1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: نړۍ په افغانستان کې د پاکستان له کړنو خبره ده

۱۴۰۰ تیر ۴, جمعه

هندوستان وایي چې په افغانستان کې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ له ټولو ښکیلو اړخونو سره په ارتباط کې دی. په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې نړۍ ښه پوهیږي چې پاکستان په افغانستان کې کوم کارونه وکړل.

Indien Besuch Staatschef Afghanistan
انځور: courtesy PIB, Gov. of India

په افغانستان کې د هندوستان د موجودیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تبصرې په غبرګون کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې نړۍ ته ښه معلوم دی چې پاکستان په افغانستان کې څه وکړل.

څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له «طلوع» تلویزون سره په مرکه کې ویلي ول چې د هند له خوا په پاکستان کې د شر پارونې په خاطر د افغانستان د خاورې کار اخيستلو له امله سخت رنځ وړي.

د پنجشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۴ نېټه) کله چې خبریالانو د یوه خبري کنفرانس پر مهال د هند د بهرنیو چارو وزارت له ویاند اریندم باګچي، څخه د قریشي د دغو څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه، هغه وویل: «نړۍ ته معلومه ده چې پاکستان افغانستان ته څه ورکړي دي.»

 

باګچي، له کابل حکومت سره د مستحکمو اړیکو ساتلو په هکله دلایلو وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې هند له سرحد پورې غاړې د بریدونو د تشدد په نتیجه کې ناخوال وضعیت لرونکي افغانستان سره د بیارغونې او پرمختګ په برخه کې ډیر کار کړی دی.

هغه وویل: «هند هلته د برېښنا مزي وغځول، د برېښنا بندونه یي جوړ کړل، ښوونځي او روغتونونه یي جوړ کړل، سړکونه یي جوړ کړل او ترڅنګ یي حتی ټولنیز پروګرامونه روان کړي دي، خو پاکستان چې هلته څه کړي دي، نړۍ ته معلوم دي.»

د هند لومړی وزیر نریندر مودي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سلمان بند د پرانیستې په مراسمو کېانځور: DW/A.Mutmaien

نوموړي زیاته کړه: «موږ په دې پوره باور لرو چې افغان ولس به د خپلو متحدینو او له هغوی سره د مشارکت پر ډول پخپله تصمیم ونیسي.»

په افغانستان کې له ټولو اړخونو سره په اړیکه کې

هند په رسمي توګه منلې ده چې له افغانستان څخه د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د پيلیدو له امله رامنځته شوي وضعیت په پام کې نیولو سره له طالبانو سره هم په ارتباط کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «بلې هو، موږ د سیمې د هیوادونو ترڅنګ له ټولو ښکیلو اړخونو سره په تماس کې یوو.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل چې هند د افغانستان د سولې د ټولو هڅو ملاتړ کوي او د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې په برخه کې د خپلو اوږدمهاله ژمنو ساتنه کوي.

انځور: Ibraheem al Omari/REUTERS

د هند په دریځ کې بدلون

د دوشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني، ویلي ول چې هند د طالبانو له مشرانو سره په خبرو اترو بوخت دی.

مخکې تر دې د همدې روانې میاشتې په لومړیو کې دا خبر خپور شوی وو چې هند د ملا عبدالغني برادر ترڅنګ د افغان طالبانو له مختلفو ډلو سره په اړیکه کې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم شنکر، په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې په عاجل ډول د اوربند غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د دې خبرې ډاډ ترلاسه کول هم همدومره مهم دی چې ترهګرې ډلې باید د نورو هیوادونو د ګواښلو او یا پرې د برید کولو له پاره د افغانستان له خاورې څخه استفاده ونه کړي.

جاوید اختر، نوی ډهلي: ش.ن/ ن.ز