1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

«د ترهګرۍ له پاره د ټکنالوژۍ د کارول کیدو مخنیوی اړین دی»

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

هند وایي چې ترهګري د بشریت له پاره په ستر خطر بدل شوی دی او د ټکنالوژۍ، په ځانګړي توګه د کم مصرفه وسایلو غلطې استفادې د ترهګرۍ په اړه انديښنې لا زیاتې کړي دي.

USA - Indien Außen- & Verteidigunsministertreffen in Washington | Subrahmanyam Jaishankar
انځور: Michael A. McCoy/Pool/REUTERS

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۹ نیټه) د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد کمیټۍ د دوه ورځنۍ غونډې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې ترهګري اوس هم د بشريت له پاره یو تر ټولو ستر خطر جوړ شوی دی. د هغه په وینا نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په متحد ډول په پوره اخلاص او جدیت سره د دې ناوړه پدیدې د ختمولو کوښښ وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد به یي د ترهګرۍ له خطرونو سره د مقابلې په خاطر د ملګرو ملتونو «له ترهګرۍ سره د مبارزې وجهي صندوق» ته پنځه سوه زره ډالره د همکاري په توګه ورکړي.

هغه وویل: «هند به سږ کال یو این او سي ټي سي، ته نیم میلیونه ډالره مرسته په داوطلبانه شکل وړاندې کړي، څو د ترهګرۍ د مخنيوي او ورسره د مقابلې په خاطر د غړو هیوادونو د وړتیاو زیاتولو اقدامات لا زیات مستحکم کړای شي.»

اړوند: د هند د بهرنیو چارو وزیر: پاکستان په یو بل ډول «IT» کې تخصص لري

په ۲۰۰۱م کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې کمیټې (یو این او سي ټي سي) د رامنځته کیدو راهیسې، دا په هند کې د دغې کمیټې لومړنۍ غونډه ده. د ۲۰۲۲م کال له پاره د یو این او سي ټي سي، مشري د هند په لاس کې ده.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د البانیا، چین، فرانسې، ګابون، ایرلنډ، کینیا، مکسیکو، ناروې، روسیې، متحده عربي اماراتو، بریتانیې او امریکا استازي ګډون کوي.

د ترهګرۍ له پاره د ټکنالوژۍ ناسم استعمال

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د ټکنالوژۍ د ناسمې استفادې له کبله انديښنه څرګنده کړه.

هغه وویل چې په کم قیمت ترلاسه کیدونکي او نامعلومو فضایي پلیټ فارمونو ته مخ پر زیاتیدونکي لاسرسي د ترهګرۍ خطرونه لا زیات کړي دي.

هغه وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د ترهګرو له خوا د بې پیلوټه الوتکو او څلور څرخې لرونکو يا کوادکوپتر په مرسته د نړیوالو سرحدونو دواړو خواو ته د نشه يي توکو او وسلو د انتقالولو څو پيښې رامنځته شوي دي.

اړوند: د افغانستان په اړه پر پاکستان د هند غيرمستقيمه حمله

جی شنکر وویل: «د ترهګریزو ډلو او منظمو جرمي شبکو په وسیله د ډرون په څیر الاتو استعمال د ټولې نړۍ د حکومتونو انديښنې لا زیاتې کړي دي.»

د غونډې اجنډا څه ده؟

په دې غونډه کې به په ځانګړي توګه پر درو مهمو موضوعاتو بحث وشي. د هغو له جملې څخه په ترهګریزو فعالیتونو کې د انټرنټ او ټولنیزو رسنیو استعمال، د بودیجې را ټولولو له پاره د پیسو د تادیه کولو د نوي ټکنالوژۍ کاریدنه او د بی پيلوټه الوتکو په څیر د «یو اې وي» يا بې پلوټه الوتکو استعمال.

مخکې تر دې د جمعې په ورځ د غونډي د ګډون کوونکو د معرفي کیدو یو ملاقات په ممبئې کې د تاج محل پیلس هوټل کې ترسره شو چې د ۲۰۰۸م کال د نومبر په ۲۶ نیټه د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې په نښه کړای شوی و.

په همدې وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر ممبئې د ترهګریزو بریدونو د پلانونکو نومونه د نړیوالو ترهګرو په لیست کې د شاملولو موضوع راپورته کړه.

چین د نړیوالو ترهګرو په لیست کې د ممبئې په ترهګریزو بریدونو کې د پنځو تنو لاس درلودونکو کسانو د شاملولو د هڅو مخه نیولې وه.

همدارنګه دغه هیواد تیره میاشت هم د امریکا او هند له خوا د نړیوالو تروریستانو په لیست کې د ساجد میر (چې د پاکستان د لشکر طیبه غړی او د ممبئې د بریدونو یو لا پلانونکو څخه بلل کیږي) د نوم شاملولو هڅې ناکامه کړې وې.
جاوید اختر/ش.ن./ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب