1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د پخواني افغان پوځ افسران: هيڅوک مو ږغ نه اوري

۱۴۰۰ بهمن ۱۸, دوشنبه

په هندوستان کې د افغانستان د پخواني پوځ سرتېري، چې له سقوط وړاندې هغه هيواد ته د پوځي زده کړو له پاره تللي ول، وايي چې اوس له سختو ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي د خپل حق غوښتلو پر مهال حتی په هند کې بنديان شوې هم دي.

Afghanistan | Italienische NATO-Truppen trainieren Afghan Special Forces
آرشیف انځورانځور: DW/S. Tanha

دا مهال په هند کې د مخکیني افغان پوځ ۲۲۷ افسران او سرتېري شته، چې ۸۵ یې له زده کړو فارغ شوي او اوس بې برخلیکه دي.

دغو افسرانو دویچه ويله ته وویل چې په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته هند حکومت افغان سفارت ته ورتسلیم کړل؛ خو د دوی په خبره، سفارت په نیمه لار کې پرېښودل او هېڅ مرسته یې ورسره ونه کړه.

د کومانډو ځواکونو یوه افسر چې غواړي، هویت یې افشا نه شي وویل: «سفارت ته یې تسلیم کړو؛ خو هغوی راته داسې ځواب راکړ، چې هېڅ مرسته درسره نه شو کولی. بیا مو هغه شپه په یوه پارک کې وکړه...».

د پوځ دا سرتیري وايي، په هند کې یې د خپل ځان د خونديتوب او له دوی سره د مرستې له پاره سوله‌ ایز احتجاج هم کړی؛ خو هندي حکومت د دې پر ځای چې له دوی سره مرسته وکړي، ټول یې یوه شپه بندیان کړي ول.

خو په هندوستان کې افغان سفارت بیا دا نه مني، چې ګنې دغو پوځیان سره یې مرسته نه ده کړې وايي، له دغو پوځیانو سره تر خبرو وروسته یې مالومه کړې چې هغوی هيواد ته له ستنېدو ډار لري او سفارت هڅه کوي چې کوم دریم ملک راضي، څو دوی ومني.

دغه سفارت په یوې تازه خبرپاڼې کې ویلي دي چې هند به هغو ۸۰ فارغو نظامیانو ته د انګلیسي ژبې یو کلن پروګرام پیل کړي، کوم چې «د یو لړ تهدیدونو له امله افغانستان ته نه شي تللی».

سفارت ویلي دي، له دغو نظامیانو سره یې څو ځل د خوراکي توکیو مرسته هم کړې؛ خو هلته «بې برخلیکه» پوځیان وايي، سفارت ورسره مرسته نه ده کړې.

دغه پوځیان وايي، سربېره پر دې چې په وطن کې د دوی کورنۍ له «سختو اقتصادي» ستونزو سره مخامخ دي، دوی ته د طالبانو له لوري اخطارونه هم ورکړل شوي، هغه چې طالبان یې نه مني.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

دوی د هند له حکومت، امریکا او په هند کې له افغان سفارت څخه غوښتنه لري چې یوه بهرني ملک ته په وتلو کې دې له دوی او په افغانستان کې د دوی له بند پاتيو کورنیو سره مرسته وکړي.

ورته مهال د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق دویچه ويله ته وویل چې په هندوستان او ځینو نورو هيوادونو کې د مخکیني افغان پوځ له پاتې افسرانو او سرتېرو خبر دي او هڅه کوي چې له کوربه هيوادونو سره د تماس له لارې د پاتې افسرانو او سرتېرو د بېرته راایستنې له پاره زمینه برابره کړي.

هغه وايي ټول مسلکي کسان کولی شي په خپلو اړوندو ارګانونو کې د دندې له پاره د طالبانو حکومت ته مراجعه وکړي.

هغه وویل: «د عمومي بخښني د فرمان له مخې دې نه دوی او نه هم د پخواني نظام نور کسان تشویش کوي، ټولو ته عفوه ده او خپل هيواد ته دې راستانه شي.»

په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي تر بدلون مخکې د افغان پوځ ګڼ شمېر سرتېري له هيواده بهر د نظامي زده کړو له پاره استول شوي چې د جمهوریت له سقوط وروسته په بهرنیو هيوادونو کې بې سرنوشته پاتې شوي دي.

امید دیدار/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل