1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تکنالوژيهندوستان

هندوستان په بریاليتوب سره تر غږ چټک توغندی آزمویلی دی

۱۴۰۳ آبان ۲۷, یکشنبه

هندوستان په کور دننه تر غږ د چټک توغندي په تولید او آزمویلو سره اوس د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې شامل دی چې دغه تکنالوژي لري. هندوستان د پوځي پرمختللي ټکنالوژۍ په لرلو سره اوس د امریکا، روسیې او چین سره سیال شوی دی.

د هندوستان حکومت ویلي چې توانیدلي په بریالیتوب سره تر غږ د چټک توغندي آزموینه وکړي.
هندوستان د لومړي ځل له پاره توانیدلی چې تر غږ د چټک توغندي آزموینه وکړي. انځور: Indian Ministry Of Defence/dpa/picture alliance

هندوستان په کور دننه تر غږ چټک تولید شوی توغندی په بریالیتوب سره آزمویلی دی او په دې ترتیب د پوځي پرمختللې ټکنالوژۍ په ډګر کې یې یو بې ساری مقام خپل کړ. هند په دې توګه د هغو هیوادونو په ډله کې شامل شو چې په پوځي برخه کې پرمختللې ټکنالوژي لري.

د هند دولت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «هندي توغندی چې د دفاعي پرمختګ او څیړنو دولتي سازمان او صنعتي شریکانو له لوري د هند وسلوال پوځ له پاره جوړ شوی، تر ۱۵۰۰ کیلومتره پورې مزل کولی شي او د اتومي وسلو د لیږد وړتیا هم لري.»


د هندوستان حکومت په اعلامیه کې همدا راز زیاتوي چې «د توغندي د پرواز راټول شوي معلومات...د توغندي د توغولو د دستګا بریالی مانور او په ډیر دقت سره د هدف ویشتل تائیدوي.»

د هندوستان د دفاعي پرمختګ او څیړنو دولتي سازمان زیاته کړې چې دغه آزموینه د شنبې په ورځ د ډاکټر آی. پي. جي عبدالکلام په نامه په ټاپو کې شوې ده چې د هندوستان د اودیشا ایالت په ختیځ ساحل کې موقعیت لري.

تر غږ د چټک توغندي په آزمویلو سره اوس هند د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې دغه راز پرمختللې تکنالوژي لري. انځور: Firdous Nazir /Eyepix Group/picture alliance/Photoshot

په عین وخت کې د هندوستان دفاع وزیر، راجنات سینګ، پر پخواني ټویټر اوسني اکس شبکه باندې د یوه پیغام په خپرولو سره د توغندي دغه آزموینه یوه «تاریخي لاسته راوړنه» ببلې او زیاتوي چې په دې توګه هند اوس د هغو هیوادونو په کتار کې شامل شو چې دغه راز حیاتي پرمختللې ټکنالوژي لري.

په نړیواله کچه تر غږ د چټکو وسلو په برخه کې ګڼ شمیر هیوادونه هڅې کوي او په دې برخه کې هند، چین، روسیه او متحده ایالات تر نورو هیوادونو مخکښ شمیرل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب