1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند: په يوه چاودنه کې اته تنه پوليس وژل شوي

بريښنا صابر | فرانس پریس، رويترز
۱۴۰۳ دی ۱۷, دوشنبه

د هند پوليسو ويلي دي چې د امنيتي ځواک اته تنه غړي او د هغوی يو موټر چلوونکی د يوه بمي بريد په پايله کې وژل شوی دی. د چارواکو په حواله دا چاودنه د ماويست ياغيانو له خوا شوې ده.

آرشيف انځور: د هند ماويستي ياغیان
چهتيس ګړ او د هند په مرکزي او ختیځه برخه کې یې پراته ګاونډي ايالتونه له لسیزو راهېسې د ماوستي ياغيانو د فعاليتونو سره لاس او ګريوان ديانځور: picture-alliance/AP Photo/M Quraishi

د هند پوليسو د دوشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په جاري کولو سره د رسنيو هغه رپوټونه تائيد کړي دي چې وايي د يوه بمي بريد په ترڅ کې اته تنه پوليس او د هغوی يو موټر چلوونکی وژل شوی دی. 

دا بمي بريد د هند په چهتيس ګړ ايالت کې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو د لړۍ تازه پېښه ده او د امنيتي ځواکونو او ياغیانو ترمنځ د نښتو چې په دې وروستيو کې یې زور اخيستی دی، وروسته شوی دی.

چهتيس ګړ او د هند په مرکزي او ختیځه برخه کې یې پراته ګاونډي ايالتونه له لسیزو راهېسې د ماوستي ياغيانو د فعاليتونو سره لاس او ګريوان دي خو په دې وروستيو کلونو کې هغه ساحې ډېرې لږې شوي دي چې وسله والې ډلې پکې فعالې وې.

د هند رسنيو له لوري په خپرو شويو انځورونو کې ليدل کيږي چې دې چاودنې د سړک پر غاړه يوه ژوره کنده رامنځته کړې ده.

اړونده موضوع: د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې دری سرتېري وژل شوي

په هند کې د ماويستانو په بريدونو کې په دې وورستيو څو لسیزو کې ۱۰ زره کسان وژل شوي دي. دا ياغيان ادعا کوي چې په معدني ذخایرو د غني سيمو د بومي اوسېدونکو د حقونو له پاره چې څنډې ته کړل شوي دي، مبارزه کوي.

د هند حکومتي ځواکونو د یوې اوږدې مودې راهېسې روان کړکيچ د له منځه وړولو له پاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي دي. رسمي شمیرې ښيي چې یوازې په ۲۰۲۴م کال کې څه نا څه ۲۸۷ تنه ياغيان وژل شوي دي.

په چهتيس ګړ ايالت کې د دوشنبې ورځې بريد په داسې حال کې شوی دی چې عسکر د ماويستي ياغيانو پر ضد تر عملياتو وروسته بيرته راستانه شوي ول. دا عمليات د شنبې په ورځ ترسره شوي ول او په پایله کې یې څلور ياغيان او د پوليسو يو افسر وژل شوی وو.

د ايالتي پوليسو د ماويستي یاغيانو ضد عملياتو رئيس ويويکاناند سينها، وويل: «نن د امنيتي ځواک ۸ تنه غړي او د هغوی موټر چلوونکی هغه وخت ووژل شول چې موټر یې پر يوه ماين ور برابر شو.»

اړونده موضوع: په کشمیر کې دوه هندي پوځیان او دوه ملکیان وژل شوي دي

دا ياغيان چې د ناګزال يا نګسلايت په نامه ياديږي، د چين له انقلابي مشر ماو تسه تونګ، څخه یې الهام اخيستی او له ۱۹۶۸م کال راهېسې یې په نګسلايت سيمه کې خپل وسله وال بغاوت پېل کړی دی.

په تېر کال میلادي کال کې د ۱۰۰۰ په شا او خوا کې شکمن کسان ددې ياغي ډلې د غړيتوب په تور ونيول شول او نور ۸۳۷ تنه تسليم شول.

د هند د کورنیو چارو وزير اميت شاه، په سپتمبر میاشت کې ماويست ياغيانو ته خبرداری ورکړی وو چې که چېرې تسليم نه شي نو له «هر ډول» حملو سره به مخامخ شي. هغه ويلي ول چې په پام کې لري د ۲۰۲۶م کال تر پېل پورې دا ياغيتوب له منځه يوسي.

تر ۲۰۲۰م لسیزې پورې دا ډله د ودې په حال کې وه او د غړيو شمير یې مخ پر ډېريدو وو خو بيا وروسته د هند حکومت د «سره دهلیز» په نوم نومول شويو سيمو کې په زرونو امنيتي ځواکونه د دې ډلې پر ضد ځاي پر ځای کړل. د دې په پایله کې په دې وروستيو کلونو کې ياغيان کمروزې شوي دي.

حکومت له دې ډلې سره د مبارزې له پاره پر پوځي اقداماتو سربیره په دې سيمو کې د زیربناو او ټولنیزو پروژو په برخه کې د ميليونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب