1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي

محمد کریم صالح | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۱۸, جمعه

د هند د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په کابل کې خپله نمايندګي له تخنيکي کچې څخه سفارت ته پراخوي. دا خبر هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په ترڅ کې ورکړل شوی دی.

د هند د بهرنيو چار وزير سوبرامونیم جی شنکر د
د هندوستان د بهرنيو چار وزیر وویل: «خوښ یم چې نن په کال کې د هندوستان سفارت د تخنیکي ماموریت ارتقا اعلانوم.»انځور: Dursun Aydemir/Anadolu Agency/IMAGO

د هندي رسنیو په حواله د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن په نوي ډيلي کې له خپل هندي سیال سوبرامونیم جی شنکر سره ولیدل. ټایم آف اېنډیا د رپوټ مطابق په دغه کتنه کې شنکر وویل چې هندوستان به په کابل کې خپل تخنيکي ماموریت ته پراختیا ورکړي.

هند د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په افغانستان کې خپل سفارت او قونسلګرۍ وتړلې. دغه هېواد بيا په ۲۰۲۲م کال کې په کابل کې خپلې استازولۍ ته يوه تخنيکي ډله واستوله.

د هندوستان د بهرنيو چار وزیر وویل: «خوښ یم چې نن په کال کې د هندوستان سفارت د تخنیکي ماموریت ارتقا اعلانوم.»

امیرخان متقي د سه شنبې په ورځ نوي ډيلي ته ورسید او ټاکل شوې چې یوه اوونۍ به په هندوستان کې وي. متقي په روسیه کې د افغانستان په هکله تر ېوې غونډې چې په کې د چین، هندوستان، پاکستان، ایران، ازبیکستان، قرغزسیتان، تاجیکستان او قزاقستان هېوادونو استازو ګډون درولود، هند ته ولاړ.

هندوستان ته د متقي سفر د طالبانو د رسميت پېژندنې له پاره هڅې برجسته کوي. طالبان څه باندې څلور کاله کیږي چې پر افغانستان حاکم دي، خو د دوی د هڅو باوجود حکومت ېې تر اوسه یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی دی.

نوي ډيلي په داسې حال کې له متقي تود هرکلی کړی چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې، په ځانګړې توګه د مهاجرت او سرحدي ناامنيو په تړاو ترینګلي شوي دي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهر جایسوال د سه شنبې په ورځ پر اکس شبکه لیکلي ول: «موږ هغه [متقي] سره د دوه اړخيزو اړیکو او سیمیزو مسائيلو اړوند خبرو اترو ته په ډېره لېوالتیا انتظار کوو.»

د کابل او نوي ډيلي اړيکي

تر دې مخکې د هندوستان لوړپوړي ديپلومات ویکرم مصري په جنوري میاشت کې له امیرخان متقي سره په دوبۍ کې ليدلي ول چې په ادامه ېې متقي د هندوستان له خارجه وزیر سوبرامونیم جی شنکر سره پر ټیلفون خبرې وکړې.

د نوي ډيلي او کابل د محتاطانه اړيکو په لړ کې په اپریل مېاشت کې د افغانستان له پاره د هندوستان ځانګړي استازي د دوه اړخیزو سیاسي او تجاري اړيکو پر سر د خبرو اترو له پاره کابل ته سفر وکړ. 

کارپوهان وايي هندوستان غواړي د سیمې هېوادونو په کتار کې افغانستان سره په مناسباتو کې بېرته پاته نشي او طالبانو سره د نوي ډيلي په لوړه سطحه د تعامل تصمیم، د دې ښکارندوي کوي چې دغه هېواد د کابل په هکله په خپله پالیسۍ کې بدلون راوستلی دی.

د بحران له نړېوالې ډلې څخه ارشد څېړونکی پروين دونتهي، وايي چې نوي ډيلي ته د متقي سفر د دې ښکارندوي کوي چې هندوستان له طالبانو سره په عمل کې تعامل کوي.

 هغه وايي: «نوی ډيلی نړۍ ته د خپلو سیالانو چين او پاکستان یا له دوی دواړو سره د رقابت له عینکو ګوري. په یو متوازن خارجي سیاست کې د طالبانو هڅې چې په هغو کې له رقیبو هېوادونو او ډلو سره د اړیکو برقرارول هم شامليږي، د نوي ډيلي خپل عملکرد منعکس کوي.» 

په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ چې پر سر ېې د افغانستان د پخواني حکومت بېرغ زړېدلیانځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

هندوستان همدارنګه غواړي په افغانستان کې د زېربنايي چارو له لارې د چین ديپلوماتيک تسلط هم راکم کړي. دونتهي وايي چې نوی ډیلی نه غواړي چې ستراتيژیک حریف ېې چین پر کابل انحصاري نفوذ ولري.

هغه وايي پاکستان هم مخکې پر طالبانو ورته وضعیت درلودلی، خو د اسلام آباد او طالبانو تر منځ مناسبات ترینګلي شول او هندوستان دغه وضعیت ته د یو فرصت په توګه ګوري تر څو «په کابل کې خپله متواضع نفوس ته پراختیا او د یو سیميز ځواک په توګه خپل دريځ غښتلی کړی.»

هند ته د امیر خان متقي سفر او د پاکستان غبرګون

03:49

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب