1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: د یوې ودانۍ نړېدو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۳ شهریور ۱۸, یکشنبه

هندي ژغورنکو نن یکشنبه (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۸مه) په لکنو ښار کې د یوې درې پوړيزې نړيدلې ودانۍ له ويجاړیو د اتو مړو جسدونه را ایستلي دي. هندي رسنۍ وايي په دې پیښه کې ۲۸ کسان ټپيان شوي هم دي.

د هندوستان په اترا پردیش ایالت کې د سپتمبر په ۸مه نړيدلی ساختمان
د هندوستان د اترا پردیش ایالت په لکنو ښار کې د سپتمبر په ۸مه د نړېدلي ساختمان له ويجاړیو د اتو کسانو مړي راوښکل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي انځور: Nand Kumar/Press Trust of India/IMAGO

د هندوستان د اترا پردیش ایالت اعلی وزیر، یوګي ادیتیانات، په یوه اعلامیه کې د لکنو پېښه «زړه ماتوونکې» بللې او د قربانیانو له کورنیو سره ېې خواخوږي ښودلې ده.

هندي رسنۍ (پي ټي آی) د نړېدلي ساختمان انځورونه خپاره کړي چې ښيي ژغورونکي په کې د لویو ماشينونو په واسطه د مړو د راوښکلو هڅې کوي.

سرچينه د چارواکو له قولي وايي چې د اتو کسانو مړي را ایستل شوي او ۲۸ نور په دغه پېښه کې ټپیان شوي دي.

په هندوستان کې دغه ساختمان د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته ونړېد. د ساختمان د نړېدو لامل لا روښانه نه دی. د فرانسې د خبري آژانس په حواله دا یو سوداګریز ساختمان وو چې د مختلفو کوچنیو شرکتونو له خوا ورڅخه استفاده کېده.

آکاش سینګ چې په نړېدلي ساختمان کې ېې کار کاوه، د پي ټي آی په نامه هندي رسنۍ ته وويل چې د ساختمان په یوه پایه کې درز رامنځ ته شو چې له کبله ېې دی وډار شو او د ساختمان لاندیني پوړ ته یې منډه کړه. هغه وويل: «ناڅاپه ساختمان پر موږ راولوېد.»

په هندوستان کې د ساختمانو نړېدل معمول دي، په تېره د جون او سپتمبر میاشتو په ترڅ کې چې موسمي ورښتونو په کې زیات وي. له بل لوري د ساختمانونو زوړوالی او د کانالیزاسیون د سیستم نشتون هم دا ډول پېښو یو له دلیلونو شمیرل کیږي.

(AFP)mks/akh/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب