اندونیزیا: د فوټبال تر لوبې وروسته د مړو شمیر ۱۷۴ ته لوړ شوی
۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبهد شنبې په ماښام د انډونیزیا هیواد د ختیځ جاوا ولایت په مالانګ ښار کې د فوټبال تر یوې لوبې وروسته له تاوتریخوالي ډکو شخړو کې د مړو شمیر اوس د چارواکو په خبره ۱۷۴ تنو ته لوړ شوی دی.
د یکشنبې په ورځ انډونیزیایي پولیسو ویلي دي چې په وژل شوو کې دوه تنه پولیس هم شامل دي. همدارنګه په دغه پيښه کې ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي. د مالانګ ناورين په نړۍ کې د سپورت د ډګرونو یو تر ټولو بده پيښه شمیرل کیږي چې پکې په دومره لویه اندازه خلک وژل کیږی.
اړوند: په کاپيسا کې يوه کس د بارسلونا د فوټبال لوبې پر سر شخړه کې خپل ورور وژلی
د مسئولینو په وینا د کانیوروهان سټيډیم د ۴۲۰۰۰ نندارچیانو د ځایولو ګنجایش لري چې ټول ټکټونه یي پلورل شوي و. د پولیسو په وینا شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو پر میدان حمله کړې وه. پولیسو ویلي دي د اریما FC لوبډلې قهرجنو مینه والو وروسته له دې چې د دوی د خوښې لوبډلې د خپل سیالې لوبډلې پِرسابیا سورا بایا څخه د ۲ د ۳ په مقابل کې ماته وخوړه، د لوبې پر میدان برید وکړ. د خپلې سیالې لوبډلې په مقابل کې دا وروسته له دوو لسیزو څخه د پرسابیا سورا د لوبډلې لومړنۍ ماته وه.