيفيت انټرنټ ته لاس رسی محدود دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب