1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکسفام: شرکتونه او ډېر شمتن کسان د بحرانونو ګټونکي دي

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

د يوې څېړنې په حواله له ۲۵ کلونو راهېسې په لومړي ځل ډېر شتمنتوب او بې وزلي په عين وخت کې د ودې په حال کې دي. د اکسفام د بيړنيو مرستو او پراختيا سازمان په حواله په نړۍ کې هر لسم کس له لوږې کړيږي.

په ډېرو افريقايي هېوادونو کې خلک د خوراکي توکو د لوړو بيو له لاسه کړيږي
په ډېرو افريقايي هېوادونو کې خلک د خوراکي توکو د لوړو بيو له لاسه کړيږيانځور: Adílson Liapupula/DW

د اکسفام څېړنې موندلې چې د کرونا پاندمي او انرژۍ بحران پايله دا ده چې شرکتونه او د نړۍ شتمن کسان لا پسې شمتن شوي او د دې بحران ګټونکي دي. د «Survival of the Richest» په نوم دې څېړنه کې چې د دوشنبې په ورځ نشر شوې ده، راغلې دي چې په دې ترتيب د کرونا وبا له پېل راهېسې په ټوله نړۍ کې شتمنۍ د ودې کابو دوه پر دريمه سلنه د شتمنو جيبونو ته تللې ده.

آکسفام: د کرونا وبا په ترڅ کې د نړۍ د لسو بډایه کسانو، شتمنۍ دوه برابره شوي

دا څېړنه د سويس په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم د غونډې په مناسبت خپره شوې، چې نن، دوشنبه پېليږي.

پر کپيتالیزم انتقاد کوونکی دا سازمان وايي چې په آلمان کې حتی دا تمايل لا ډېر روښانه دی. د دې سازمان په حواله د هغې ټولې شتمنۍ ۸۱ سلنه چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ په آلمان کې ترلاسه شوې، د هېواد شتمنو ته رسطدلې ده.

له ۲۰۲۰م کال راهېسې د نړۍ د ټولو ميليادرانو ټولې مجموعي شتمنۍ کې په ورځ کې ۲،۷ ميليارده ډالره زياتوالی راغلی دی.

۱،۷ ميليارد انسانان بې وزله دي

د اکسفام په حواله په عين حال کې ۱،۷ ميليارده کارکوونکې ښځې او نارينه په هغو هيوادونو کې ژوند کوي چې انفلاسيون پکې د معاش د ودې په پرتله لوړ دی. د دې سازمان په حواله په نړۍ کې کابو هر لسم کس له لوږې کړيږي چې دا په ټوله کې څه نا څه ۸۲۸ ميليونه انسانان دي. زیاته شوې چې له لوږې سره د لاس او ګريوان ولس ۶۰ سلنه یې مېرمنې او نجونې دي.

کلونه شاتګ

د آلمان د پراختيايي چارو وزيره سوينيا شولڅه هم دا پرمختګ خطرناک ګڼي. نوموړې په برلين کې وويل چې دا د خبرداري زنګ دی چې په نړۍ کې د بې وزلو او شتمنو ترمنځ واټن ډېر زیات دی.

اکسفام: د اقلیم بدلون د لا زیات مهاجرتونو سبب ګرځي

په ډېرو افريقايي هېوادونو کې خلک د خوراکي توکو د لوړو بيو له لاسه کړيږيانځور: Fenoarisoa Ralaiharinony/Welternährungsprogramm WFP/dpa/picture alliance

نوموړې خبرداری ورکړ: «پاندمي، بحرانونو او په دې وروستیو کې پر اوکراين د روسیې يرغل موږ په داسې حال کې د لوږې او بې وزلۍ او روغتيا او زده کړو په برخه کې کلونه شاته واچولو چې شتمن لا پسې شتمني شوي.»

شولڅه زياته کړه: «که چېرې موږ په نړۍ کې نابرابري راکمه نه کړو، نو د بحرانونو پر دې پړاو به لاس بری ونه موندو.»

آکسفام د ماليې د لوړو غوښتنه وکړه

آکسفام بيا له دې بحران څخه د وتلو لاره پر شتمنو د ماليې په لوړو کې ويني. زياته شوې چې له لسیزو راهيسې د شتمنو کسانو او شرکتونو له پاره د ماليو ټيټولو په دې وروستيو کې نابرابري ډېره کړې ده. یاد سازمان وايي چې په ځينو هيوادونو کې بې وزله د میليادرانو په پرتله ډېره ماليه ورکوي.

د آکسفام په حواله په ټوله نړۍ کې د ترلاسه کيدونکې مالیې يوازې ۴ سلنه یې له شتمنو څخه ترلاسه کيږي. دا سازمان د آلمان له حکومت څخه د دې انتظار لري چې د انرژۍ بحران پر وخت د غېر معمولي لوړو عايداتو پر سر ثابته ماليه وضع کړي.

زياته شوې چې په اصطلاح له حده پر ډېرو عايداتو بايد لږ تر لږه ۵۰ سلنه ماليه ولګول شي.

پر دې سربیره پر ملکيتونو او شتمنيو د مالیې د بيرته وضع کولو غوښتنه هم شوې ده. زياته شوې چې پر دې سربیره پر لويو شتمنيو باندې يو ځل ورکوونکي ماليه هم مهمه ده. دغه پېسې بايد پر زده کړو، روغتيا او د ټولنیز خونديتوب پر سيسټمونو مصرف شي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, kna, epd, afp)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب