1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د بډایه او بې وزلو ترمنځ توپیر په غیر عادي ډول ډیر شوی

۱۴۰۴ آبان ۱۴, چهارشنبه

په نړیواله کچه د نا انډولتوب په اړه د یوه نوي رپوټ په حواله په هندوستان کې له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې د لوړې کچې یو سلنه بډایه کسانو په شتمنۍ کې ۶۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په هند کې بې شمیر بې وزله ماشومان پر سړکونو پيدا کیږي، هم هلته لویان کیږي او بلاخره هم هلته مړي
په هند کې بې شمیر بې وزله ماشومان پر سړکونو پيدا کیږي، هم هلته لویان کیږي او بلاخره هم هلته مړيانځور: Manish Swarup/AP Photo/picture alliance

په تیرو لسیزو کې په هندوستان کې د بډایه او بې وزله خلکو په شتمنۍ کې په غیر عادي ډول توپير رامنځته شوی دی. د جي ۲۰ کاري ډلې د رپوټ پر بنسټ چې د سه شنبې (د نومبر میاشتې ۴ نیټه) په ورځ یې خپور کړی دی د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۳م کلونو ترمنځ د لوړې کچې شتمنو کسانو خپله دارایي ۶۲ سلنه زیاته کړې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې له ۲۰۰۰ کال څخه وروسته د رامنځته شوې نوې شتمنۍ ۴۱ سلنه برخه د نړۍ د نفوس یو سلنه بډایه کسانو ترلاسه کړې ده.

دغه رپوټ چې د « World Inequality Lab» یا د نا انډولتوب نړیوال لابراتوار د ارقامو پر بنسټ جوړ شوی دی وایي چې د نړۍ ۵۰ سلنه د ټيټ عاید لرونکي نفوس په شتمنۍ کې یوازې ۱ سلنه زیاتوالې رامنځته شوی دی.

یا په بل عبارت، ۱ سلنه بډایه کسانو د ۵۰ سلنه بې وزله کسانو په نسبت ۲۶۵۵ برابره ډیرې پيسې ګټلي دي.

کاري ډلې سپارښتنه کړې ده چې د نا برابرۍ له پاره دې یو نوی نړیوال پینل رامنځته کړای شي چې د نا انډولتوب لاملونه او اغیزې وڅاري او حکومتونو او پالیسي جوړوونکو ته لارښوونه وکړي.

نا انډولتوب دیموکراسۍ ته زیان رسوي او سیاست کمزوری کوي

د رپوټ لیکوالانو خبرداری ورکړی دی چې په کومو هیوادونو کې چې اقتصادي نابرابري زیاته وي، هلته د دیموکراتیک نظام د زوال خطر زیاتیږي.

نړیوال بانک: د سختې لوږې له منځه تلل ممکن دي

01:25

This browser does not support the video element.

د نوبل جایزې ګټونکی اقتصادپوه جوزف ستګلتز، چې د نړیوالې نابرابرۍ په اړه د خپلواکه متخصصینو د ځانګړې کمیټې مشر و، وویل: «دا نه یوازې غیر عادلانه دی، بلکې ټولنیزه همغږي هم کمزورې کوي. دا زموږ د اقتصاد او سیاست دواړو له پاره ګواښ دی.»

دغه کمېټه د سویلي افریقا د ولسمشر سیرل رامافوسا، په غوښتنه رامنځته کړای شوې وه. رامافوسا د ۲۰۲۵م کال تر نومبره پورې د جي۲۰ ډلې مشري کوله، چې تر هغې وروسته دغه مسئولیت امریکا ته وسپارل شو.

په رپوټ کې نور څه ویل شوي؟

د رپوټ لیکوونکو د «بشپړ طوفان» اصطلاح په کارولو سره ویلي دي چې د کویید-۱۹ وبا، د اوکراین جګړې او سوداګریزو شخړو په څیر نړیوالو بحرانونو غربت او نا انډولتوب لا زیات کړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې په نړۍ کې له هرو څلورو څخه یو کس ډېر وخت خواړه نه شي ترلاسه کولی، په داسې حال کې چې د میلیاردرانو شتمني د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.

له ۲۰۲۰م کال وروسته په نړیواله کچه په بې وزلۍ یا فقر کې د کمښټ بهیر تقریباً دریدلی دی او په ځنو سیمو کې لا برعکس زیات شوی دی.

سربیره پر دې، ۲،۳ میلیارد خلک د متوسط یا شدید غذایي ناامنۍ حالت سره مخامخ دي، چې دا د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۳۵ میلیونه زیات دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب