1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

هند وايي د پهلګام د بريد درې شکمن وسله وال یې وژلي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ مرداد ۷, سه‌شنبه

د هند د کورنيو چارو وزير ويلي دي چې درې هغه وسله وال وژل شوي دي چې د پهلګام په بريد کې یې لاس درلود. د هند تر ولکې لاندې کشمير دغه سيمه کې په ياد بريد کې ۲۶ هندي سیلانيان ووژل شول.

Kashmir Region | Indien Pakistan | Indische Paramilitärs in Srinagar
انځور: Firdous Nazir/NurPhoto/picture alliance

د هند د کورنيو چارو وزير اميت شاه نن، سه شنبه (د ۲۰۲۶م کال کې د جولای ۲۹) د هند د پارلمان استازو مجلس ته د یوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي چې د هند تر کنترول لاندې کشمير کې د متقابلو ډزو په ترڅ کې درې شکمن وسله وال وژل شوي دي.

دا عمليات د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام ښارګوتي کې پر سيلانيانو باندې د يوه وسله وال بريد کابو درې میاشتې وروسته ترسره شوي دي.

هندي چارواکو د شکمنو وسله والو په اړه څه ويلي؟

شاه، وويل چې په متقابلو فېرونو کې ښکيل درې سره وسله وال وژل شوي دي. نوموړي وويل: «زه غواړم پارلمان ته ووایم هغه چې په بيساران دره کې یې برید کړی وو، درې سره ترهګر ول او ټول ووژل شول.»

اړونده موضوع: هندوستان وايي پاکستان پرې د «ډرونونو او توغندويو» حملې کړي

شاه، زياته کړې: «د هند امنيتي ادارې [د پهلګام] په بريد کې د دغو کسانو د ښکيلتيا په اړه مفصل شواهد لري.»

هغه وویل چې د فرانزک شواهدو له مخې څرګنده شوې چې له دې نارينه وو سره موندل شوې ماشيندارې هماغې وې چې د اپريل میاشتې په بريد کې کارول شوې وې.

نوموړي وزير وويل: «دا تائيد شوې وه چې دغه درې ماشيندارې زموږ د بې ګناه ښاريانو د وژلو له پاره کارول شوې وې.»

هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي

07:10

This browser does not support the video element.

اميت شاه، وويل چې وسله وال پاکستانيان ول او دا چې په اپريل میاشت کې د پهلګام د بريد مسئوليت یې درلود. نوموړي وويل چې له دوی څخه یې دوه کسان د لشکر طيبه د ډلې د غړيو په توګه پيژندل شوي، هغه پاکستان میشته ډله چې ملګرو ملتونو د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کړې ده.

د پهلګام تر بريد وروسته د هند او پاکستان شخړه

دا عملياتو تر هغه کابو درې میاشتې وروسته ترسره شوي چې د هند تر ادارې لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې په يوه وسله وال بريد کې ۲۶ کسان چې زياتره یې هندوان نارينه وو، وژل شوي ول.

اړونده موضوع: پر پاکستان باندې د هند په توغندیز برید کې ۲۶ کسان وژل سوي

هغه وخت هند پر پاکستان د دې بريد ګرو د ملاتړ تور لګولی وو هغه څه چې په اسلام آباد کې حکومت په کلکه رد کړي ول. دې بريد د هند او پاکستان ترمنځ شخړه په شديده توګه پراخه کړې وه او د څلورو ورځو متقابلو بريدونو په ترڅ کې يو شمیر کسان ووژل شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب