1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند: د یوه مذهبي جشن په ترڅ کي ۴۶ کسان ډوب سوي دي

۱۴۰۳ مهر ۵, پنجشنبه

په هند کي د یوه مذهبي جشن د مراسمو په ترڅ کي ۴۶ کسان په اوبو کي د ډوبیدو له امله مړه سوي دي.

د هند په لوېديځ بنگال کې سېلابونه راوتلي
په هند کې سېلابونو زيانونه اړولي ديانځور: Subrata Goswami/DW

د هند د ختیځ ایالت بیهار، له ناورینونو سره د مبارزې ادارې یوه استازي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۲۶) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي د مړه سوو کسانو په ډله کي ۳۷ کوچنیان شامل دي.

د هغه په خبره دغه کسان هغه وخت ډوب سول کله چي هغوی دهندوانو د عنعنوي جشن په ترڅ کي په هغو سیندونو او نورو ویالو کي حمام کاوه چې په سیمه کې یې له طوفانونو وروسته د معمول په پرتله ډیرې اوبه درلودې.

د مړینې دغه پیښې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ د بهار ایالت په ۱۵ ولسوالیو کې د هندوانو  د هغه جشن په مناسبت رامنځته سوې چې میندې یې د خپلو کوچنیانو د هوساینې له پاره لمانځي.

د چارواکو په وینا د نورو جسدونو د را ایستلو لړۍ لا ادامه لري.

په بلوچستان کې د هندوانو ستر مذهبي فیستیوال

02:23

This browser does not support the video element.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل