1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

هندی ماشوم د نړیوال شطرنج تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۱۳, پنجشنبه

هندي سرویګیا سنګ کشواها یوازې د درو کلونو، اوو میاشتو او شلو ورځو په عمر کې د شطرنج د نړیوال فدراسیون د ریټنګ رسمي رتبه ترلاسه کړه. نوموړی اوس د شطرنج د تاریخ تر ټولو کوچنی رتبه لرونکی لوبغاړی دی.

په انځور کې د لوبې په جریان کې د شطرنج یوه تخته لیدل کیږي
د هند د مدهيه پرديش ایالت يوه ماشوم د درو کلونو، اوو میاشتو او شلو ورځو په عمر کې د شطرنج د نړیوال فدراسیون د ریټنګ رسمي رتبه ترلاسه کړه.انځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

سرویګیا سنګ کشواها، په خپل هیواد کې د انیش سرکار تیر ریکارډ مات کړ. انیش سرکار دغه رتبه تیر کال په نومبر کې د درو کلونو، اتو میاشتو او ۱۹ ورځو په عمر کې ترلاسه کړې وه.

د مدهیه پردیش ایالت د یوه وړکتون د دغه ماشوم رپيډ ریټنګ یا د ګړنديتوب درجه ۱۵۷۲ ده.

د شطرنج د نړیوال فدراسیون د رتبې ترلاسه کولو له پاره یو لوبغاړی باید لږ تر لږه یو رتبه لروونکي لوبغاړي ته ماته ورکړي. ریټډ یا رتبه د لوبغاړي وړتیا ښکاره کوي، په داسې حال کې چې نړیواله درجه بندي جلا موضوع ده.

په شطرنج لوبو کې د نړۍ د لومړۍ درجې لوبغاړي میګنس کارلسن د ګړیندیتوب درجه ۲۸۲۴ ده.

د سرویګیا پلار سدهارته، وویل چې دا ورته ډیر د ویاړ خبره ده. نوموړي هندي رسنیو ته وویل: «مونږ غواړو چې هغه اتل لوبغاړی شي.»

سرویګیا د خپل ایالت او هیواد په مختلفو ښارونو کې جوړو شوو سیالیو کې درو رتبه لروونکو لوبغاړو ته په ماتې ورکولو سره دا ریکارډ جوړ کړی دی.

هندوستان د شطرنج د اتلانو پر ټاټوبي د بدلیدو په حال کې دی.

د هند د تامیل ناډو ایالت په یوه سالون کې د ۲۰۲۲م کال د شطرنج د ۴۴ المپیک سیالیو یو انځورانځور: Sri Loganathan/ZumaPress/IMAGO
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب