1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د هند اندېښنه

۱۴۰۰ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د هند د پوځ مشر ویلي دي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته کیدونکي تشې په هکله اندېښنه لري. د امريکا ولسمشر او ناټو اعلان کړی دی چې د سپتمبر تر ۱۱ نېټې پوري به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

Indien Armee Bipin Rawat
انځور: Imago/ZUMA Press

جنرال بپن راوت، یوه امنیتي کنفرانس ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې اندېښنه دا ده چې «اخلالوونکي» ښایي له هغې تشې څخه استفاده وکړي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیږي. خو نوموړي د هغو هیوادونو له نوم اخیستلو څخه ډډه وکړه چې ښایي د اخلالوونکي په توګه عمل وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن تیره ورځ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د راایستلو اعلان وکړ. دغه لړۍ به د می پر لومړۍ نېټه پیل شي او د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ نېټې پوري به دوام وکړ.

راوت ویلي دي: «زموږ اندېښنه دا ده چې د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په صورت کې چې کومه تشه رامنځ ته کیږي، د اخلالوونکو له پاره باید فضا رامنځ ته نه کړي.»

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند ستره اندېښنه دا ده چې په افغانستان کې بې ثباتي ښایي اکثره مسلمان میشتې سيمي کشمیر ته وغځیږي، چیري چې هند له درو لسیزو راهیسې د وسله والو پر ضد جنګیږي.

هند له دې هم اندېښنه لري چې له طالبانو سره د اوږدې مودې اړیکو لرلو له کبله پاکستان ښایي په افغانستان کې زیات نفوذ ترلاسه کړي.

هند په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو له واکه تر لیرې کیدو وروسته په افغانستان کې د سړکونو، بریښنا بندونو او آن د پارلمان د ودانۍ پر جوړلو شا او خوا درې میلیارده ډالر لګولي دي.

د راوت په خبره هند به د سولې تر راتلو پورې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل