د هند په لوېديځ کې د آسام ایالت پوليسو د جمعې په ورځ د کم سنۍ په ودونو کې د لاس درلودونکو پر ضد عملیات ترسره کړي او تر ۱۸۰۰ ډېر نارينه یې نيولي دي.
د دغه ايالت لومړي وزير هيمنتا بسوا سرما، وويل چې په ټول ايالت کې د هغو کسانو پر ضد عمليات پيل شوي دي چې «د ماشومانو د واده ضد قانون» څخه یې سرغړونه کړې ده. نوموړي د توتير له لارې د نيول شويو کسانو شمیر هم تائيد کړی دی.
م.م: هند کې د ماشومو ناويانو تر ټولو لوړ شمير لري
سرما د رويترز خبري آژانس ته وويل چې پوليسو پنجشنبه د شپې ناوخته د هغو کسانو په نيولو پېل وکړ چې په مندرونو او جوماتونو کې یې د کم سنه نجونو د ودونو په راجستر کولو کې مرسته کړې ده.
ولي په هند کي بايد د ناوې ښه انگليسي زده وي؟
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې: «له مسلمانانو نیولې تر هندوانو او عيسويانو او همدا راز د آسام د چايو باغونه لرونکو قبايلي وګړو پورې په دې کې شامل دي، يعني د دې ناوړه ټولنیز جرم له کبله په نيول شويو کې د هرې عقيدې او ټولنې خلک شامل دي.»
بسوا سرما په خپلو خبرو کې وويل: «په کم سنۍ کې واده په کم سنۍ کې د ميندوارۍ تر ټولو ستر دليل دی چې په پایله کې د مور او ماشوم د مړينې د لوړې کچې له پاره هم مسئول دی.»
د هند د قانون پر اساس د هغو نجونو ودول چې لا اتلس کلنې شوي نه وي، غير قانوني کار دی خو دغه قانون زياتره وخت تر پښو لاندې کيږي.په هندوستان کي دنارینه وو سره د جبري واده کولو پيښي ډیری سوي دي
د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس هند په نړۍ کې د ماشومانو د ودولو تر ټولو ستر تناسب لري چې کابو ۲۲۳ ميليونه ودونو ته رسېږي او دا د ټولې نړۍ د کم سنۍ د ودونو کابو يو پر درېمه برخه ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» د ۲۰۲۰ م کال د يوه رپوټ په حواله په هند کې هر کال کابو ۱،۵ ميليونه کم سنه نجونې ودول کیږي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters, DW sources)
زموږ له آرشيف څخه:
د اړتیا وړو اوبو پوره کولو له پاره ودونه
د وچکالۍ پر مهال د هند د ځنیو سیمو خلک د اوبو په یوه غوړپ پسې زوریږي. په هند کې د دینگانمل کلي یو شمیر نارینه له همدې امله دوه یا دری ودونه هم کوي. دغه ښځې باید د کور د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.
انځور: Reuters/Danish Siddiquiد ۶۶ کلن ساکها رام بهگت د میرمنو شمیر لوړ شوې. هغه وایې:« زما لومړۍ ښځې باید د ماشومانو پالنه کړی وای، کله چې زما دویمه ښځه ناروغه شوه او د اوبو دراوړلو له پاره نور څوک نه وو بیا نو زه مجبوره شوم دریم واده وکړم.»
انځور: Reuters/Danish Siddiqui« د اوبه راوړونکي ښځې» په توگه د احترام وړ
بهگت(په انځور کې ښې خواته) له خپلو میرمنو بهاگي(کیڼ اړخ ته) او ساکهري (له کیڼ څخه دویمه)سره په اوبو پسې روان دی. د هندوستان په لیرو پرتو سیمو کې اوبو راوړونکو ښځو ته د احترام په سترگه کتل کیږي، ځکه دوی له ډیرې لیرې فاصلې څخه اوبه راوړي.
انځور: Reuters/Danish Siddiquiپه جسماني ډول ډیر سخت کار
یوه کلیواله ښځه له کوهي څخه خپل منگي ډکوي. د هندوستان په دریم لوی ایالت مهاراشتر کې د رسمي ارقامو پر اساس۱۹۰۰۰ کلي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ نه لري.
انځور: Reuters/Danish Siddiquiپه کور کې د اوبو زیرمه کول
په مهاراشتر ایالت کې خلک د څښاک اوبو قلت او وچکالې اندیښمن کړي دي. له همدې امله کلیوالي خلک په منگیو کې اوبه زیرمه کوي او دغه اوبه بیا په داسې ځای کې ږدي چیرې چې سیورې وي.
انځور: Reuters/Danish Siddiquiپه هندوستان کې له یوه څخه پر ډیرو ودونو بندیز
په هندوستان کې په رسمي ډول یو سړی اجاره نه لري چې تر یوې ډیرې میرمنې ولري. خو سره له دې هم د هندوستان په دینگانمل سیمه کې ډیر داسې کورنۍ شته چې په هغې کې« اوبه راوړونکي ښځي» وي. په دې انځور کې نام دیو له خپلو دوو میرمنو شِوارتي(کیڼ) او باگابائې(ښي) سره لیدل کیږي.
انځور: Reuters/Danish Siddiquiکونډې او د کور یوازیني نفقه راوړونکي
د نام دیو دویمه ښځه شِوارتي له کوهي څخه د بیرته راتگ پر وخت یو طرفته خپل لمسې په غیږ کې نیولې او له بلې خوا یې د اوبو دوه ډک منگي پر سر ایښي دي. اکثره اوبه راوړونکي ښځې کونډی وي او یا هم د کور یوازني نفقه گټونکي دي.
انځور: Reuters/Danish Siddiquiتور او سپين یادگاري انځورونه
باگابائی د نام دیو لومړنۍ میرمنه ده. د باگابائې په کور کې له میړه سره د هغې یو ډیر پخوانې توراو سپين انځور پر دیوال لگول شوې دی. له دې انځور څخه داسې معلومیږي چې په ځینو سیمو کې دویمې او دریمې میرمنې ته د لومړۍ میرمنې درجه نه ورکول کیږي.
انځور: Reuters/Danish Siddiqui