1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمهندوستان

نوي ډیلي کې چاودنه؛ څېړنه د ترهګرۍ ضد قانونه له مخې کیږي

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۲۰, سه‌شنبه

د هند پولیسو د دوشنبې په ماښام په نوي ډیلي کې د یوې مرګونې چاودنې په تړاو د ترهګرۍ ضد قانون له مخې څېړنه پیل کړې. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د پیښې پر غندلو سربیره پر مسوولو کسانو د عدالت عملي کولو ژمنه کړې ده.

Indien Neu-Delhi 2025 | Explosion in der Altstadt von Delhi
د هند پولیسو د دوشنبې په ماښام په نوي ډیلي کې د یوې مرګونې چاودنې په تړاو د ترهګرۍ ضد قانون له مخې څېړنه پیل کړې. انځور: REUTERS

د هندوستان په پلازمینه نوي ډیلی کې دغه چاودنه چې په دغه ښار کې د تاریخي لال قلعې ترڅنګ شوې، پکې د معلوماتو له مخې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. دا په دې ښار کې چې په شدید ډول یې امنیت نیول کیږي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې لومړۍ خونړۍ پېښه ده.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د سې شنبې په ورځ د بوټان هیواد په پلازمېنه تیمفو کې د خپل رسمي سفر پرمهال وویل چې «زه نن بوټان ته له درانه غم سره راغلی یم.»

مودي زیاته کړه چې «په ډیلي کې تېر ماښام شوې دا وحشتناکه پېښه ټول ژور خواشیني کړي دي. زموږ ادارې به د دې توطیې تر ریښو ځان ورسوي، د دې تر شا کسان به پیدا، او پر ټولو مسؤل کسانو به عدالت پلي شي.»

هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي

07:10

This browser does not support the video element.

د ترهګرۍ ضد قانون او د پښې څېړنه

د ډیلي د پولیسو مرستیال کمشنر راجا بنتیا وویل چې د ډیلي پولیسو د ترهګرۍ ضد قانون، د چاودېدونکو موادو قانون او نورو جزایي قوانینو له مخې د پیښې په تړاو دوسیه ثبت کړې ده. یاد قانون چې د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون یا (UAPA) په نوم یادیږي، د هندوستان د ترهګرۍ ضد قانون دی چې د هېواد د حاکمیت او تمامیت پر وړاندې د ګواښونو او ترهګرۍ اړوند فعالیتونو د څېړنې او تعقیب له پاره کارېږي. بنتیا خبریالانو ته وویل: «څېړنه په لومړني پړاو کې ده او د دې په اړه تبصره کول اوس له وخته وړاندې دي.»

د ډیلي په هغه سیمه کې چې چاودنه شوې وه د ډیلي د زاړه ښار برخو کې یو بوخت بازار او د سیلانیانو د تګ ځای دی چې تر چاودنې وروسته تړل شوي ډېر دوکانونه لا هم د سهار تر لومړیو ساعتونو نه وو پرانیستل شوي. د جنایي څېړنې متخصصین د پېښې ځای پلټي، دا سیمه له دوشنبې شپه راهیسې تړل شوې او په سپینو پارچو پوښل شوې ده. د ډیلي میټرو بیا ویلي چې د لال قلعې تمځای د امنیتي دلیلونو له مخې تړل شوی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، یوه ورو تلونکی موټر چې د ټرافیکي اشارې په مخ کې دریدلی وو، د ماښام شاوخوا ۷ بجې یې چاودنه وکړه چې له کبله یې نیږدې ګڼ شمیر موټر هم سخت زیانمن شوي دي. تر اوسه د موټر د سپرلیو په اړه معلومات نشته، خو ګومان کېږي چې پکې سپاره کسان به وژل شوي وي. پولیس وايي د موټر څښتن پسې لټون ادامه لري.

لال قلعه، چې په عامه اصطلاح کې لال کلا بلل کېږي، د ۱۷مې پېړۍ د مغلو دورې اړوند یوه تاریخي ماڼۍ ده چې د فارسۍ او هندي معمارۍ ګډ سبک لري او تل له ګرځندویانو ډکه وي. لومړی وزیر هر کال د اګست په ۱۵مه، د هند د خپلواکۍ په ورځ، له همدې قلعې څخه ولس ته وینا کوي. مودي بوتان ته د دې هېواد د څلورم پاچا، جیګمه سینګي وانګچک، د ۷۰م کلیزې د لمانځلو له پاره تللی.

هند ته د امیر خان متقي سفر او د پاکستان غبرګون

03:49

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب