کرېکټ: د آسيا جام هند وګاټه خو ناندرۍ لا دوام لري
۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه
د آسيا جام په پايلوبه کې د هند له خوا د پاکستان د لوبډلې تر ماتېدو وروسته خلک هغه وخت ډېر حیران شول چې د هند د کرېکټ ملي لوبډلې انکار وکړ چې د آسيايي شورا د مشر محسن نقوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزير هم دی، له خوا به جام نه ترلاسه کوي.
يوه هندي لوبغاړي هم مډال په غاړه نه کړ او د هند د لوبډلې مشر سوريا کمار ياديو، جام هم وانه خيست.
اړونده موضوع: کرېکټ: هند او پاکستان د کرېکټ نړیوالې شورا ته کوم شکايتونه کړي؟
د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بی) مشر محسن نقوي د کرېکټ د آسيايي شورا مشر هم دی او د دود پر اساس همدی بايد ګټونکې ډلې ته جام ورکړي، خو د هند لوبډلې په دراماتيک طرز د جام له اخیستو څخه ډډه وکړه.
د هند د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان يا لوبډلمشر سوريا کمار ياديو، بيا وروسته وويل چې لوبډلې یې د نقوي، په لاس د جام د نه اخیستو پريکړه کړې وه او ویې ويل دا چې دوی جام ترلاسه نه کړ نو له دې کبله دوی ته وروسته هم ور نه کړل شو.
تر پايلوبې وروسته سوريا کمار، له رسنیو سره په خبرو کې وويل: «موږ د لوبډلې په توګه د جام (د نقوي له لوري) نه اخیستو پريکړه وکړه، هيچا موږ ته د دې لارښوونه نه وه کړې. خو زه په دې آند يم کومه لوبډله چې لوبلړۍ ګټي هغه د جام حقداره هم ده.»
د پاکستان لوبغاړو ته په پاېلوبه کې د ګډون مډال ورکړل شو. د حیرانتيا خبره دا دی چې د هند ابهيشيک شرما، او تلک ورما، په ترتيب سره د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي او د تورنامنت د غوره لوبغاړي مډالونه ترلاسه کړل، خو کپتان سوريا کمار ياديو، د جام له اخیستو څخه انکار وکړ.
«د هند لوبډله د کرېکټ له وقار سره لوبې کوي»
د پاکستان د کرېکټ لوبډلمشر سلمان علي آغا، د هند د کرېکټ لوبډلې له لوري د لاس نه ورکولو او د محسن نقوي، په لاس د جام نه ترلاسه کولو پر پريکړه سختې نیوکې وکړې. د يادولو وړ ده چې سوريا کمار ياديو، د سپتمبر پر ۱۴مه د ګروپي لوبو په ترڅ کې سلمان، ته دلاس له ورکولو ډډه کړې وه چې تر هغه وروسته د ناندریو لړۍ پېل شوه.
سلمان آغا، له پایلوبې وروسته وويل: «هند چې له موږ سره څه وکړل (لاس یې را نه کړ او له محسن نقوي یې جام ترلاسه نه کړ) هغوی نه يوازې موږ ته سپکاوی کوي بلکې هغه د کرېکټ د لوبې له وقار سره هم لوبې کوي.»
که د سېندور عمليات روان وي، نو بيا مو لوبه ولې وکړه؟
د هند سياسي ګوندونه د دې ټورنامنټ له پېل راهېسې په دې اړه څرګندونې کوي او تر فاېنل وروسته په دې اړه لا ډېرې ترخې څرګندونې شوي دي.
د هند لومړي وزير نريندر مودي، د خپلې لوبډلې تر بريا وروسته په دوبۍ کې ترسره شوې دا لوبه د سېندور په نوم له هغو عملياتو سره پرتله کړه چې په ترڅ کې یې هند د می میاشتې په لومړيو کې پر پاکستان بريد کړی وو او بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ پر يو بل باندې د بريدونو يوه لنډه لړۍ پېل شوې وه.
مودي، د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې په يوه پوست کې وليکل: «د لوبو په ميدان کې هم د #آپريشن سيندور – پايله يو ډول وه، هند بريالی شو! زموږ د کرېکټ لوبغاړو ته دې مبارک وي.»
د هند د کورنيو چارو وزير اميت شاه، هم وليکل: «د پام وړ بريا ـ زموږ هلکانو په ډېره توامندۍ سره حريفان يو ځل بيا په هوا کړل. د هند برخليک ګټل دي بې تفاوته ده چې ډګر هر يو وي.»
د «بي جی پي» برحاله ګوند د اپوزيسيون د مشر راهول ګاندي له لوري چې د کانګرس ګوند مشر هم دی، د هند د بريا په اړه د غبرګون نه ښکاره کولو له امله پر نوموړي سختې نيوکې وکړې او د بي جی پي ګوند وياند پرديپ بهنډاري، د کانګرس مشر راهول ګاوندي، د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیز «بهترين دوست» وباله.
خو د کانګرس ګوند دا ټوله ډرامه يوه سياسي ټوقه وبلله او د آسيا جام په پای لوبه کې د هند بريا په تړاو د مودي، د ټويټ په هکله د کانګرس ګوند يوه مشر اتل لوندهې، وويل: «کله کله مې په اړه شک پيدا شي چې آیا د هند لومړی وزير نريندر مودي، د بهرنۍ تګلارې او ديپلوماسۍ په اړه هیڅ علم نه لري.»
نوموړي زياته کړې چې که چېرې د «سېندور عمليات روان دي نو موږ بايد بيا هیڅ لوبې نه وای کړې. او که چېرې د لوبو د عادي کولو له پاره خبرې اترې وشي نو د وضعيت د بهترولو له پاره هم خبرې اترې کيدلی شي. هر څه ته د سېندور له عملياتو سره ربط ورکول سمه خبره نه ده.»