1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند د قونسلګرۍ چارواکي موقتاً له کندهار څخه ووتل

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

په کندهار کې د هند قونسلګرۍ چارواکي په سيمه کې د نښتو له کبله خپل هېواد ته انتقال شوي دي. دغه خبر د هند حکومت ورکړی دی او زیاتوي چې د ویزو خدمات به یې له کابله ادامه ولري.

Afghanistan Kandahar Stadt Kreuzung
انځور: DW/A. Hekmatullah

د ديپلوماتانو او امنيتي پرسونل په شمول تقريبا ۵۰ هندي چارواکي د شنبې په شپه د هند د هوايي ځواک په يوه الوتکه کې ډهلي ته انتقال شوي دي. دغه ګام وروسته له هغه اخيستل کيږي چې طالبانو د کندهار پر لور خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

د هند د باندنيو چارو وزارت وياند، آريندام باګچي په دې اړه وويل: »کندهار ته څېرمه د سختو نښتو له کبله، هندي وګړي د اوسمهال له پاره ستانه کړل شول. زه غواړم ټينګار وکړم چې دا يوازې يو موقتي اقدام دی څو چې وضعيت ثبات پيدا کړي.«

نوموړي دا هم وويل چې د هند جنرال قونسل له ځايي پرسونل سره خپل کار ته دوام ورکوي چې له دې لارې به د ويزو او نور قونسلي خدمات په کابل کې د هند د سفارت له لوري ادامه لري.

هند په جولای مياشت کې هم له هندي اتباعو څخه غوښتي ول چې په افغانستان کې د سفر او کار کولو پر مهال دې احتياط وکړي. هند په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، خو داسې اټکل کيږي چې ۱۷۰۰ تنه هندي اتباع په افغانستان کې له بانکونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ له شرکتونو، د رغونې او ودانولو په چارو کې، د هند په ملاتړ په پروژو او د ملګرو ملتونو په ماموريتونو کې فعاليت کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د دوام سربېره هم جګړه دوام لري.