هند ۲۳ پاکستاني وګړي د ترهګرو نوملړ کې شامل کړي
۱۴۰۵ تیر ۱۳, شنبه
د پرس ټرسټ آف انډیا (PTI) خبري اژانس د راپور له مخې، د هند حکومت د ترهګرۍ ضد قانون، چې د غیرقانوني فعالیتونو (مخنیوي) قانون (UAPA) په نوم پېژندل کېږي، له مخې په پاکستان کې مېشت ۲۳ کسان د «ترهګرو» په توګه اعلان کړي دي.
د هندوستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د صادر شوي حکم له مخې، دغه کسان له وسله والو ډلو، د جیش محمد او لشکر طیبه سره تړاو لري.
د هند حکومت د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې د ترهګرۍ ضد قانون تعدیل کړ، څو پکې داسې ماده شامله کړي چې حکومت ته اجازه ورکوي یو فرد د «ترهګر» په توګه اعلان کړي.
د هندوستان د قانون تر دې تعدیل مخکې، یوازې سازمانونه د ترهګرو سازمانونو په توګه د اعلانیدو امکان موجود وو.
د هندوستان د حکومت له لوري د ترتیب شوي د ترهګرو د نومونو په دې نوملړ کې شاملول د هند ملي تحقیقاتي ادارې یا (NIA) ته اجازه ورکوي چې د هغوی مالي سرچینې بندې کړي، د وسلو پر پلور بندیز ولګوي او شتمنۍ یې ضبط کړي.
د هندي ورځپاڼې هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د ۲۳ نویو نومونو په اضافه کېدو سره، اوس په دې نوملړ کې د هغو کسانو شمېر ۸۰ ته رسېدلی چې هندوستان د ترهګرو په توګه اعلان کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دې نوملړ کې نوي شامل شوي کسان د لشکر طیبه د بنسټګر حافظ سعید درې نږدې کسان هم دي. حافظ سعید د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ په بریدونو کې پر لاس لرلو تورن دی؛ هغه بریدونه چې له ۱۶۰ څخه ډېر کسان یې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.