1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

هندي سرتیرو پر سرحدي پوله یو پاکستانی تبع وژلی

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ خرداد ۳, شنبه

هندي ځواکونه وایي یو پاکستانی وګړی یې چې هڅه یې کوله له نړیوال سرحد څخه واوړي او د دریدو امر یې نه و منلی، په ډزو وژلی دی. پاکستان تر اوسه پورې دې پيښې ته غبرګونه نه دی ښودلی.

هندي پوځ له پاکستان سره په گډه پوله یو پاکستانی تبع په ډزو وژلی دی
هندي پوځ له پاکستان سره په گډه پوله یو پاکستانی تبع په ډزو وژلی دیانځور: Jaipal Singh/dpa/picture alliance

د ډزو دغه پيښه دوه اونۍ وروسته له هغې رامنځته شوې چې دوو پخوانیو رقیبانو (هند او پاکستان) وروسته له څلورو ورځو نښتو څخه چې د توغندیو، بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او توپخانو د ډزو په پایله کې ۷۰ تنه ووژل شول، د اوربند اعلان وکړ.

د هند د سرحدي امنیت ځواکونو اعلان وکړ چې سرتیرو یې د جمعې ورځې په مادزیګر یو مشکوک کس چې د سرحدي حصار[اغزن سیم] پر لور روان و د نړیوالې پولې بلې غاړه ته د ګجرات ایالت په باناسکانتا سیمه کې ولید.

د هند سرحدي ځواکونو په خپله اعلامیه کې زیاته کړې ده: «امنیتي ځواکونو دې سړي ته خبرداری ورکړ، خو هغې خپل پرمختګ جاري وساتلو او دا د دې سبب شو چې عسکر پرې ډزې وکړي. تیری کوونکی ځای پر ځای لمنځه لاړ.»

هغه انځور چې د هند د سرحدي ځواکونو لخوا خپور شوی دی، یو مړی ښيې چې تور-سپين رنګه ویښتان لري.

د اټومي وسلو لرونکو دغو دوو هیوادونو ترمنځ نښتې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د اپریل په ۲۲ نیټه پر سیلانیانو تر یوه برید وروسته پیل شوې. دا په دې وروستیو لسیزو کې په دغه شخړیزه سیمه کې چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي، پر ملکي خلکو تر ټولو خونړی برید و.

نوې ډهلي اسلام آباد د اسلامپاله ملیشه و، چې د هند په وینا دغه برید یې ترسره کړی دی په ملاتړ تورن کړ، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي

07:10

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب