قرباني نسيم قريشي ۵۶ کاله عمر درلود چې د اوونۍ په ترڅ کې د يوې قهرېدلې ډلې له خوا ووژل شو ځکه چې د غوښي غوښه ورسره وه. د هند په ځينو برخو کې د غويي د غوښې خرڅلاو او مصرف منع دی. غواوې په هندويزم کې سپېڅلي حيوانات بلل کيږي او په هغو خلکو باندې چې د غوا د غوښې په استقاده او خرڅلا کې ښکیل ول، پخوا هم بريدونه شوي ول.
له هغه وخت راهیسې چې په هند کې د نریندرا مودي ملتپال حکومت واک ته رسیدلی، ځینو هندي مذهبي سخت دریځو ډلو په ځینو مواردو کې قانون مات کړی او هڅه یې کړې چې قانون په خپله تطبیق کړي. د هند د بِهار ایالت حکومت هم د نریندرا مودي د بهارتیا جانتا ګوند په لاس کې دی.هندوستان
د پولیسو د اعلامیې له مخې، په پیښه کې له شلو ډیرو قهرجنو کسانو قرباني کس نیولی او ډبولی دی. اعلامیه زیاتوي چې پولیسو مداخله هم کړې خو نسیم قریشي روغتون ته پر لارې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پیښې د سیمې د پولیسو مشر رام چندرا تیواري د تلیفون له لارې رسنیو ته ویلي چې د پیښې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
په هند کي د غوا د طلايي شودو پر سر بحثونه ـ انځوريز راپور
په هند کي د مالونو، کب نېونې او د پۍ ورکوونکو څارويو د وزارت د «د غواګانو ملي کميسيون» ويلي ول چي د هندۍ غواوو په شودو کي د سرو زرو يا طلا ذرات موجود وي. دغه ادعا مودي غبرګون ته اړ کړ. جزيات دلته لوستلای سئ:
انځور: Yamil Lage/AFP/Getty Images«ِغوا که توره ده، نو پۍ يې سپيني دي»
هغه ضرب المثل چي «غوا که توره ده، نو پۍ يې سپيني دي» په زياتو ژبو کي په بيلو بڼو شتون لري. خو دغه ضرب المثل په هند کي په زياته په تيرو ورځو کي يوه بله معنی ترلاسه کړې ده. دا ځکه چي يو شمير هندوان وايي چي «د هندي غواګانو شودې طلايي ذرات لري.»
انځور: SAM PANTHAKY/AFP«هندۍ غواګاني طلايي شودې ورکوي»
د هند لومړي وزير نريندرا مودي حکومت منلې ده چي د هندي نسل غواوي داسي شودې نه ورکوي چي پکښي سره زر موجود وي. ترمخه د هند د مالدارۍ، کب نېونې او شودو ورکونکو حيواناتو د ساتنې له پاره د ځانګړي وزارت يوې ادارې چي «د غواګانو ملي کميسيون» نوميږي ادعا کړې وه چي د هندي نسل غواګانو په شودو کي د سرو زرو ذرات موجود وي.
انځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture allianceد هند په پارلمان کي د بحث پر وخت د مالدارۍ، کب نېونې او شودې ورکوونکو څارويو وزير دې ته اړ سو چي ومني چي د هندي نسل او نورو غواګانو د شودو تر منځ هيڅ فرق نسته. دا بحث د هغه وروسته په پارلمان کي پېل سو کله چي د کانګريس ګوند دوو استازو له حکومت څخه د غواګانو د شودو په هکله پوښتنې وکړي.
انځور: Eric Lafforgue/Imago Images/Hans Lucasحتمي ثبوت نه دی موندل سوی
د کانګريس ګوند د استازو په ليکلي جواب کي اړونده وزير، سنجيو باليان ليکلي دي: «د زراعتي څېړنو له پاره د هند کونسل په حواله د بهرنيو غواګانو او هندي نسل د غواګانو د شودو تر منځ د معيار د فرق له پاره حتمي ثبوت نه دی موندل سوی.»
انځور: DW/S. Konnigerد غوا د بولو پر فايدو تحقيق کوونکې دولتي اداره
د مودي حکومت د دې له پاره چي د غواګانو د بولو، شودو، غوړو، مستو او خوشايي پر افاديت يا ګټو تحقيق وسي، يوه ځانګړې اداره رامنځ ته کړې ده. دغه اداره چي د مالدراۍ د وزارت ماتحت کار کوي له ۲۰۱۹ څخه د غوا پر يادو څېزونو تحقيقات کوي. همدغې ادارې څو ورځي تر مخه د هندي غواګانو په شودو کي د طلايي ذراتو د شتون ادعا کړې وه.
انځور: DW/S. Konnigerد هندوانو د ديني عقېدې له مخي غوا او غوايي مقدس دي. له همدې کبله د هغوی د عقېدې له مخي د غوا وژل او په زياته د هغې غوښي خوړل د يو ستر ناپاک کار کول تعبير کيږي. په زړو ويدايي متونو کي غوا ته د الهيه خطاب سوی چي د ټولو ژوندي څيزونو مور بلل سوې ده. له همدې کبله هندوان غوا يا غوايي ته د «ګايې ماتا» يعني مور غوا خطاب کوي.
انځور: Reuters/R. Jadhavد کرونا ويروس پر ضد د غوا اورږه
د کرونا پاندمي له پيل راهيسي په هند کي زيات شمير هندوانو د ياد ويروس څخه د ځان ساتلو له پاره د غوا له شودو توليد کېدونکو توليداتو ته د درملو په توګه د استعمال کار پېل کړی دی. په دې ترڅ کي زيات شمير په دې عقيده دي چي د غوا اورږه چي د ګلګي د پيدا کيدو سره سم د هغې له غولانځي څخه راوځي، د کرونا څخه د ساتنې درمل دي.
انځور: Reuters/D. Siddiquiد غوا د بولو څښلو اجتماعي غونډي
د کرونا پاندمي پر وخت په هند کي د هندواڼو هغه اجتماعي غونډي په نړيواله توګه رسنيزي سوې چي پکښي زيات شمير انسانان راټولېدل او په ګډه به يې د غوا بولې چښلې. دغه ډول غونډو کي ګډون کوونکي په دې باور دي چي د «مقدسې غوا» بولي «مقدسې» او شفا بخښونکي دي.
انځور: AFP/J. Andrabiکه څه هم چي د هند څېړنيزو ساينسي ادارو ښودلې چي د هندي غواګانو او بهرني نسل غواګانو د شودو تر منځ د معيار فرق يې نه دی ثابت کړی، خو زيات شمير مذهبي هندوان او سياستوال وايي «د ساينس خبري نه منو». د لومړي وزير د بي جې پي ګوند سره تړاو لرونکي د مدهيه پردېش رياست د کلتور وزير، اوشا ټهاکر د بېلګي په توګه ادعا لري چي په لمر کي د غوا د افرازاتو سوځل تر دولسو ساعتونو پوري يو کور له کرونا ويروس څخه ژغوري.
انځور: Reuters/D. Siddiqui