کله چې د هند د کلکتې په يوه دولتي روغتون کې په وينو لړلی د يوې ډاکټرې مړی وموندل شو، نو په ټول هند کې احتجاجونه پېل شول. له دغې پيښې وروسته په دغه هيواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوامداره ستونزې پر ضد غوسه زياته شو.
د دې قضیې یوازیني تورن ۳۳ کلن سنجې رای دی. هغه د جمعې په ورځ په کلکته کې یوې محکمې ته وویل چې بېګناه دی. دا خبره د هغه وکیل سوراو بانډیوپادیاي د فرانس پرس خبري آژانس سره شريکه کړه.
رای محکمې ته وویل: "زه ګناهګار نه یم، عالیجناب، زه په دې قضیه کې په ناحقه تورن شوی یم."
پاکستان: د جنسي تیري جعلي خبر د واقعي احتجاجي خوځښت سبب شوی
رای چې د روغتون یو رضاکار و، د وژنې یوه ورځ وروسته ونیول شو او له هغه وخت راهیسې بندي دی. که چېرې هغه مجرم وپېژندل شي، کېدای شي د مرګ سزا ور کړل شي. محکمې د روان کال د نومبر په ۱۱مه د شاوخوا ۵۰ شاهدانو د شهادتونو اورېدنه پیل کړه وه.
وکیل بانډیوپادیا وویل: "قاضي انیربن داس له هغه څخه د شپږ ساعتونو په اوږدو کې چې تر ماښام ناوخته پورې روانه وه، له ۱۰۰ څخه ډېرې پوښتنې وکړې."
رای مخکې له دې هم د نومبر په میاشت کې په یوه محکمه کې د محکمې څخه بهر د زندان له موټر څخه چیغې وهلې او خپله بېګناهۍ یې اعلان کړې وه.
په کلکتې کې ډاکټرانو د دې وحشیانه برید په غبرګون کې د څو اونیو لپاره کار بند کړی و.
په لسګونو زره عادي هندوانو په اعتراضونو کې ګډون وکړ چې موخه یې د ښځینه ډاکټرانو لپاره د وېرې پرته د کار کولو د تدابیرو پر نشتوالي غوسه څرګندول وه.
چېک: په جنسي تېري او قتل تورن افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو
د هند سترې محکمې یوه ملي کاري ډله جوړه کړې چې د روغتیايي کارکوونکو د امنیت د پیاوړتیا څرنګوالی وڅېړي او ویلي یې دي چې د دې وژنې وحشت "د ملت ضمیر لړزولی دی".
د دې برید وحشت د ۲۰۱۲ کال له هغې پېښې سره پرتله شوی چې پکښې په یوه سرويس يا بس موټر کې پر یوې ځوانې ښځې ډلهییز جنسي تېری شوی وی او بيا وژل شوې وه. دغې پيښې د څو اونيو لپاره ملي اعتراضونه راپارولي ول.
د ډاکټرې د وژنې د قضيې سره مربوطه محاکمه دوام لري او راتلونکې اورېدنه به يې د جنورۍ په دويمه نېټه ترسره شي.
انځوریز رپوټ: د بل هر هیواد پرتله هند کې د ښځینه پیلوټانو شمیر لوړ دی
هند د نړۍ هغه هیواد دی چې تر ټولو ډیر ښځینه پيلوټانې فارغوي. نور جزئیات په دې انځوریز راپور کې لوستلی شئ:
انځور: Imtiyaz Khan/AA/picture alliance د هند د هوا نوردۍ د لومړني سوداګریز شرکت (انډین ایئرلائنز) چې وروسته بیا په (ائیر انډیا) بدل شو، لومړنی ښځينه پیلوټه دُربا بینرجي، نومیده چې په ۱۹۶۶ م کال کې یې دغه ویاړ ترلاسه کړی و.
انځور: Manish Swarup/AP/picture allianceپه دغه انځور کې کپتانه زویا اګروال له فرانسې خبري آژانس سره د یوې مرکې پر مهال لیدل کیږي. که څه هم هند په نړیواله کچه د ښځینه پیلوټانو په برخه کې تر ټولو لوړ شمیر لري، خو زویا اګروال وایي کله به یې چې خپلې مور ته ویل غواړي په هوا کې پرواز وکړي، نو هغې به ورته په ځواب کې ویل چې له یوه مناسب هلک سره واده کولو ته انتظار وباسه.
انځور: Money SHARMA/AFPد هند د هوایي ځواکونو یوه افسره نوي ډهلي ته نږدې په هیندون هوایې اډه کې د هند د هوایي ځواکونو ورځې په پوځي پریټ کې د دغه هیواد د هوایي ځواکونو یوه قطعه رهبري کوي. انځور د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتې دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarupد ۲۰۲۱م کال شمیرې ښيې چې د هند په ټولو تجارتي پروازونو کې د ښځینه پیلوټانو شمیر ۱۲،۴ سنله و، دا په داسې حال کې ده چې په المان کې بیا د ښځینه پيلوټانو شمیر یوازې ۶،۹ سلنې ته رسیږي. دغه شمیر د هوا نوردۍ له تر ۱۰۰ ډیرو شرکتونو څخه ترلاسه شوي دي.
انځور: Imtiyaz Khan/AA/picture alliance یوه د پاخه عمر لرونکې ښځه د سارنګ په نامه نوې فارغې شوې پیلوټې ته مبارکي ورکوي.
انځور: Seshadri Sukumar/Zumapress/picture alliance دا چې ولې په هند کې دومره ډیرې ښځې پيلوټانې کیږي؟ د دې پوښتنې ځواب دوو هندي ښځو ورکړی دی چې د څو لسیزو څخه الوتکو ته پرواز ورکوي. د دوی په خبره د ښځینه پیلوټانو د زیاتوالي دلایل تر یوې اندازې د مالي امکاناتو، بورسونو او د کورنیو د پراخیدو ملاتړ پورې اړه لري.
انځور: Imtiyaz Khan/AA/picture alliance په دغه سویل آسیایي هیواد کې د ښځو له پاره ژوند کول آسانه نه دي او د هلکانو په پرتله ډیرې نجونې خپلې زده کړې په نیمايي کې پریږدي. خو سره له دې ټولو ستونزو په دغه هیواد کې د ښځینه پیلوتانو شمیر ډیر لوړ دی.
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharmaد ائیر انډیا په نامه د هند د هوا نوردۍ د دولتي شرکت څو تنه پیلوټانې د ښځو د نړیوالې ورځې د مراسمو لمانځلو پر مهال لیدل کیږي. انځور د ۲۰۱۷ م کال د مارچ میاشتې د ۷ نیټې دی.
انځور: picture-alliance/abaca/I. Khanپه دغه ګراف کې د هند د هوا نوردۍ په مختلفو شرکتونو کې د ښځینه پيلوټانو د شمیر سلنه ښودل شوې ده.